قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
تازه خبرونه
کورپانه / خبرونه / د ښځینه خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالي د تیر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی موندلی

د ښځینه خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالي د تیر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی موندلی

کابل

د نوامبر ۲ / د ۱۳۹۹ د لړم ۱۲

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز راپور چې د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د بښلو د پای ته رسولو په نړیواله ورځ (د نوامبر ۲ ) خپور شو، ښيي چې د ښځینه خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالي د تیر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی موندلی.

د مرکز د موندنو پر بنسټ د ۲۰۲۰ میلادي کال له پیله ، په هیواد کې ۷۰ تنه خبریالان له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي ، چې له دې شمیر څخه ۱۳ تنه ښځینه خبریالانې دي او د دغه تاوتریخوالو عاملین یا تر سره کوونکي تر پلټنې لاندې دي ، چې د ښځینه خبریالانو په وړاندې دغه ټولو ګواښونو او له تاوتریخوالو ډکو اعمالو ، د ښځینه خبریالانو اندیښنې راپارولې او د دوی په وینا چې د ښځینه خبریالانو د اواز په وړاندې ګواښونه او تاوتریخوالی به ښځینه خبریالانې د امنیتي ، ځاني او کاري خوندیتوب له ستونزو سره مخامخ کړي.

دا شمیرې او ارقام چې په افغانستان کې د ښخینه خبریالانو د ملاتړ مرکز او د رسنیو او خبریالانو د ګډې کمیټې د پلټنې پایله ده ، ټینګار کوي چې د نا امنیو په ډیریدو او له مجازات څخه د معافیت  فرهنګ په دود کیدو سره به د ښځینه خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی نور هم ډیر شي.

د هغه راپور پر بنسټ چې مرکز د تیر کال د نوامبر په لومړۍ نیټه خپور کړی و، د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیله بیا د همدې کال د نوامبر تر میاشتې ، د خبریالانو په وړاندې ۶۵ پیښې ثبت شوې وې ، چې له دغه پیښو ۶ یې د ښځینه خبریالانو په وړاندې وې.

د کورنیو چارو وزارت د ښځینه خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د پلټنې کمیټې  مسوول نجیب الله مقصودي هم د دغه شمیرو د تایید تر څنګ وایي چې د دغه قضیو په هکله پلټنې روانې دي.

همداشان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې اجرائیوي مشر صدیق الله توحیدي په داسې حال کې چې د ښځینه خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی او ګواښونه د اندیښنې وړ بولي ، زیاتوي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې بیا د همدې کال د سپټمبر تر وروستیو ، د افغانستان خبریالۍ ټولنې څلور تنه شهیدان شوي او د ۷۰ تنو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې ثبت کړې دي.

بلخوا بیا په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشره فریده نیکزاد د ښځینه خبریالانو د امنیتي او کاري وضعیت د خرابیدو څخه د اندیښنې څرګندولو تر څنګ وایي چې ښځینه خبریالانې د دغه ټولو ستونزو په ګاللو سر بیره

د کرونا ویرس له خپریدو او پراخیدو هم خوندي نه دي. هغوی له زیاتو صحي او مالي خنډونو سره په مبارزې خپلو د خبریالۍ هڅو او کار ته دوام ورکوي.

د میرمن نیکزاد په وینا:” له بده مرغه په دې وروستیو کې یو شمیر ښځینه خبریالانې د ځینو افرادو او بنسټونو لخوا له جنسیتي توپیر او تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي ، چې دغه ټول عوامل بیا لاس په لاس د ښځینه خبریالانو مطبوعاتي پرمختګونه له ډول ډول خنډونو لکه ، روحي ، رواني او اقتصادي ستونزو سره مخامخ کوي او همداشان د تیرو دوو لسیزو د بیان ازادۍ لاسته راوړنو په وړاندې هم خنډ ګرځي.”

د نوامبر دوهمه د خبریالانو په وړاندې د جنایتونو تر سره کولو په وړاندې د معافیت له منځه وړلو نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې خبریالان په تیره بیا ښځینه خبریالانې لاهم له ګواښونو او ځینې وخت له تاوتریخوالي او ځورونې سره  

مخامخ کیږي.

خپلواکه فوټو ژورنالیسته طاهره رضایي چې دوه اوونۍ وړاندې یې کور د کابل پولیسو لخوا وپلټل شو، د ښځینه خبریالانو په وړاندې  له تاوتریخوالو ډک اعمال او ګواښونه د یوه عمده خنډ په توګه په ګوته کوي او وایي ، چې د ښځینه خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی د هغوی په زړونو کې د ویرې لامل ګرځي او کله چې دا تاوتریخوالی او ځورونه د هغه خبریالې په وړاندې چې په رسنۍ کې کار کوي په مستقیم ډول عملي کیږي، نو د هغې روحیه د اطلاع رسونې او خبریالۍ کار په وړاندې ضعیفه او اندیښمنه کوي.

هغې زیاته کړه:” وروسته له دې چې زه خپله له ګواښ او سپکاوي سره مخامخ شوم ، نارمل رواني حالت نلرم او د همدې ورځو په اوږدو کې مې ونشو کولی چې د خپلو رسنیزو کارونو تر سره کولو په خاطر له کور څخه بهر ووځم.”

هغې زیاته کړه چې دولت او د خبریالانو ملاتړي بنسټونه دې ښځینه خبریالانې د افغاني ټولنې متضرر قشر یا برخه وګڼي او د یوه ښاري په توګه یې دې ملاتړ وکړي او د دوی ځاني او کاري خوندیتوب دې تامین کړي.

همداشان د یک ټلویزیون ویانده تهمینه کامران هم د ښځینه خبریالانو سپکاوی د دوی د کار او فعالیت په وړاندې ستونزه ګڼي او وایي:” د شلو کلونو په تیریدو او  په هیواد کې د بنسټیزو بدلونونو په راتلو او مطبوعاتي پرمختګونو سربیره لا هم ښځینه خبریالانې د خپلو رسنیزو کارونو ، فعالیتونو او پرمختګونو پر دوام باور نه لري ، ځکه هره ورځ او هر کال تاوتریخوالی او ګواښونه زموږ خبریالانو په وړاندې له پخوا زیاتیږي.

بلخوا بیا په بلخ کې خبریاله محبوبه محمدي چې په دې وروستیو کې د راپور چمتو کولو په بهیر کې د یوه ديني عالم لخوا ورته سپکاوی شوی ، وایي:” موږ ښځینه خبریالانې چې سربیره پر امنیتي ، ټولنیزو او کورنیو ستونزو غواړو خپلو رسنیزو هڅو او کارونو ته ادامه ورکړو، د دولت او خبریالانو ملاتړو بنسټونو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو ملاتړو بنسټونو د ملاتړ غوښتونکي یو.”

په یوه خصوصي رسنۍ کې کار زده کوونکې  او د ژورنالیزم پوهنځي زده کړیاله زهره کریمي هم د خبریالانو په تیره بیا ښځينه خبریالانو په وړاندې د جرمونو  نه معافیت یوه فاجعه ګڼي او وایي:” زه چې لا تراوسه زده کړیاله او کار زده کوونکې یم خپلې راتلونکې او رسنیز فعالیت په خاطر خوندیتوب غواړم.” 

دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت ( د ۲۰۲۰ د سپټمبر ۲۸ ) د هیواد کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې بیان کړل چې د دوو لسیزو په لړ کې یې د ښځینه خبریالانو د وژلو په تړاو ( د آریانا ټلویزیون پخوانۍ خبریاله مینه منګل د وژلو په تور دوه تنه ونیول او څارنوالۍ ته یې  وسپارل ، د طلوع ټلویزیون چلوونکې شیما رضایي د وژلو په تور دوه تنه ، د ازادۍ راډیو خبریالې محرم درانۍ د وژلو په تور څلور تنه ، د صدای صلح راډیو د مسوولې ذکیه ذکي د وژلو په تور دوه تنه ، د شمشاد ټلویزیون ویاندې شکیبا څانګه اماج د وژلو په تور دوه تنه چې یو یې پلار او یو بل کس دی. همداشان  زینب میرزایي او مریم ابراهیمي د طلوع ټلویزیون کارکوونکې ، فریده د ولسي جرګې ټلویزیون کارکوونکې ، ماریا ګارسیا کوتولي د بهرنۍ ورځپاڼې کورپرا دلاسره خبریاله چې د انتحاري او وسلوالو بریدونو په ترڅ کې وژل شوې دي چې طالبان د دغه تاوتریخوالو مسوول دي.   

دوباره کوشش کنید

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز او د خبریالانو ملي اتحادیې لخوا (د سولې خبریالي) خبرې اترې تر سره شوې

کابل د ۱۳۹۹ د تلې ۱۶ مه / د ۲۰۲۰ د اکتوبر ۷ مه د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *