قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
تازه خبرونه
کورپانه / #کرونا ـ به ـ جدي ـ ګڼو / د ښځینه خبریالانو د مرکز لخوا ( د کرونا وایرس ټول شموله کیدل، خنډونه او د ښځینه خبریالانو اندیښنې) په نوم ورکشاپ جوړ شو

د ښځینه خبریالانو د مرکز لخوا ( د کرونا وایرس ټول شموله کیدل، خنډونه او د ښځینه خبریالانو اندیښنې) په نوم ورکشاپ جوړ شو

کابل

د ۱۳۹۹ د مرغومي ۱۱ /  د ۲۰۲۰ د ډسمبر ۳۱

(د کرونا وایرس ټول شموله کیدل ، خنډونه  او د ښځینه خبریالانو اندیښنې) تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز او د بې پولې خبریالانو سازمان یا RSF په ملاتړ  د ۱۳۹۹ کال د مرغومي په ۱۱ نیټه چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د ډسمبر له ۳۱ مې نیټې سره برابره وه ، په کابل کې ۳۰ تنو په شاوخوا کې ښځینه خبریالانو ته جوړ شو.

په دغه ورکشاپ کې خبریالانو د کرونا وایرس اړوند د خپل ځاني خوندیتوب او له کرونا سره د دوی پر کاري اړیکې ټینګار وکړ، چې د خبر او مطبوعاتي خپرونو د چمتو کولو پر وخت د خبریالانو د ځاني خوندیتوب اړوند لارښوونې او وړاندیزونه ورزده کړل شول.  

د مرکز ترینرې میرمن عظیمه جلیل وویل ؛ کرونا هغه ناروغي ده چې نړۍ ورسره لاس او ګریوان ده او په افغانستان کې هم موږ د دغه ناروغۍ له کبله د یو شمیر ښځینه خبریالانو د مړینې شاهدان یو، نو د همدې دلیل پر بنسټ د رسنیو دننه او بهر د رسنیزو فعالیتونو په ترڅ کې د ښځینه خبریالانو ځاني خوندیتوب اړین دی او باید صحي ټکي په پام کې ونیول شي.

نوموړې زیاته کړه:” لکه څنګه چې د قرنطین په لومړي دور کې ځینو رسنیو خپل فعالیتونه محدود کړل او یو شمیر ښځینه خبریالانې یې له دندې ګوښه کړې او یا یې په ډیر کم امتیاز پرې کار کولو ، چې دا په خپله د خبریالانو په وړاندې لوی خنډ او ستونزه جوړه شوه ، خو د دې وایرس دوهم دور په پراخیدو سره دا ډول خنډونه او ستونزې باید د خبریالانو په وړاندې تکرار نه شي.

د مرکز ترینرې جوته کړه، چې د دغه وایرس د دوهم ځل پراخیدو په صورت کې که ښځینه خبریالانو ته د خبر ، راپور ، خپرونو ، مرکو او ګردي میزونو په جوړولو او خپرولو کې، صحي شرایط او اسانتیاوې په پام کې ونه نیول شي، نو تر ډیره امکان شته چې زیات شمیر خبریالانې به په دغه ناروغۍ اخته شي.

دا په داسې حال کې ده چې ښځینه خبریالانو هم د دوی د کار اړوند  له دې صحي ستونزې اندیښنه څرګنده کړه او د کووید ۱۹ناروغۍ د خوریدو په صورت کې یې انفرادي یا په یوازې توګه کار ته لومړیتوب ورکړ او زیانمنو شوو خبریالانو ته یې مرستې اړینې وبللې.

د انیس ورځپاڼې خبریالې حامده صدیقي هم له لرې لارې د کار کولو په طرح  خوښي څرګنده کړه ، خو د دغه طرحې اړوند پر امکاناتو او اسانتیاوو یې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د قرنطین په لومړي دور کې هغه خبریالانو ته چې په وایرس اخته وې، د خبریالانو ملاتړ صندق څخه هیڅ ډول مرسته ونشوه چې دا کار د خبریالانو په حق کې لویه جفا ده.

هغې زیاته کړه:” رسنیز بنسټونه باید د خبریالانو ستونزې په پام کې ونیسي او د دوی معاش ورکولو او په کووید ۱۹ ناروغۍ د اخته خبریالانو درملنې ته جدي پاملرنه وکړي.”

بلخوا بیا د بانو ټلویزیون خبریالي سلسله نجیبي د کرونا ناروغۍ د خوریدو په بهیر کې د ښځینه خبریالانو د روحي او رواني وضعیت په هکله وویل ؛ له دې کبله چې د کرونا په هکله خبر رسول د خلکو او خبریالانو  پر روان چې دوی هم د خلکو له ډلې دي اغیز پریباسي ، نو څومره به ښه وي چې دا خبر رسونه د واقعیتونو پر بنسټ وي او د وایرس د خوریدو او د ساتنې او مخنیوي په هکله دقیق اوکره خبرونه خلکو ته وړاندې شي.  

هغه زیاتوي:” خبریالان چې خلکو ته د حقیقت بیانولو او پوهاوي پسې دي، نو اړینه ده چې د خلکو حتا د کووید ۱۹ ناروغانو د ذهن ارامولو په خاطر ارام بښونکي او ګټور خبرونه خپاره کړي، ځکه زموږ رسالت او دنده د ښو او ګټورو جملو په قالب کې د واقعیتونو بیان دی.”

د کابل نیوز ټلویزیون خبریاله روما عادل بیا د کووید ۱۹ ځانګړو روغتونونو کې د اسانتیاوو نشتون د ناروغانو د درمنلې په وړاندې د یوې ستونزې په توګه یادوي او وایي:” د لومړي دور قرنطین څخه په تجربې اخستلو دا ځل باید خبریالانو ته په هغه روغتونونو کې د درملنې شرایط برابر شي ، چې رسنیز بنسټونه یې ملاتړ وکړي ، څو وروسته له دې د دې ناروغۍ له کبله د خبریالانو د مړینې شاهد ونه اوسو.”

هغې وویل:” دا به ښه وي چې رسنۍ د ناروغۍ پر درملنې تبلیغ وکړي تر دې چې امار او ارقام خپاره کړي، چې دا مورد  خلکو او خبریالانو ته ګټور دی.”

د زده کړې دا پروګرام چې د ګډون کوونکو لخوا د ګروپي کارونو او وړاندیزونو درلودونکی و، خبریالانو وویل ، چې د کرونا وایرس خپریدو په دې دور کې باید ټول د خبریالانو ملاتړ بنسټونه د خبریالانو د ځاني او کاري خوندیتوب خاصې لارې چارې تنظیم او د کار په بهیر کې دوی ته صحي اسانتیاوې برابرې کړي.

(د کرونا وایرس ټول شموله کیدل،خنډونه او د ښځینه خبریالانواندیښنې) په یوه ورځني ښوونیز ورکشاپ  کې د ۳۰ تنو په شاوخواکې ښځینه خبریالانو د بیلابیلو رسنیزو بنسټونو لخوا د رسنیزو چارو په بهیر کې د کرونا وایرس د مخنیوي په وړاندې د خوندیتوب لارو چارو د زده کړې په خاطر ګډون کړی و.

گزارش: محبوبه کریمي

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

د مرکز له بلنې د اطلاعات او فرهنګ نشراتي معین او د رسنیو دریو تنو فعالانو ملاتړ

کابل ۲۰ د اکتوبر/ ۲۹ د تلې ۱۳۹۹ په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *