قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
تازه خبرونه
کورپانه / خبرپانه / بی پولی خبریالانو د ۲۰۲۰ کال د بیان د آزادې جایزی لپاره نوماندان اعلان کړ

بی پولی خبریالانو د ۲۰۲۰ کال د بیان د آزادې جایزی لپاره نوماندان اعلان کړ

د بی پولی خبریالانو سازمان د ۱۲ تنه خبریالانو او رسنیو نوملړ له ۱۲ هیوادونو څخه د ۲۰۲۰میلادی  کال د بیان د آزادی د جایزی د ترلاسه کولو لپاره چی تمه ده د ډسمبر د میاشتی په ۸ مه نیټه د تایوان پلازمینه تایپه ښار کی ورته ډالۍ شی اعلان کړ.

ټاکل شوی چی د ۷ تنه خبریالانو له جملی څخه چی څلور تنه یی ښځینه دی او همدارنګه ۵ ډله ییزې رسنۍ (د رسنیو بنسټونه) په دری برخو کی چی د زړورتیا جایزه، د اثر جایزه او د خپلواکۍ جایزو لپاره له یو بل سره سیالۍ وکړی. دا خبریالان په روسیه ، برازیل ، فیلیپین ، هندوستان او فرانسه کې له تحقیقاتي رسنیو څخه دي.

د بی پولی خبریالانو د سازمان عمومی رییس کریسټو دلاویر وویل: بې پولې خبریالان هغه ژورنالیستانو ته د بیان د آزادۍ جایزه ورکوي چې د دوی د زړورتیا یا خپلواکۍ او په څیړنه او راپور ورکولو کې د دوی د کار اغیزمنتوب له مخې په ځانګړي ډول د ژورنالستیک آندونه چې موږ یې دفاع کوو مجسم کړی دی.

هغه زیاته کړه: دا جایزه یوازې د دوی د ویاړ لپاره نه ، بلکه د هغو خبریالانو د ملاتړ لپاره دی چې ډیری وختونه د دې ارزښتونو د مجسم کولو لپاره بنديان شوي، ځورول شوي او یا ګواښل شوي دي.

تایپه، د تایوان پلازمینه به دا ځل د بیان د آزادۍ د جایزو د ورکړی کوربه وي ، له دی وړاندی لندن او برلین په ترتیب سره په 2018 او 2019 میلادی کال کې د دی جایزو د ورکړی کوربه توب کړی وو. دا مراسم به د ډسمبر په اتمه د تایپي ملي کتابتون کې ترسره شي چی په فیسبوک کی به په چینایی او په یوټیوب کې به په انګلیسي ژبه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د بی پولی خبریالانو د ختیځی آسیا څانګې مدیر ” سیډریک الویاني وویل: تائیوان د جایزی د ورکړی مراسمو کوربه توب لپاره یو ښه ځای دی ځکه چې دوی وکولای شو چی په بریالیتوب سره بی له دی څخه چی اساسي آزادی قرباني کړی د کرونا ناروغی کنټرول کړه.

هغه زیاته کړه: تایوان هرکال په آسیایی هیوادونو کې د بی پولی خبریالانو دبیان د آزادی د برخی مشري په غاړه لری او دا د چین واکمن مستبد سیسټم کې غوره بدیل ماډل دی.

د بی پولی خبریالانو د سازمان د قضا کمیټه د بیان د آزادی د جایزو دورکړی ۲۸ دوری د پییر هسکی ددی سازمان ريیس تر ریاست لاندی د ټولی نړی د غوره خبریالانو او د بیان د آزادی د ملاتړکوونکو څخه جوړه شوی ده.

قضا کمیټه:

هندی خبریال او د واشنګټن پوسټ ورځپاڼی سرمقاله لیکونکی رعنا ایوب، د لومونډ فرانسوی ورځپاڼی  خبریال رافایل باچکوی، له سوریی څخه د سوریی د بیان د آزادی او رسنیو د مرکز رییس او حقوق پوه مازن درویش، له سوریی څخه خبریاله او د سولی او جنګ موسسی د راپورونو همغږی کوونکی زاینه ارهایم، تانزانیایی څیړنیز خبریال اریک کابندرا،  د پاکستان سرمقاله لیکونکۍ، لیکوال او خبریال حمید میر، د آلمان هیواد سوډیوچه زایتونګ ورځپاڼی څیړونکی خبریال اوبر مایر او د روسی هیواد د يوازینی خپلواکه ټلویزونی شبکی بنسټ ایښودونکی او رییس میخاییل زیګر دی.

د زړورتیا د جایزی نوماندان:

له روسی څخه ایلینا میلاشینا: د مسکو په ښار کی د نووای ګازتا په دری اونیزه خبرپاڼه کی څیړونکی خبریاله ده، هغه د چیچن اړوند مسایل تر پوښښ لاندی نیسی او دا دنده یی هغه وخت په غاړه واخیسته کله یی چی همکار آنا پولیتکووسکایا په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کی ووژل شو.

په ایلینا تر اوسه څو ځلی فزیکی برید شوی چی وروستی ځل یی د فیبروری په میاشت کی د دی د هستوګنځی په هوټل کی پیښه شوه، د مرګ ګواښونه او سانسور (  د آپریل په میاشت د دی یوه مقاله د چیچن د دولت د کمزوری مدیریت د کرونا د ناروغی سره د مبارزی په هکله د ورځپاڼی له ویب سایټ څخه لری شوه) ګواښل شوی وه. په هرصورت ، هغه د چیچنیا په خودمختاره جمهوریت کې په خورا حساس مسلو باندې غیر متناقض مقالې لیکلو ته دوام ورکوي ، کوم چې د رمضان قادروف په څیر د ځواکمن شخصیت لخوا پرمخ وړل کیږي.

– مارګیریټا “ګینګ ګینګ” واله:  چې له فیلیپین څخه دی ، څوک چې د 2019 کال د جون په میاشت کې د ډارولو لپاره په پټه د څو ورځو لپاره توقیف شوی وه ، اوهغه په جنوب لویدیز فیلیپین کې چیرته چی  نظامی قانون حاکم دی له بشري حقونو څخه د ناوړه ګټه اخستنی او سرغړونی افشا کولو ته دوام وروکوی.

هغه د یوی لیکونکی او سرمقاله لیکونکی په حیث د داواو ټوډی په ورځپاڼه او ویب سايټ کی ځانګړی مسلې لکه د ځایی خلکو حقونه ، په کلیوالي سیمو کې د ښځو حقونه ، او چاپیریال ترپوښښ لاندی نیسی  چې د نورو خبري رسنیو لخوا ورته پام نه کیږي.

 د هند تر ولکی لاندی کشمیر څخه فهد شاه: د کشمیر والا د څیړنیز ویب سایټ رییس ده هغه په دوامداره توګه د پولیسو له لوری د تهدید په مقصد غوښتل شوی اوهمدارنګه تهدید شوی چی توضیحات ورکړي ، او هغه دې ته اړباسي چې د معلوماتو سرچینې افشا کړي، خو هغه په هر ډول شرایطو کی دا افشا کول رد کړی. او دی هم د فزیکی حملو ښکار شوی.

د هغه رسنۍ د کشمیر د ۸ اتو ملیونو اتباعو ته د معلوماتو ورکولو لپاره د تخلیقي میتودونو په کارولو سره د رسنیو د آزادۍ په دفاع کې مهم رول لوبولی ، دې حقیقت ته په پام سره چې دا اتباع د 2019 کال د اګست په میاشت کې د سیمې د خپلواکۍ له ختمیدو راهیسې له بهرنۍ نړۍ سره اړیکې نه لري.

– محمد مساعد: د ایران نامتو آزاده اقتصادي خبریال چی د جایزی ګټونکی هم ده، د روان کال فبرورۍ کې د سپاه پاسداران لخوا هغه مهال چې په خواله رسنیو یې د کوروناویرس ناروغۍ پروړاندې مبارزه لپاره د حکومت نه چمتوالی په خاطر پر حکومت انتقاد وکړ. احضار شوی.

هغه تر دې دمخه د ایران د اداري فساد په اړه د خپلې څیړنې لپاره په ایران کې د غوره اقتصادي خبریال په توګه د امین ال ضرب جایزه او همدارنګه د بیان د آزادۍ لپاره دویچه ویله جایزه ترلاسه کړه.

مساعد، وروسته له راخوشی شو، خو ورسره ټلیفون او لپ ټاپ یی ضبط شول او په ټویټر او ټلیګرام کی یی حسابونه هم وتړل شول. . هغه تیر کال څو ځله د یو ټویټ لپاره نیول شوی وو او نوم یې د  د آزادو رسنیو نړیوالی ټولنی لخوا د تاوتریخوالي لاندی خبریالانو لیست کې شامل شو.

د آثر جایزه د ترلاسه کولو نوماندان

– لا فویکس دی جیبوتی (ال وی دی) (جیبوتی) چی فعالیتونه یی په جیبوتی کی ودرول شول او اوس خپلی خپرونی له فرانسی څخه پر مخ وړی، او د خبریالانو او رضاکاره همکارانو له یوی شبکی سره چی په پټه کار کوی خبروته او معلومات وړاندی کوی .

دا شبکه په داسې یو هیواد کې د وړیا معلوماتو غړیو په څیر ده چیرې چې یوازې دولتي خبري رسنۍ چې د دولت په ګټه تبلیغاتو کې برخه اخلي د فعالیت کولو اجازه لري. د ډیری کمی بودیجې درلودو سره سره ، دې رسنۍ څو میاشتې دمخه د انټرنیټ تلویزیون جوړ کړ ، چې شهرت او اعتبار یې مخ په ډیریدو دی. د فواد یوسف علی د قضیې پوښښ ، د هوایی ځواک افسر چې د حکومت لخوا نیول شوی دا د دې رسنۍ د فعالیتونو یوه بیلګه ده چې واکمن حکومت یی اندیښمن کړ. دی پخوانۍ پیلوټ له تښتیدلو وروسته د جیبوټي پر ولسمشر اسماعیل عمر ګویله باندې د انتقاد کولو ویډیوګانې خپرې کړې. ال وی ډی تل د حکومتي چارواکو تر فشار لاندې وي ، مګر دا لاهم د بی پولی خبریالانو له لارې د ترلاسه کیدی وړدی.

فرانسوي ډیسکلوز: دا ځوانه څیړنیزه او مخابراتي رسنی ده ، چې عموما د ښواشخاصو او لوستونکو لخوا تمویل کیږي ، د خلکو لپاره د علاقې وړ مسلې، لکه د چاپیریال ، ټولنیزی، کرنې او خوراکي لټوي. د ډیسکلوز هدف د عامه مباحثې پیل کول دي او خلکو ته وسیلې چمتو کول دي ترڅو معلوماتو ته د دوی حق وکاروی او مخ پر وړاندی ګامونه پورته کړي. په 2020 کال کې، د ماشومانو د ناوړه ګټه اخیستونکو مجرمانو په اړه د دی رسنی افشاکونه د سپورت فدراسیون د رییس د استعفا لامل شو.

یو کال دمخه ، دی رسنی په یمن کې د فرانسوي جوړی شوو وسلو کارولو په اړه یو حیرانونکی راپور خپور کړ، چې حکومت یې دی ته اړ ایستل شو چې ملت ته یې په دی هکله معلومات ورکړی. او د ډیسکلوز رسنی دوه بنسټ ایښودونکو د ملي دفاع د محرمیت په اړه د جوړو شوو څیړنو د یوی برخې په توګه د فرانسې داخلي امنیت ادارې لخوا د پوښتنو ګر ویګنو لپاره وغوښتل شول. دا څیړنه آرشیف شوې دی.

– په افغانستان کې د راډیو میرمن راډیو: دا غږیزه رسنی چی په لومړي ځل یی په کندهار ولایت کې په افغانستان کې د ښځو د مقام د ودې په مقصد خپرونې پیل کړې. دا راډیو د 15 میرمنو لخوا پرمخ وړل کیږي ، د دی راډیو مقصد چی د ژورنالستانو، تولید کونکو او تخنیکي کارمندانو په شمول ورځني برنامې پر مخ وړی چې د جنډر په اړه د خلکو ذهنیت بدلول ، په عامه دفترونو او نورو ادارو کې د میرمنو انتخاب رواج کول ، او د جنډر پر بنسټ تاوتریخوالي روښانه کول دي. دا راډیو د میرمنو لپاره د ژورنالیزم روزنې کورسونه هم پرمخ وړي. دا راډیویی رسنۍ خپل فعالیتونه ته د طالبانو له ګواښونو ، د امنیتي ادارو اخطارونو او خبریالانو باندې د بریدونو سره سره دوام ورکوي.

– برازیل څخه سیسیلیا اولیفرا: هغه د عامه خوندیتوب، د مخدره توکو قاچاق او د برازیل ژورنال انټرسیپ لپاره د عامه سکتور په اړه څیړنیز مقاله لیکونکی ده. هغه د جرمي ډلو په وړاندې جګړه کې د نړیوالو سازمانونو چی په ریو ډي جنیرو کې د ځورونې لامل شوی دی د مالي ښکیلتیا په افشا کولو کې مهم رول لوبولی دی چې د ښکېلو هیوادونو په افشا کولو سره چی متحده ایالات ، روسیه ، چین ، بلجیم او ناټو د دې هیوادونو او سازمانونو څخه دي. هغه په فوګو کروزادو (د یوبل پر وړاندی جنګونو) کې هم ښکیل دی، کوم چې په روی او ریسیف کې د اسلحی څخه په ګټه اخیستنی د تاوتریخوالي څارنه کوي ، او د خلاصې سرچینې اډه پرمخ وړي چې د عامه خوندیتوب وده کې مرسته کوي.

هغه یو له با نفوذه خلکو څخه دی چې په هیواد کې خپلواک او متنوع ژورنالیزم ته وده ورکوي.

د خپلواکۍ جایزې ته نومول شوی نوماندان

– لینا اتلا د مصر څخه: د مصري انټرنیټی ورځپاڼې مادا له بنسټ ایښودونکی او رییسه ده ، په مصر کې له یو څو پاتې خپلواکه رسنیو څخه يوه ده.

هغه یو له هغو زړورو او مبارزه کوونکی ژورنالیستانو څخه ده کومه چې د حساسو مسایلو او همدارنګه د ځان سانسور پروړاندې یی کوي.

په داسې یو هیواد کې چیرته چې ډیری رسنۍ د ولسمشر نږدې کسانو پوری تړلی دی، هغه پوهیږي چې د خپلواکۍ لپاره باید یو قیمت ورکړل شي.

هغه د هغو تحقیقاتو لپاره څو ځله پوښتل شوی وه ، او د هغه د کار ځای په 2019 کال کې د مصر د ولسمشر عبد الفتاح السیسي د زوی په اړه د هغی دڅیړنیز راپور له خپریدو وروسته د پولیسو لخوا تر برید لاندې راغی.

په مصر کې دننه د مصر مادا ورځپاڼې ویب پاڼې ته لاسرسی د حکومتي چارواکو لخوا د دریو کلونو راهیسی بند دی. لینا اتلا په 2020 کال کې د ټایمزمجلی لخوا د 100 تر ټولو با نفوذه خلکو څخه یو وپیژندل شو.

پیټر اوج په مجارستان کې: یو آزاد خبریال او د 444 ویب پاڼې خبري مدیر دی. هغه په 1999 کې د خپلواک نیوز پورټلیک انډیکس تاسیس کړ، چیرې چې هغه د 11 کلونو لپاره د مدیر په توګه دنده ترسره کړه مګر ترڅو حکومت د هغې په مینځپانګه او د کارمندانو په ترکیب کی مداخله پیل کړه.

هغه د ارادې سړی او د 444 ویب پاڼې بنسټ ایښودونکی دی، په مجارستان کې د آزادو رسنیو لپاره د یو څو محدوده لارښوونکو څخه یوده. د مجارستان لومړي وزیر ویکتور شهبان هڅه وکړه د تیرې جولای په میاشت کې د دی وروستي خپلواکی رسنۍ د فعالیتونو مخه ونیسي.

د کمبودیا ژورنالیستانو ټولنه: د 2019 کال په دسمبر کې د کمبودیا ژورنالیستانو ټولنې (کامبو جی ای) په لاره اچولو یوه حیرانوونکې پیښه رامینځته کړه: د کمبودیا د لومړي وزیر هن سین په مشرۍ یوې ډلې چې له 30 کلونو راهیسې په واک کې دی، د ازادو رسنیو د له مینځه وړلو او د هیواد د رسنیو صنعت تر پښو لاندې کولو لپاره په تاوتریخوالی پیل وکړ.

پدې برخه کې ، د کمبودیا ژورنالیستانو ټولنې رامینځته کیدل د ژورنالیستانو لپاره اسانه تنفس کولو لپاره اکسیجن چمتو کولو په توګه پیژندل کیده. دا ټولنه د خپلواک خبري پلیټ فارم په توګه رامینځته شوی و، دا ټولنه د کمبودیا ژورنالیستانو ته یو پلیټ فارم چمتو کړ ترڅو خپل ځانونه تثبیت کړي، د رسنیو له آزادۍ څخه ناوړه ګټه اخیستنه منعکس کړي، او د څیړنیز ژورنالیزم او اخلاقي روزنې کورسونو په لاره اچولو کې مرسته وکړي. دا په هیواد کې د آزادو رسنیو وروستنی سنګر ده  او 100 غړي لري.

لا پرسانا نیکاراګوا: په کال 1962 کې د “حق او عدالت په خدمت کې” شعار لاندې رامینځته شوی او د نیکاراګوا تر ټولو لوی ورځپاڼه ده او دا د اورټاګا حکومت پروړاندې له هیڅ ډول نیوکې څخه ډډه نه کوي او اکثرا دا کرښه ګڼل کیږي. دې ورځپاڼی په تیرو دریو کلونو کې ډیری مالي ستونزې تجربه کړې.

لا پرسنا له تیرو 18 میاشتو راهیسې د ورځپاڼی د چاپیدو او نورو خامو موادو کمبود سره مخ شول، دوی دې ته اړشول ترڅو د ورځپاڼی د مخونوکموالی ته مخه کړي.

پدې وروستیو کې ، لا پرسنا د غیر قانوني جریمې هدف وو ترڅو د ډیری جریمې تادیه وکړي. د دی ورځپاڼی یو سرلیک چی لاپرسنا استبداد ترستونی نیسی په ۲۷ د جینوری خپور نه شو، د ورځپاڼې مشرتابه ویلي چې د ورځپاڼې خپرونه د بیروکراټیک سانسور له امله ځنډیدلې ده.

دوباره کوشش کنید

د خورشید ټلویزیون پر کارکوونکو د برید په تړاو د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مطبوعاتي اعلامیه

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د رهبرۍ پلاوی ، د خورشید …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *