قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز او د خبریالانو ملي اتحادیې لخوا (د سولې خبریالي) خبرې اترې تر سره شوې

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز او د خبریالانو ملي اتحادیې لخوا (د سولې خبریالي) خبرې اترې تر سره شوې

کابل

د ۱۳۹۹ د تلې ۱۶ مه / د ۲۰۲۰ د اکتوبر ۷ مه

د سولې خبریالۍ خبرې اترې ، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز او د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې لخوا ( د سولې په بهیر کې د رسنیو ونډې) پر محور د ۱۳۹۹  لمریز کال د تلې په ۱۶ مه چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د اکتوبر له ۷ مې سره برابره وه ، په کابل کې تر سره شوې.

په دغه خبرو اترو کې چې دوې برخې ، ویناوې او ګردی میز په کې شامل و، د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي ، د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي معین عبدالمنان شیوای شرق ، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې فریدې نیکزاد، د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې مسوول فهیم دشتي ، د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ مرکز یا نی دفتر مسوول مجیب خلوتګر او همداشان له ۱۰۰ تنو څخه زیاتو د رسنیو مسوولانو ، د مرکز او ولایتونو د رسنیو د خبر مدیرانو، خبریالانو او یو شمیر بهرنیو میلمنو ګډون کړی و. 

په پیل کې د افغانستان خبریالانو د ملي اتحادیې مسوول فهیم دشتي د سولې خبریالۍ په ملي کنفرانس کې د رسنیو له مسوولانو اوخبریالانو وغوښتل چې د دولت تر څنګ د سولې له بهیره ملاتړ وکړي او په خپلو رسنیو کې له سوله ییزو تورو یا کلمو څخه په استفادې، په ټولنه کې سوله دود کړي. هغه زیاته کړه:” موږ خپل هم مسلکان مکلف ګڼو چې د دولت ، نړیوالو بنسټونو او حتا طالبانو ترڅنګ د دې هیواد د یوه ښاري په توګه خپل مسوولیت چې دقیقه ، سوله ییزه او صادقانه  راپور ورکونه ده ، ادا کړي.”  

ورپسې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې فریدې نیکزاد د سولې په دود کولو او ذهنیت جوړولو کې د مرکز د ونډې یادولو تر څنګ وویل چې د داسې خبرو اترو تر سره کول ، د سولې بهیر ته د خلکو د ذهنیتونو په جوړولو کې ګټور دي او اړتیا ده چې په راتلونکو پروګرامونو کې له ولایتونو څخه د زیات شمیر د رسنیو مسوولانو او خبریالانو د ګډون شرایط برابر کړي.

میرمن نیکزاد زیاته کړه:” اړتیا ده چې رسنۍ د مثبتو ګزارشونو او سوله ییزو تورو او انځورونو څخه په ګټې اخستنې مهمه ونډه ادا کړي او خلک د سولې له بهیر او بین الافغاني خبرو اترو لا زیات خبر کړي.”

بلخوا بیا د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي د سولې خبریالۍ په ملي خبرو اترو کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:” هیله من یم چې ژر تر ژره یوې عادلانه او تلپاتې سولې ته ورسیږو چې په هغې کې د رسنیو ځای ځایګی او ونډه خوندي پاتې شي.” هغه همداشان زیاته کړه چې رسنۍ د ټولنې له اغیزمنو ځواکونو څخه دي او باید د سولې په بهیر کې خپلو مخاطبانو ته  د مشخصو موخو او استازولۍ درلودونکې وي.

ښاغلي سعادتي زیاته کړه:” د رسنیو بنسټیزه استازولي خلکو ته پوهاوی ورکول دي تر څو نوي او دقیق خبرونه په ټاکلي وخت له ټولو سره شریک کړي.”

بلخوا بیا د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي معین عبدالمنان شیوای شرق په دغه پروګرام کې وویل، دا رسنۍ دي چې په ډاګه کوي چې خلک څه ډول سولې ته سترګې په لار دي. داسې سوله چې طالبان په ټولنه کې د ښځو رهبري ومني او په هیواد کې ټولنیز عدالت په کې شامل وي.

هغه زیاته کړه:” رسنۍ کولی شي د حاکم ځواک ماهیت یا اصلیت ته بدلون ورکړي. که وغواړو چې د خلکو واکمن حکومت دوام ومومي، باید رسنیو ته ارزښت ورکړو او د هغوی د فعالیت ملاتړ وکړو.”

د پروګرام په دوهمه برخه کې چې ګردی میز و، په دوحه کې د سولې په هکله د دواړو غاړو په ناسته کې د رسنیو د ونډې په هکله بحث وشو. د نی دفتر اجراییوي مسوول مجیب خلوتګر، د میدان وردګو سیمه ییزه خبریاله اسیه وردګ او د خبریالانو استازي احمد هنایش ، په غونډه کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل او تر څنګ یې په دوحه کې د سولې په بین الافغاني خبرو اترو کې د خبریالانو د کار او له دغه بهیر څخه د راپور ورکونې په خاطر یې په ګوته شوي وړاندیزونه وړاندې کړل چې په کې په دوحه کې د یوه دایمي خبریال شتون و، چې وکولی شي نورو کورنیو رسنیو ته د راپور ورکونې سرچینه وي. همداشان دوحې ته د خبریالانو د یوه ۳۰ کسیز ګروپ سفر و چې تصویب شو.

ښاغلي مجیب خلوتګر وویل، چې وروسته له دې نباید په دوحه کې د خبریالانو له شتون او نشتون څخه سلیقه یي چلند وشي او اړتیا ده چې افغان خبریالانو ته د دغه ناستې د تازه خبرونو د اطلاع رسونې سرچینه ، بهرنۍ او نړیوالې سرچینې نه بلکې په خپله د خبریالانو له خولې کورنیو رسنیو ته خبر رسونه وشي.   

د دغه خبرو اترو په جمع بندۍ کې د ګډون کوونکو لخوا وویل شول چې وروسته له دې د سولې خبرو اترو تر پای ته رسیدو، د دواړو غاړو ټول مسایل باید د پردې تر شا نه وي.

همداشان د پروان د برین راډیو خبریالې او د دغه خبرو اترو ګډون کوونکې شبنم صدف وویل، چې رسنۍ او خبریالان کولی شي د سوله ییزو تورو یا کلمو څخه په ګټې اخستنې ، د سولې ښیګڼې د خلکو منځ کې دود کړي.

همداشان د کلید راډیو خبریالې مقدس هاشمي وویل ، چې رسنۍ د عامه اذهانو په بدلون کې بنسټیزه ونډه لري او اړتیا ده چې د بیلابیلو تحلیلي خپرونو او د ټولنیزو مسایلو او سوله پالونکو کارپوهانو سره د مرکو له لارې په هیواد کې د سولې منلو ته د خلکو ذهنونه چمتو کړي.

دا ټولې خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې مخکې تر دې ، دې ته ورته پروګرامونه په کابل او له ۲۰ څخه زیاتو ولایتونو کې د ( ژورنالیزم صلح ) تر عنوان لاندې ، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز او د افغانستان خبریالانو د ملي اتحادیې لخوا جوړ شوي وو. همداشان څه وخت مخکې اوسني وضعیت  او د سولې رامنځ ته شوې فضا ته په کتو د دغه پروګرام چلوونکو یو کتاب د ( ژورنالیزم صلح) تر عنوان لاندې چاپ کړ او د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یې خبریالانو ته خپور کړ چې دا ځل خبرې اترې ( د سولې په بهیر کې د رسنیو ونډه) تر عنوان لاندې د تیرو پروګرامونو د لړۍ په دوام په ملي کچه جوړې شوې.

گزارش: محبوبه کریمي

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

د دوحې بین الافغاني ناستې پیل او د دغو خبرو اترو له پایلو د ښځینه خبریالانو اندیښنې

کابل د سپټمبر ۱۴ مه / د ۱۳۹۹ د وږي ۲۴ مه یو شمیر ښځینه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *