
کابل
۲۰ د اکتوبر/ ۲۹ د تلې ۱۳۹۹
په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د فعالیتونو د لړۍ پر دوام ، د سولې بهیر او په دغه بهیر کې د ښځینه خبریالانو د حق غوښتنې په خاطر، دا ځل د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي معین عبدالمنان شیوای شرق ، د میدان وردګو د غږ راډیو مدیر مسوول امان الله نصرت، د ماندګار ورځپاڼې مدیر مسوول نظري پریانې او د میدان وردګو خبریالې آسیه وردګ د مرکز د دغه بلنې په پای کې د لاسلیک پر کولو خپل ملاتړ څرګند کړ.
دا بلنه د ۱۳۹۹ هه ش د زمري ۳۰ چې د ۲۰۲۰ هه ق د آګسټ له ۲۰ مې نیټې سره برابره وه د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز لخوا جوړه او له رسنیو سره شریکه شوه.
په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز رهبرۍ پلاوي د سولې بهیر په دود کولو او له طالبانو سره تر سولې کولو وروسته ، د بیان ازادۍ او ښځینه خبریالانو د حقونو او د هغوی د ونډۍ د وضعیت په هکله د اندیښنې څرګندولو تر څنګ ، د دغه خبرو اترو له پایلو په هیله مندۍ ، په دغه بهیر کې له ښکیلو غاړو په تیره بیا د رسنیو له استازو چې په دغه ناسته کې یې ګډون کړی، غواړي چې د بیان ازادۍ له موقف او د خبریالانو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو له حقونو ملاتړ وکړي.