قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
تازه خبرونه
کورپانه / #کرونا ـ به ـ جدي ـ ګڼو / وروستي ګواښونه او د کووید ۱۹ پرمختګ ، ښځینه وو ته یې خبریالي ستونزمنه کړې

وروستي ګواښونه او د کووید ۱۹ پرمختګ ، ښځینه وو ته یې خبریالي ستونزمنه کړې

کابل

د۱۳۹۹ د کب ۱۷ مه/ د ۲۰۲۱ د مارچ ۷ مه

نا امني، ګواښونه او هدفي بریدونه د خبریالانو پر وړاندې او همدارنګه د کرونا ویروس خپرېدل او خبریالانو حقونو ته نه پاملرنه په ځانګړي توګه ښځینه وو خبریالانو او د بیان آزادۍ  د سولې او خبرو اترو پر لړ کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې په افغانستان کې جدي ستونزه او تشویش بلل کېږي.

افغانستان کې د ښځینه ژورنالستانو د ملاتړ ادارې لاسته راوړنې پر اساس ۲۰۲۰ زېږدیز کال څخه تر اوسه پورې له ۱۰۰ ډېرې د وژنې، وهلو، سپکاوي،تحقیر،ګواښ، جنسي تجاوز ، بې روزګاري د کرونا خپرېدا له وجې په رسنیزو نهادونو کې په افغانستان کې د ښځینه وو خبریالانو پر وړاندې لېدل کېږی، چې له دې ډلې ۲۱ یې په یاد مرکز کې ثبت شوې ده.

همدارنګه په دې ۲۱ قضیې کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې ، ۱۰ مورده یې د کورنیو چارو وزارت د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیه وو د بررسۍ او مرستې مرکز لخوا حل ،۵ مورده د بررسۍ په حال کې د پولیسو څیړنې لاندې دي او ۴ مورده خبریالانې دي چې د حکومت او رسنیو مشترک کمیټې او یو شمېر د ښځینه خبریالانو ملاتړ ادارو په ملتیا د مرکز په ګډون کابل ته امن  مکانونو ته منتقل شوي.

له بل پلوه د کرونا ویروس زیاتوالی د ۲۰۲۰ کال مارچ میاشتې نه تر جون میاشتې په هېواد کې سراسري قرنطین له ۲۰ سلنه ډېر ښځینه خبریالانې خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا هم د رسنیو مسوولینو لخوا بدون له تنخوا رخصتیو ته لېږل شوي دي، چې د قرنطین له ختمیدو سره ډېر کم تعداد د هغوی بېرته په دندو ګمارل شوي دي، مګر ډېرۍ رسنۍ په دې نه دي بریالي شوي چې د مالي ستونزو له کبله دوی ته دندې ورکړي.

له طالبانو سره د خبرو اترو په لړ کې د ختلافاتو رامنځته کېدو سره ځیني خبریالانې په دې خبرو اترو کې د هغوی فعالیتونو ته په نه پاملرنې ډېر خپه دي،دوی له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوی لاسته راوړنې او بیا آزادي به هېواد کې وساتل شي.

۱-ښځینه خبریالانې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې

د مرکز شمېرو پر بنسټ او د کورنیو چارو وزارت لخوا  د خبریالانو پر وړاندې د قضایاوو د بررسۍ په مرسته په ۲۰۲۰ کال کې ټوله ۱۰۰ قضیې د خبریالانو پر وړاندې ثبت شوي دي،چې ۲۱ ېې د قتل. سپکاوي، تحقیر او ګواښ، وهل او تېرۍ د ښځو اړوند دي،چې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ او کورنیو چارو وزارت د خبریالانو د شکایتونو اورېدنې کمیټې او همدارنګه د حکومت او رسنیو ګډې  کمیټې لخوا حل شوي دي.

د ښځو پر وړاندې دغه تاوتریخوالي له ۲۰۲۰ کال څخه تر اوسه پورې ۱۳ ګواښونه،۳ مورده د سپکاوي(۲ مورده د پولیسو لخوا او یو مورد د ملا امام لخوا)،۲ مورده د ټپي کېدو او ۴ مورده د ناپېژاندو کسانو لخوا د وژنې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې لېدل شوي دي،چې د دوی پر وړاندې د یادو قضینو عاملینو د بررسۍ لاندې دي چې یوازې ۶ تنه د یادو جرمونو په تور نیول شوي دي.

باید وویل شي چې د دې ورستیو تاوتریخوالو له ډلې نه په ننګرهار کې د انعکاس رادیو تلویزیون خبریالې ملاله میوندۍ چې په ننګرهار کې د ښځینه خبریالانو ملاتړ مرکز مسووله وه د ۲۰۲۰ کال د دسمبر میاشتې په ۱۰ ووژل شوه..

د هدفي وژنو په لړ کې د ۲۰۲۱ کال مارچ میاشتې په ۲ نیټه د سه شنبې په ورځ د انعکاس تلویزیون درې کارکوونکې د مرسل ، شهناز  او سعدیه په دوو جلا بریدونو کې د نا پيژاندووسله والو لخوا د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار ووژل شول.

په کورنیو چارو وزارت کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالو د قضیې د بررسۍ مسوول نجیب الله مقصودي په وینا چې د ملاله د وژنې په تور یو تن نیول شوی او د قانونو منګولو ته سپارل شوي ، خو د قضیې پر اساس تر اوسه د قاتل هوین او د قتل انګیزه تر اوسه معلوم شوي نه دي.

هدفي وژنو او ګواښونو شدد د خبریالانو او رسنیزو فعالانو  پر وړاندې خبریالان دې ته مجبور کړي چې هېواد او کاري محل پرېږدي،د رپورونو پر اساس په دوو ورستیو میاشتو کې ۱۳ تنه خبریالان چې ۵ تنه یې ښځینه دي هېواد پرېښودو ته مجبور شوي دي او اوسمهال په امریکايي او اروپايي هېوادونو کې اوسېږي.

ښځينه خبریالانې ګواښونه او وژنې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د ښځینه وو کاري  او مسلکي فعالیتونو پر وړاندې لویه ستونزه او لوی خنډ بلل کېږي،د وخت په تېرېدو سره رسنیو کې پر کار کولو کامل باورمندي شتون نه لري.ځکه هره ورځ او هر کال د ښځینه خبریالانو پر وړاندې په ټول هېواد کې ډېرېږي.

په ځینو ولایتونو هم یو شمېر ښځینه خبریالانې د لوړو ګواښونو او نا امنیو سره په کاري او مسلکي برخو کې د دوی فعالیتونه بند کړي او یا هم محل پرېښودو ته اړ شوي ، په ځانګړي توګه په دې ورستیو درېو میاشتو کې د ۷ خبریالانو د وژنې پر اساس ډېر شوي دي.

په داسې حال کې ۱۰ تنه خبریالان په ځانګړي توګه انجونې له ولایتونو څخه د خبریالانو ملاتړ ادارو په مرسته له ولایتونو څخه کابل ته لېږدول شوي دي.د هغوی د وینا پر اساس چې د هغوی ژوند په خطر کې دی او هېڅ تضمین د دوی د ساتنې په برخه کې نه لېدل کېږي، چې د مجبوریت له مخې کابل ته د مهاجرو په شان راغلي دي.

یو تن ښځینه خبریاله چې له غزني څخه کابل ته  راغلې او بې سرنوشته شوې ده د خپلو ماشومانو راتلونکي ته خپله ده د مرکز خبریال ته یې وویل:« دا  چې زه او خاوند مې دواړه خبریالانو یو، طالبان موږ دواړو ته ګواښونه کړي چې مجبور شوو کابل ته راشو.» د هغې په وینا چې د ورستیو تهدیدونو پر اساس اوسمهال په غزني هېڅ ښځینه خبریاله شتون نه لري.

په کندهار کې فعاله خبریاله رنګینه انوري وویل چې له یوې میاشتې تر اوسه په کندهار کې امنیتي ګواښونه د ناپیژاندو کسانو لخوا کېږي،او نه شي کولی چې رسنیز فعالیتونه ترسره کړي،هغې وویل چې په کندهار کې ۱۸ تنه شځینه خبریالانې ورکې شوي دي.

همدارنګه په زابل کې یواځنۍ ښځینه خبریاله ګلالۍ کریمي کابل ته لېږدول شوي ده، نوموړې وویل:«د امنیتي ستونزو له کبله له څه مودې زابل کې رسنیز فعالیت نه کوم.»

لیدا ابراهیمي د روشني تلویزیون خبریاله په کندز کې د دې ټولو تاوتریخوالو اصلي لامل فرهنګي معافیت او د عاملینو نه مجازات ګني .

خو په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د امنیتي ګواښونو او ستونزو سره بیا هم ښځینه خبریالانې فعالیتونه کوي او د خبر رسونې په برخه کې خپل فعالیتونه ترسره کوی.

د «رویداد های روز» ویب سایټ مسووله مینه حبیب به کابل وویل:« زه د هغو خبریالانو له ډله څخه یې چې دوه ځلې د څیړنیز رپور د جوړونې پر مهال پر مهال بریدونه وشو،خو د هغه شوق له مخې یې چې خپل مسلک لره لرم نه غواړم چې خبریالي پرېږدم.»

د ښځینه خبریالانو ملاتړ مرکز مسوول فریده نیکزاد وویل چې باید وویل چې ۲۰۲۰ کال خطرناک کال وو د رسنیو پر وړاندې په ځانګړي توګه په ورستیو کې د خبریالانو وژنې د ښځینه وو په ګډون د خپګان وړ دی.

نیکزاد وایی:«که دولت په ځانګړي توګه امنیتي او کشفي ارګانونه د دې هدفي وژنو مخه ونه نیسي، دغه ستونزه پر رسنیو او بیان آزادی منفي اغیز کوي،چې په دې لړ کې د رسنیو غږ په افغانستان کې خپ کېږي.»

میرمن نېکزاد له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه هغو اداراتو چې د خبریالانو او بیان آزادۍ  په اړه فعالیتونه کوي، غواړي چې د جګړې پر غاړو فشار واچوي تر څو د خبریالانو له وژنې لاس واخلي.

نومړې زیاته کړه:«ملي او نړیوالې ادارې باید د دایمي ډز بند غوښتونکي شي تر څو کاري فضا د افغانانو په ژوند کې په ځانګړي توګه ښځینه خبریالانو خطرناک او ستونزمن نه وي.»

۲- کرونا او د ښځینه خبریالانو کاري ستونزې

افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په یوه نوې څیړنه کې په ۲۸ ولایتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۳۰۰ تنه خبریالانې (۲۰۲۰ اپریل -۲۰۲۰ دسامبر) بې دندې شوې وې ، چې یوازې ۶۰ تنه یې بېرته خپلو دندو ته ګرځېدلي دي او یا هم په نوي رسنیو کې فعالیتونه کوي.

مخکې مرکز د ۲۰۲۰ مارچ اتمې د څیړنې پر اساس چې د ۱۱۳۹ ښځینه خبریالانو چې په ۳۰۲ رسنیو کې چې ۲۸ ولایتونو کې فعالیتونه کوي ترسره کړي چې په پایله کې دا لاسته راغلې چې ۲۳۰ ښځینه خبریالانې چې په ټوله کې ۲۰ سلنه د ښځینه خبریالې دي خپلې دندې یې له لاسه ورکړي.

مرکز د ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه چې د کرونا ویروس د پرمختګ په لړ کې شوې وه (۶ حمل څخه تر سنبلې لومړۍ ۱۳۹۹پورې) اعلام کړی وو، چې نژدې ۲۰ سلنه ښځینه خبریالانې اوزګار شوي دي چې د دوی ډېره برخه بیا ځلې خپلو دندو کې جذب شوي نه دي.

پروان کې د برین رادیو مسووله میرمن روشنا خالد وویل چې د بودیجي کمښت او د عاید نه شتون په دې رسنۍ کې ۱۰ ښځینه خبریالانې په کور کینولي ، چې ۴ تنه یې بدون له امتیاز څخه د قرنطین تر ختمېدو پورې د قرنطین او ګواښ له کبله چې کافي معاش شتون نه لري، بېرته دندې ته غوښتل شوي نه دي، خو د بیا مالي ملاتړ ترلاسه کولو په اساس له دوی با د کار غوښتنه کوي، خو اوسمهال ۶ تنه ښځې په دې راډیو کې کار کوي.

په دې حال کې د قرنطین پر مهال په کال کې ۵۰ خبریالانې اوزګارې شوي دي، چې ۳۵ تنه بېرته په دندو ګمارل شوي دي ، چې هاجره امیر پخوا په کلید ګروپ کې یې دنده لرله بیا ځلې خپلې دندې ته په بلخ کې ګرځېدلې ده.

همدارنګه په ولايتونو کې هم حالاتو د پام وړ بدلون نه دی کړی. په غزني کې چې ۷ ښځينه خبريالانو او ۱۳ د رسنيو کارکوونکو دندې کولې اوس په کې هېڅ ښځينه خبرياله فعاليت نه کوي. په غزني کې د مرکز د نمايندې آسيه وردک په وينا د قرنطين په دوره کې له شپږو تنو يې يوازې آسيه وتوانېده چې په ((واک او غږ)) راډيو کې په امتيازي توګه پر دندې پاتې شي. پاتې نور يې بېکاره دي.

د قرنطين په موده کې په باميانو کې (۲۰) تنه ښځينه خبريالانې بې دندې شوي وو، ۱۱ تنه يې بېرته خپلې دندې ته وګرځېدې. په همدې ترتيب په ننګرهار، کندهار، هرات، کندز، بلخ، تخار، سمنګان، غور او جوزجان کې يو ګڼ شمېر ښځينه خبريالانې وروسته له قرنطينه هم بې دندې پاتې شوې.

په داسې حال کې چې د رسنيو مسولين وايي، چې د بوديجې او عايداتو نه شتون ددې بحران سبب شوی دی. دوی زياتوي چې د اکثرو رسنيو عايدات د کاري او بشري ځواک په مرسته برابرېږي. نو ځکه دوی د قرنطين په موده کې د معاشاتو په برابرولو و نه توانېدل.

د بغلان ولايت د تنوير او پاسبان تلوېزيونونو، رويان، چونغر او ارمانشهر راډیوګانو او د شهربانو اونيزې۲۶ تنه ښځينه خبريالانې د قرنطين په موده کې بې دندې شوې وې، خو د مالي ستونزو له کبله ځينو رسنيزو بنسټونو بېرته خپل کارکوونکي جذب نه کړل.

اما په مقابل کې يو شمېر رسنيزو بنسټونو وکولای شول، چې د قرنطين په موده کې خپلو بې دندو شویو ښځينه کارکوونکو ته بېرته دندې ورکړي.

د پژواک خبري آژانس چې د کرونا ويروس د خپرېدو او قرنطين د وضع کېدو پرمهال خپل ۸۰ سلنه خبريالانې له معاش پرته رخصت کړې وې، د قرنطين له ختمېدو وروسته يې بېرته خپل کارکوونکي او خبريالان پر دندو ګمارلي.

ددې آژانس مسوول دانش کړوخېل وايي: ((د قرنطين له ختمېدو وروسته د ۷ ښځو په ګډون زموږ ټول کارکوونکي چې له معاش پرته رخصت شوي وو، بېرته پر دندو ګمارل شوي دي.))

د ((بانو)) تلويزيون د خبر برخې د مسوول بشير احمد رستاقي په وينا له قرنطين وروسته د کرونا له کبله د يوې ښځينه خبريالې له مړينې سره سره بيا هم ۳ ښځينه خبريالانې خپلو دندو ته حاضرې شوې او په فارياب کې څلور تنه نور هم خپلو دندو ته وګرځېدې.

بايد وويل شي د ((د کرونا ويروس خپرېدل، ننګونې او د ښځينه خبريالانو اندېښنې)) تر عنوان لاندې زده کړيز ورکشاپ په لومړي ځل په افغانستان کې د ښځينه خبريالانو ملاتړ ادارې له خوا د ۱۳۹۹ هـ.ش کال د جدي د مياشتې په ۱۱ نېټه (۲۰۲۰م کال د ډيمسبر ۱۱) ترسره شو. په دې ورکشاپ کې ۳۰ تنه ښځينه خبريالانو ته د وايروس په خپرېدو سره ددوی د ځاني خونديتوب او له وايروس سره ددوی د کاري اړيکې په اړه معلومات ورکړل شول. همدارنګه دوی ته د خبر ليکلو پر مهال ددوی د ځاني خونديتوب په اړه لازمې لارښوونې او وړانديزونه وړاندې شول.

همدارنګه مرکز خپلو رسنيزو کارکوونکو ته د قرنطين پر مهال د يوه اندزه معاش په ورکړې سره له لرې ځايه د کار کولو برنامه تنظيم کړې وه. 

۳-ښځینه خبریالانې او د هغوی خپګان د سولې په پروسې د هغوی د موقف نه شتون

یو شمېر ښځینه خبریالانې له سره دې چې سولې ته هیله مندې دي، خو د افغانانو ترمنځ د مذاکرو پایلو ته نا خوښ دي، دوی په دې پروسې کې  له مذاکراتي هییت څخه غواړي چې چې د خبرنګارانو له حقونو په ځانګړي توګه د ښځینه خبریالانو او بیان آزادۍ  څخه په دې خبرو اترو کې حمایت وکړي،د سولې مذاکراتو پر مهال او له هغه وروسته باید د ورستیو دوو لسیزو لاسته راوړنې په ځانګړي توګه د ښځو لاسته راوړنې ته پاملرنه وشي.

د ژورنالیزم پوهنځي د دریېم کال محصل زحل کریمي او په یوه رسنۍ کې کار کوونکې وايي:«په دې ناسته کې د ښځینه خبریالانو نه شتون د خبرو اترو پایلې ته خلک بې باوره کوي.»

په هرات کې یوه خبریاله ضیا ګل عظیمي د سولې خبرو اترو کې د ښځینه خبریالانې د نشتون په اړه وویل چې دا کار په راتلونکي کې د ښځینه خبریالانې د استازو نه شتون راتلونکي کې د خبریالانو د نا معلوم راتلونکي ښکاروندوی کوي.

په ضمن کې سمیه ولیزاده د کلید راډیو خبریاله وايي چې متاسفانه په سولې مذاکراتو کې د ښځینه خبریالانو ګډون حاشیه کې نیول شوي دي، چې دا یوه ویره او لویه ستونزه ښځینه خبریالانو ته بلل کېږي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو ادارې د ۲۰۲۰ کال اګست میاشتې په ۲۰ نیټه چې د ۱۳۹۹ کال زمري میاشتې په ۳۰ مه نیټه د سولې پروسې په اړه یوه غوښتنې ترسره کړه وه ، چې په هغه کې د افغانستان حکومت،نړیواله ټولنه او شامل هېوادونه په ځانګړي توګه د امریکې متحده آیالات په سولې پروسه کې د فوري ډز بند په اړه وړاندیزونه کړي وو. چې د هغه په یوه برخه کې راغلې وه  د سولې  له مذاکرې وروسته د ښځینه خبریالانې فعالیت په ملي او نړیواله سطحه محدود نه شي. په دې غوښتنلیک کې له ۲۰۰ څخه ډېر مدني فعالان،حکومتي مسوولین او رسنیو کار کوونکي لاسلیکونه کړي دي. همدارنګه د سولې ورستیو خبرو اترو تر سرلیک لاندې یو کمپاین هم ترسره شو،چې ټول په دې باور دي چې ،د افغانانو ترمنځ د سولې مذاکري د نړیوالو تعهداتو او بشري حقونو له مراعتولو سره چې د ښځینه خبریالانو حقوق او امنیت په کې وساتل شي تضمین کړي، او د افغانانو له ناستې څخه وروسته د تلپاتې سولې له پاره په هېواد کې د بیان آزادي مهم لاسته راوړنې په توګه په وروستیو دوو لسیزو کې محدود نه شي او د خبریالانو په ځانګړي توګه د ښځینه خبریالانو غږ خپ نه شي.

رپور: محبوبه کریمي

ایډیت: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

ناامني او د کرونا دریمه څپه؛ په بغلان او سمنګان کې د ښځینه خبریالانو ستونزې زیاتې کړي

بغلان او سمنگان د زمري اتمه ۱۴۰۰ او ۳۰ جولای ۲۰۲۱ د ناامنۍ ډېرېدل او …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *