قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
تازه خبرونه
کورپانه / خبرونه / د کندهار په محلي رسنيو کې د ښځينه خبریالانو بې ساری حضور

د کندهار په محلي رسنيو کې د ښځينه خبریالانو بې ساری حضور

د افغانستان د ښڅینه ژورنالستانو د ملاټر مرکز

کندهار ښار

د ۱۳۹۶ کال د وری میاشت برابر د اپریل ۲۰۱۷ کال

کلونه وړاندې په کندهار په دولتي ادارو کي د ښځينه کارکوونکو حضور حيرانوونکې خبره وه او په رسنيو کې د ګوتو په شمېر ښځينه خبریالانو کار کاوه.

خو په دې وروستيو کې دا وضعیت بدلون کړی او دمګړی په محلي رسنيو کې د ښځينه خبریالانو حضور په بې ساري توګه زیات سوی دی.

د کندهار پریس کلب د معلوماتو له مخې دا مهال د کندهار په لسو محلي رسنيو کې ۳۲ ښځينه خبریالاني د خپرونو، خبرونو او وياندويي په برخه کې کار کوي.

په داسې حال کې، چې وړاندې دغه شمېر یوازي په لږه کچه تر دولتي رسنۍ محدود وو.

د کندهار ښځينه خبریالاني وايي، چې له رسنيو سره يې کار د لیوالتيا له مخې پيل کړی، خو اوس امتیازات هم ورکول کیږي.

دوی که څه هم له رسنۍ دباندې له ټولنیزو ځورونو او دودیزو مسایلو سره مخ دي، خو بیا هم خپل کار ته ادامه ورکوي.

د میرمن په نوم د يوې محلي ایف ایم راډيو پروډيوسره رڼا د ښځینه ژورنالستانو د ملاټر مرکز نمایندی ته وايي، چې د تیرو دوو کلونو راهیسې په رسنيو کې دنده ترسره کوي او لا هم پوره لیواله ده، چې دې دندې ته ادامه ورکړي.

هغه که څه هم د ښځو په وړاندې د ناسمو مسلطو دودو له امله د خلکو له بد نظر سره مخ ده، خو له دې سره – سره هره ورځ دندې ته ځي او داسی وایی: ( له مطبوعاتو سره زما علاقه تر حد زیاته وه، خو اوس، چې دلته کار کوم، امتیاز هم راکول کیږي.)

په کندهار کې د محلي رسنیو زیاتره ښځينه کارکوونکي په مستعارو نومونو خپل ږغ خپروي، خو ځينې بیا غواړې، چې هیڅ ږغ يې ونه وزي.

د مرضيې په نوم د وړانګې ایف ایم راډيو کارکوونکې یوه له هم دوی څخه ده هغه داسی وایی:

(( زه دلته د تخنیک په برخه کې کار کوم، زه لومړنۍ نجلۍ یم، چې دا کار کوم، ځکه د ږغ ایستل مې مشکلات راته جوړوي، همدغه دودیز مشکلات.))

د کندهار د محلي رسنيو زیاتره خپروني تفریحي وي او ښځينه کارکوونکې يې تر ډېره د ټلیفوني او نورو ژونديو خپرونو پروډيوسراني وي.

دوباره کوشش کنید

ناامني او د کرونا دریمه څپه؛ په بغلان او سمنګان کې د ښځینه خبریالانو ستونزې زیاتې کړي

بغلان او سمنگان د زمري اتمه ۱۴۰۰ او ۳۰ جولای ۲۰۲۱ د ناامنۍ ډېرېدل او …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *