قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
تازه خبرونه
کورپانه / خبرونه / امنيتي ګواښونو او هدفي وژنو غزني کي رسنيز فعاليتونه پيکه کړي

امنيتي ګواښونو او هدفي وژنو غزني کي رسنيز فعاليتونه پيکه کړي

غزنی

د۱۳۹۹  د کب ۳۰ مه/ د ۲۰۲۱ د مارچ ۲۰ مه

په غزني ولايت کي د امنيتي ګواښونو او د خبريالانو د ترورولو له کبله په رسنيزو فعاليتونو کي د ښځينه خبريالانو ليوالتيا راټيټه کړي او ځينو ‌يي خپلي دندي پري ايښي دي.

په غزني ولايت کي د آمريکا غږ سيمه ايزه خبرياله ماجبین نيکزاد، وايي د خبريالانو پر وړاندي شته امنيتي ګواښونو او د غزني په ګډون ځينو ولاياتو کي د خبريالانو د ترور پيښو سخته انديښمنه کړي او بيرولي ده.

هغه وايي د شته امنيتي ګواښونو له کبله نشي کولاى د تير په څير خپله دنده په ډاډ سره ترسره کړي او له روحي اړخه نه يواﺯي دا بلکه ټول خبريالان ځپل شوي دي.

په غزني ولايت کي د وسله والو لخوا ښځينه خبريالانو ته تر ګواښ او شاوخوا دوه مياشتي مخکي د خبريالانو د ټولني د مشر رحمت الله نيکزاد تر وژل کيدو وروسته ګڼ شمير ښځينه خبريالانو خپلي دندي پري ايښي او محدود شمير نور يي د ماجبین په څير له ګڼو ستونزو سره سره دنده ترسره کوي.

په غزني ولايت کي د شمله راډيو کارکوونکي ډيوه يو له هغو ښځينه خبريالانو څخه ده چي دوه مياشتي مخکي يي له رسنيزو فعاليتونو څخه لاس اخيستى دى.

هغه وايي د امنيتي ګواښونو او د ځان د مصوونيت له کبله يي د کورنۍ له ټينګار وروسته له خبريالۍ او رسنيز فعاليت سره مخه ښه وکړه.

هغه وايي:« له خبريالۍ سره بيساري ميني او د ټولني د يوي لويي برخي چي ښځي دي د غږ د اوچتولو په هدف مي د ژورناليزم ډګر ته را ودانګل خو امنيتي ګواښونو او د خبريالانو خونديتوب کي د حکومت ناکامۍ مجبوره کړم څو د ژوندي پاتي کيدو لپاره په کور کي کينم».

غزني کي د امنيتي ګواښونو او د خبريالانو د ټولني د مخکيني مشر له وژل کيد و وروسته حتا ځيني نارينه خبريالان له دغه ولايت څخه وتلي او دمګړۍ په کابل کي هستوګن دي.

په غزني ولايت کي د خبريالانو د ټولني مشر گلاب الدين اميري، پر حکومت او ځايي اداري نيوکه کوي چي د خبريالانو د امنيت په ټينګښت کي پاتي راغلي.

د هغه په خبره د امنيتي ګواښونو له کبله غزني کي ګڼو خبريالانو خپلي دندي پري ايښي، يو شمير له دغه ولايت څخه وتلي او هغه خبريالان چي غزني کي پاتي دي هم په سختۍ او ډير محدوديت سره فعاليت کوي.

بلخو دغزني امنيه قومندان مل پاسوال محمد عثمان جانباز، دښځينه خبريالانو پروړاندې شته ستونزي مني خو وايې چي دښځينه خبريالانو لپاره يې به خصوص ددوي امنيت لپاره يې امنيتي تدابير نيولي دي.

محمدعثمان، همداراز ژمنه وکړه چي چې امنيتي ځواکونه بيداره شوي او ددښمن شوم اهداف چي لري ډيرژر به یې شنډ کړي او دښځينه خبريالانو لپاره هم کلک امنيتي تدابيرنيول شوي دوي کولالي شي په ډاډه زړه خپلې دندي ته دوام ورکړي.

دښځينه خبريالانو دملاتړ مرکز د راپور له مخي له دو مياشتو راپدي خوا غزني کې هيڅ ښځينه خبريالاني خپلودندو ته ندي تللي او دندي یې هم په منظمه توګه ندي ترسره شوي او نيميايې يې کابل ته راغلي دي.

راپور: خدیجه اشرفی

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

ناامني او د کرونا دریمه څپه؛ په بغلان او سمنګان کې د ښځینه خبریالانو ستونزې زیاتې کړي

بغلان او سمنگان د زمري اتمه ۱۴۰۰ او ۳۰ جولای ۲۰۲۱ د ناامنۍ ډېرېدل او …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *