
د افغانستان د ښځینه ژورنالستانو د ملاټر مرکز
هرات ښار
۲۰۱۷ مارچ ۱۳۹۶ حمل
هرات کې د ستونزو او محدودیتونو سره ډیرۍ ښځینه خبریالانې کله رسنیز فعالیتونه ترسره کوي او کله کله د دوی فعالیت کمیږي.
هرات کې د افغانستان د ښځینه خبریالانو مسوول د یاد مطلب په ویلوسره وویل چې دې ورستیو کې کاري چاپیریال کې ښځینه خبریالانې زیاتي شوي او د ملاحظې وړ فعالیتونه یې کړي.
په دې اداره کې چې لا نوی تاسیس شوې ۸ تنه ښځینه خبریالانې کار کوي چې ځینې رسمي کارکوونکي دي او ځینې کاري زده کړو ته راغلي دي.
میرمن فتانه فرهود د افغانستان په لویدیځ کې د افغان ښځینه ژورنالستانو د ټولنې مسووله وویل چې هرات کې تر ټوله لویه ستونزه وزګارتیا ده او همدارنګه بله لویه ستونزه ښځو ته د هغو په خوښه د کار نه پيدا کیدل ده.
نوموړې زیاتوي چې ۵۰ تنه ښځینه ژورنالستانې د دې ټولنې غړیتوب لري ، چې له کاري کمښت سره مخامخ دي ، چې د رسنیز ډګر کې د ښځو ونډه اخستل اوس مهال ښه شوې ده.
میرمن ستوري کریمي هرات کې د پژواک خبري آژانس خبریاله زیاته کړه چې د ښځینه او نارینه خبریالانو ستونزې په ډيرو برخو کې سره ورته دي،خو ډیرۍ ستونزې ښځو له پاره دي چې همدا نارینه ورسره جنسیتي تبعیض کوي.
هغې بیلګه راولي چې کله رسنۍ د مالي ستونزو سره مخ کیږي تر ټولو دمخه ښځینه کارکوونکو ته ځواب ورکوي.
میرمن کریمي همدارنګه وايي چې د کاري بیمې ، شغلي مصونیت ، ښه معاش نه شتون او د قرارداد یو اړخ والی له هغو ستونزو څخه دی چې ښځینه ژورنالستانې ورسره مخ دي.
هغې زیاته کړه :« د تیر په پرتله کورنۍ پر ښځو هغه پخواني بندیزونه نه لګوي، خو ښځینه خبریالانې معمولاً له کافي سرمایې ، تبعیض او د ترانسپورت له نه شتون سره مخ دي .»
میرمن نقیبه بارکزۍ هرات کې د افغانستان د ښځینه خبریالانو د نهاد مسوول وویل چې اوسمهال هرات کې ۶۰ تنه ښځینه خبریالانې شتون لري او فراه او بادغیس ۱۰ ښځې فعالیت کوي.
هغې زیاته کړه چې رسنیو کې یادې ښځې په خبري ، رپورټري، ویاندويي، مدیریت او نوروبرخو کې کار کوي.
هغې زیاته کړه چې د یو څیړنیز رپور د جوړولو پر مهال له امنیتي تهدید سره مخ شوې ځکه د هغه رپور سکالو یې کورنۍ موضوع وه چې له یوې میرمنې سره د مرکې پر مهال د هغه میړه له خوا له ده سره بد چلند شوی وو.
هغې زیاته کړه چې اوس مهال هغه ستونزه د ځينو ادارو پر منځګړیتوب لکه نی، له خبریالانو د ملاټر اداره، د خبریالانو د مصونیت کمیټه او ای دبلیو پي ار دفتر چې رپور یې هم هغو ته جوړوو له منځه تللې.
د یادو ستونزو له ویلو سره ، دغه ښځې دي چې کوښښ کوي په دې رشته کې نوره هم وځلیږي، دوی حاضر دي چې په دې مسلک کې قربانۍ ورکړي تر څو نور ښځو ته لاره خلاصه شي او موانع له منځه لاړ شي.
رپور:حمیرا حبیب
ایډيت :افغانستان کې د ښځینه ژورنالستانو د ملاټر مرکز
په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو ملاتر برای دفاع از زنان خبرنگار در افغانستان