قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
تازه خبرونه
کورپانه / خبرپانه / د رسنیو لخوا د نه ځورونې منشور د پلي کولو او نه پلي کولو په اړوند د مرکز موندنې

د رسنیو لخوا د نه ځورونې منشور د پلي کولو او نه پلي کولو په اړوند د مرکز موندنې

کابل

د۱۳۹۹ د کب ۱۷ مه/ د ۲۰۲۱ د مارچ ۷ مه

د مرکز نوې موندنې ښيي چې په افغانستان کې له ۳۲۵ رسنیو څخه ۱۷۳ ټولییزو او سیمه ییزو رسنیو دا منشور لاسلیک کړی و، ۹۴ رسنیو ( ۴۳ له کابل او ۱۳۰ نورې له ۱۹ ولایتونو څخه) یې په پلي کولو ژمنې دي، خو امنیتي ، اقتصادي او دودیزې ستونزې په خپلو رسنیو کې د دغه منشور د پلي کولو په وړاندې خنډ ګڼي.

 له رسنیو سره د ښځو د ځای ځایږي لوړتیا لپاره د نه ځورونې منشور، د بې پولې خبریالانو د سازمان په همکارۍ چې نږدې درې کاله مخکې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز لخوا له ښځینه خبریالانو څخه د ملاتړ ، شکایتونو ته د رسیدنې او په رسنیو کې د جنسیتي توپیر د راکمولو په موخه جوړ شوی و، له رسنیو سره شریک شو.

د نږدې تیرو دریو کلونو په ترڅ کې د ۷۰۰ تنو په شاوخوا کې خبریالان او د مدني ټولنو فعالان البته  د ۱۷۳ رسنیو په ګډون چې ۵۱ له کابل، ۱۹ رسنۍ له ولایتونو ( ۹ په کندهار کې ، ۱۰ په بلخ ، ۳ په هرات ، ۱۰ په ننګرهار، ۹ په بدخشان ، ۴ په خوست، ۱۰ په غزني، ۸ په کندز، ۵ په غور، ۵ په وردګ ، ۷ په فاریاب، ۷ په دایکندي، ۶ په فراه، ۵ په سمنګان، ۵ په پروان، ۴ په کاپیسا او ۵ په بامیان کې) د دغه منشور په پای کې په لاسلیک خپل ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې په خپلو رسنیو کې به منشور پلی کوي.

مرکز د دغه منشور د پلي کولو په خاطر درې کمپاینه تر سره کړل چې لومړی کمپاین ” هغو استازو ته رایه ورکړئ چې د خبریالانو له حقونو ملاتړ وکړي” تر عنوان لاندې ، چې موخه یې له ټاکنو  د ښځو ډیره برخمنتیا او له هغو ښځینه او نارینه نوماندانو ملاتړ دی چې د ښځو په تیره بیا ښځینه خبریالانو له حقونو ملاتړ کوي، چې د ۱۳۹۷ د تلې په ۴ مه نیټه د بې پولې  خبریالانو سازمان په ملاتړ د یوه کنفرانس په ترڅ کې پیل شو.

د دغه کمپاین په دوام د کابل په ګډون له ۸ ولایتونو څخه د ولسي جرګې څه باندې ۱۰۰ تنه نوماندان له دغه کمپاین سره یو ځای شول او ژمنه یې وکړه چې د استازو مجلس ته په کامیابیدو به د ښځو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو په ګټه به په قوانینو کې بدلون رامنځ ته کوي او له هغوی به ملاتړ کوي چې له دې ډلې ۷ تنو یې مجلس ته لار ومونده او له ښځینه خبریالانو د ملاتړ پر ژمنو ژمن پاتې دي.

د کابل او ولایتونو له ۱۷۳ رسنیو څخه د مرکز نوې ارزونې ښيي چې دا منشور توانیدلی په ملي او سیمه ییزو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې د توپیریز چلند کچه راټیټه کړي او هم په دې توانیدلی چې د رسنیو منځ کې له خبریالانو څخه د یوې ملاتړ کوونکې طرحې په توګه ځای ومومي. خو د رسنیو ډیری مسوولان بیا د خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو په وړاندې ګواښونه او اقتصادي ستونزې، د کرونا وایرس خپریدل او قرنطین په خپلو رسنیو کې د دغه منشور د نه پلي کیدو اصلي عامل ګڼي.     

د ژوندون ټلویزیون د اداري برخې مدیر ضیا الرحمن ضیا چې د دغه منشور په پای کې یې لاسلیک کړی، وايي ، چې اوس مهال ۶ تنه ښځینه خبریالانې په دغه رسنۍ کې مصروفې دي چې د منشور د لاسلیک په وخت کې یوازې یوې خبریالې دلته کار کولو، ښاغلي ضیا د دغه منشور په لازیات پلي کولو هم ټینګار وکړ.

د ۸ صبح ورځپاڼې مدیر مسوول مجتبی مهرداد، هم د دغه منشور په پای کې له لاسلیک وروسته ښځینه خبریالانو ته د ترانسپورت پیسې، مریضي او ضروري رخصتۍ آسانتیاوې برابرې کړې دي.

په بلخ کې د یوه ټلویزیون مسوول نجیب پیکان وایي، چې د منشور تر لاسلیک وروسته مو د ښځینه خبریالانو د امتیازاتو، د دوی پر وړاندې د چلند او کاري ساعتونو په هکله بدلون رامنځ ته کړی ، څو د ښځینه خبریالانو په وړاندې په کاري برخه کې هیڅ ډول ستونزه شتون ونه لري.

بلخوا بیا په میدان وردګو کې د غږ اف ام د امتیاز خاوند امان الله نصرت وایي، چې د امنیتي ګواښونو له کبله ډیری شمیر ښځینه خبریالانو دا ولایت پریښود او کابل ته لاړې.

همداشان ښځینه خبریالانو د منشور د پلي کولو په خاطر د مرکز له هڅو ستاینه وکړه او له مرکز څخه غواړي چې د تاوتریخوالي او جنسیتي توپیر په صورت کې له دوی څخه په کلکه ملاتړ وکړي.

بهانه محمدي د آریانا ټلویزیون خبریاله هغه رسنۍ چې منشور یې لاسلیک کړی وایي، چې د دغه رسنۍ رهبري پلاوی هڅه کوي چې د ښځینه خبریالانو لپاره ښه او مناسب شرایط برابر کړي او په دغه رسنۍ کې ښځینه خبریالانې له شته آسانتیاوو خوشاله او راضي دي.

خو په افغانستان کې د ځینو ښځینه خبریالانو د شکایتونو پر بنسټ ، لا هم ډیر کار او هڅو ته اړتیا ده چې په رسنیو کې ځورونې کمې شي.

په بلخ کې یوه خبریاله چې نه غواړي نوم یې واخستل شي وایي، چې په ځینو رسنیو کې چې پخوا یې په کې دنده تر سره کوله د ښځینه او نارینه خبریالانو تر منځ په تیره بیا د امتیازاتو برخه کې د توپیر شاهده وه.

هغه زیاتوي:” سر بیره پر دې چې د مسوولیتونو کچه یو شان ده ، خو بیا هم وړتیاوې په پام کې نه نیول کیږي او نارینه کارکوونکي د ښځو په پرتله ډیر امتیاز اخلي.”

میرمن محمدي زیاتوي:” په هغه رسنیو کې چې پخوا مې په کې دنده تر سره کوله تل به ښځې له ستونزو سره لاس او ګریوان وې.”

په کابل کې د یوې بلې رسنۍ کارکوونکې فرشته چې د دندې ماحول کې د وړکتون تړل کیدو له کبله یې خپله دنده پرې ایښې او اوس په کور ناسته ده ، د ښځینه خبریالانو د کار او فعالیت په هکله اندیښنه لري.

همداشان ناهید چې تر ۱۵ کلونو زیات یې په کابل کې په رسنۍ کې په ډیره ښه توګه دنده تر سره کړې وایي، چې وروسته له قرنطین چې کله خپلې دندې ته تللې اوس ورته نیم معاش ورکول کیږي چې دا په خپله د دې د څوکلن کار په وړاندې چې له دغه رسنۍ سره یې کړی لویه ستونزه ده.

د بانو ټلویزیون خبریاله نازیلا بیګزاد وایي، چې که یوه رسنۍ له اقتصادي بحران سره مخامخ کیږي ، نو لومړی کس چې له دندې یې لرې کوي هغه یوه ښځینه کارکوونکې وي او که په پام کې وي چې معاش کم شي هم د یوې ښځینه خبریالې کمیږي.

هغه زیاتوي:” د رسنیو مسوولان لاهم د ښځو پر وړتیا باور نلري او د ښځو او نارینه وو تر منځ توپیریز چلند کوي.”

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشره میرمن فریده نیکزاد، له هغو رسنیو چې د منشور په وړاندې یې ژمنتیا ښودلې او لا هم پر خپله ژمنه ولاړ دي هرکلی او مننه کوي.

هغه د هیله مندۍ په ښودلو وایي:” موږ له هغو رسنیو چې د دغه منشور مواد یې نه دي منلي او پر هغو یې عمل نه دی کړی هم هیله مندي لرو چې د ښځینه خبریالانو د کاري ماحول په مثبت بدلون کې جدي پاملرنه وکړي.”

میرمن نیکزاد د اندیښنې په څرګندولو وایي، چې که د رسنیو مسوولان د ښځینه خبریالانو تر څنګ ونه اوسي ، نو له بده مرغه ممکن داسې ورځ راشي چې په ټولنه کې د ښځینه خبریالانو کار ، فعالیت ، ونډه او شتون مخ په کمیدو شي.

په رسنیو کې د ښځو د ځای ځایږي لوړتیا لپاره د نه ځورونې منشوراو د ښځینه خبریالانو د حقونو د تامین لپاره د مرکز کمپاینونه ، له خپریدو سره سم د خلکو، مدني ټولنو، رسنیو او خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو له هرکلي سره مخامخ شول.  

د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي معین سید آقا فاضل سانچارکي او د ځینو معتبرو رسنیو مسوولانو د آریانا ټلویزیون، موبي ګروپ ، آی ډبلیو پي آر او یک ټلویزیون د منشور په پای کې پر لاسلیک سربیره له دغه منشور څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.  

گزارش: بهشته ایوبی

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

ناامني او د کرونا دریمه څپه؛ په بغلان او سمنګان کې د ښځینه خبریالانو ستونزې زیاتې کړي

بغلان او سمنگان د زمري اتمه ۱۴۰۰ او ۳۰ جولای ۲۰۲۱ د ناامنۍ ډېرېدل او …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *