قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
تازه خبرونه
کورپانه / خبرونه / خالصه جلیلزۍ: خبریال د ولس آواز، د مظلوم د حق چیغه، د نابینا سترګې او د تیارو مشال دی

خالصه جلیلزۍ: خبریال د ولس آواز، د مظلوم د حق چیغه، د نابینا سترګې او د تیارو مشال دی

وردګ

د ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۲۴ مه/ د ۱۴۰۰ کال د وری ۴ مه  

دامنیت نشتون په ځانګړې توګه د خبریالانو او مدني فعالینو ترور کېدل، د کرونا وبا، کلتوري محدودیتونه، د مسلکي وړتیا او ظرفیت لوړولو د پروگرامونو نشتون، کم امتیازات، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د معلوماتو د نه ورکړې فرهنګ او ورته نورې ستونزې هغه لاملونه دي، چې په ۲۰۲۰ م کال کې یې په وردګو کې د ژورنالستانو د اطلاع رسونې  فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي وو.

خپلواکه خبریاله کریمه مرادي وایي، چې د وردګو ولایت خبریالانو لپاره هم ۲۰۲۰ م کال خونړۍ او له ستونزو ډک کال و، په دغه خونړي کال کې  د ښځینه خبریالانو په ګډون ډیری شمیر خبریالان او مدني فعالان د دښمن د شومو موخو قرباني شول، چې د هغو له جملې څخه یوه هم شهیده اتله، پیاوړې او فعاله خبریاله ملاله میوند وه.

آغلې مرادي زیاته کړه:” موږ له دولت او د خبریالانو له ملاتړ بنسټونو ګیله مند یو، چې د ژورنالستانو ستونزو ته پاملرنه نه کوي، له خبریالانو د دولت د پاملرنې او ملاتړ نشتون، یو له هغه سببونو څخه دی، چې د خبریالانو په وړاندې یې د تاوتریخوالي کچه لوړه کړې ده.

په وردګو کې د یوې خصوصي غږیزې رسنۍ خبریاله شیلا ابراهیمي وایي:” تېر۲۰۲۰م کال د ټولو نړیوالو لپاره د تیارو کال و، په دغه کال کې ډېر شمېر خبریالانو د امنیتي ستونزو او کرونا وایرس له کبله له دندو استعفا وکړه ، د ډېر شمېر نورو خبریالانو امتیازات کم یا صفر شول او ډېر شمېر یې هم د خپلو سيمو او هېواد پرېښودلو ته اړ شول.”

شیلا ابراهیمي وایي، چې موږ خبریالانې له حکومت هیله منې یو چې لاسنیوی مو وکړي، ترڅو وکولای شو د حکومت د ملاتړ په مرسته په خپلو سیمو او ټول هېواد کې رسنیز بهير تقویه کړو او په وردګو کې د دغه بهیر د له منځه تللو مخنیوی هم وکړی شو.

مدني فعاله خالصه جلیلزۍ وایي:” خبریال د ولس آواز، د مظلوم د حق چیغه، د نا بینا سترګې او د تیارو مشال دی.

خدای ج ته دعا کوم چې ۲۰۲۱ م کال د ټول بشر،  په ځانګړې توګه د ژورنالستانو لپاره د امنیت، پرمختګ، روغتیا او فرصتونو ډک کال وګرځوي. 

په ورته وخت کې د وردګو مرستیال والي محمد جواد مرادي د خبریالانو او حکومت په ګډه ناسته کې وویل:”خبریالان په ټولنه کې د عامه پوهاوي، اطلاعاتو او معلوماتو رسونې سفیران دي.”  

 په دغه ناسته کې خبریالانو اطلاعاتو ته د لاس رسي او رسنیو لپاره د برښنا د ټیټې بیې ټاکلو ترڅنګ، د فساد د مخنيوي لپاره په خصوصي او دولتي رسنیو کې د پرمختيايي او نورو پروژو د اعلانونو خپرولو غوښتنه وکړه، دوی زیاته کړه، چې مؤسسات دې هم خپل اعلانونه په انډولیزه توګه د رسنیو په واک کې ورکړي.

ښاغلي مرادي زیاته کړه:” په اوسنیو شرایطو کې د خبریالانو او رسنیو د استازو خوندیتوب د حکومت مسوولیت دی، چې ولایتي اداره په پوره توان د خبریالانو حقوقو او خوندیتوب ته ژمنه ده.” مرستیال والي د خبریالانو او رسنیو د استازو غوښتنې او ستونزې پر ځای وګڼلې او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې سره به په ګډه د یادو ستونزو د حل لپاره کار کوو.

دا په داسې حال کې ده ، چې ولسمشر “محمد اشرف غني” ، لومړۍ مېرمنه “رولا غني” او د رسنیو ملاتړ بنسټونه هم د خبریالانو په وړاندې د دغه ستونزو د حل په موخه په ځلونو ژمنې کړې ، خو په خواشینۍ سره چې تردې دمه اساسي کړنې نه دي ترسره شوې، خو له بده مرغه د خبریالانو نسبي خوندیتوب هم له منځه تللی دی.

راپور: آسیه وردګ

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

ناامني او د کرونا دریمه څپه؛ په بغلان او سمنګان کې د ښځینه خبریالانو ستونزې زیاتې کړي

بغلان او سمنگان د زمري اتمه ۱۴۰۰ او ۳۰ جولای ۲۰۲۱ د ناامنۍ ډېرېدل او …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *