قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
تازه خبرونه
کورپانه / خبرپانه / په ننګرهار کې د مرکز د خبریالې ملالې میوند د ترور په پار د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د ډاډګیرنې پیغام

په ننګرهار کې د مرکز د خبریالې ملالې میوند د ترور په پار د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د ډاډګیرنې پیغام

کابل

د ډسمبر ۱۰/ د ۱۳۹۹ دلیندۍ ۲۰

په خواشینۍ سره مو خبرتر لاسه کړ ، چې د انعکاس راډیو ټلویزیون او په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز خبریاله ملاله میوند ، د دغه ټلویزیون له موټرچلوونکي طاهر خان سره یو ځای نن سهار اووه بجې کله چې غوښتل یې د خپلې دندې په لور لاړه شي ، د دوی کور ته نږدې د جلال آباد ښار په دریېمه ناحیه کې د نامالومو وسلوالو کسانو لخوا د برید په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د پیښې د تایید تر څنګ وویل ، چې ملاله میوند له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای د نامالومو وسلوالو کسانو لخوا په یوه هدفمند برید کې ووژل شوه.

په کورنیو چارو وزارت کې د خبریالانو د شکایتونو د اوریدو کمیټې مسوول نجیب الله مقصودي هم د دې پیښې د تایید تر څنګ وویل ، چې د دې خبریالې د ګواښلو په اړوند هیڅ کوم شکایت د کورنیو چارو وزارت ته نه و رارسیدلی.

بلخوا بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي ، چې طالبان په دغه برید کې لاس نه لري.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د رهبرۍ پلاوی د زړورې خبریالالې ملالې میوند وژل کیدل په کلکو ټکو غندي او د هغې ترور د بیان آزادۍ او خبریالانو ټولنې ته یوه لویه ضایعه ګڼي.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشره میرمن فریده نیکزاد هم د ملالې او مطبوعاتو کورنۍ  ته د ډاډګیرنې تر څنګ ، دا برید د بیان آزادۍ او خبر رسوونکو خبریالانو په وړاندې وحشیانه ګڼي او هغه کسانو یا ډلې ته چې دا برید یې تر سره کړی، وایي چې دوی نشي کولی په هیڅ ډول د بیان ازادۍ ستونی خفه او  اواز یې خاموش کړي.

میرمن نیکزاد همداشان د خبریالانو د امنیت په خوندي کولو کې حکومت ګرم ګڼي او وایي:” په دې وروستیو کې موږ د خپلو څو تکړه خبریالانو د وژلو شاهدان وو! تر کله به دا بهیر روان وي.” د میرمن نیکزاد په وینا د ملالې میوند مور هم د ښځو د حق غوښتنې په لار کې شهیده شوې ده او ملاله د خپلې کورنۍ یوازنۍ ډوډۍ راوړونکې وه.

میرمن نیکزاد همداشان له امنیتي بنسټونو غواړي چې ژر تر ژره دې د دغه پیښې عاملین په ګوته او دوی ته دې جزا ورکړل شي ، څو د خبریالانو ځنځیره یي وژنې پای ته ورسیږي ، ځکه د دې په وینا له مجازاتو څخه معافیت او د خبریالانو هدفمندانه وژنو ته د حکومت نه پاملرنه د خبریالانو په وړاندې د دغسې پیښو د زیاتوالي سبب ګرځي.

د ویلو ده چې ملاله میوند خبریاله او په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د مرکز استازې ، د تکړه ، با استعداده ، ژمنو او په دنده مینو خبریالانو له ډلې څخه یوه وه ، چې د خبر رسولو او خبریالۍ دنده یې په پوره وړتیا ترسره کوله او لس ورځې مخکې یې خپله وروستۍ دنده چې په کندهار کې ۱۵ تنه خبریالانو ته د خبریالۍ زده کړه وه ، پای ته ورسوله.

دوباره کوشش کنید

د ښځینه خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالي د تیر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی موندلی

کابل د نوامبر ۲ / د ۱۳۹۹ د لړم ۱۲ په افغانستان کې د ښځینه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *