قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په دوحه کې د رسنیو له مسوولانو سره د جمهور رییس لیده کاته

په دوحه کې د رسنیو له مسوولانو سره د جمهور رییس لیده کاته

دوحه، قطر  

د اکتوبر ۶/ د ۱۳۹۹ د تلې ۱۶

د هیواد جمهور رییس د رسنیو له مسوولانو سره په قطر کې د لیدنې تر څنګ د قطر د سولې  په خبرو اترو کې د رسنیو په وسیله د سولې ادبیاتو په دود کولو ټینګار وکړ.  

 جمهور رییس چې د یوه حکومتي لوړ پوړي پلاوي او په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې میرمن فریده نیکزاد او نورو رسنیو د مشرانو په ګډون د ۱۳۹۹ د تلې په ۱۴ د ۲۰۲۰ د اکتوبر په ۵ مه، قطر ته تللی و، د سفر په ترڅ کې یې د رسنیو له مشرانو سره  د لیدنې پر مهال د نظر تبادله وکړه.

د سفر په دوهمه ورځ جمهور رییس محمد اشرف غني د رسنیو له مسوولانو سره د سولې پر بهیر، د افغانستان راتلونکې او جګړې پر پای ته رسیدو خبرې وکړې او زیاته یې کړه ، اړینه ده چې د سولې پر ټولو اړخونو بحث وشي.

جمهور رییس په دغه ناسته کې څرګنده کړه چې رسنۍ د سولې په دود کولو او د عامه ذهنونو په جوړولو کې اړینه ونډه لري. له همدې کبله باید د هیواد رسنۍ د دغه بهیر پر مثبتو اړخونو ټینګار وکړي او خلکو ته دې سولې ته د رسیدو په هکله عامه پوهاوی ورکړي.

همداشان جمهور رییس د رسنیو له مسوولانو سره په خبرو کې وویل چې رسنۍ لاهم په دغه بهیر بې باوره دي ، په داسې حال کې چې د سولې بهیر وخت نیسي او اړتیا ده چې رسنۍ په ډیر زغم اطلاع رسونه وکړي تر څو دغه بهیر له ځنډ سره مخامخ نشي.

بلخوا بیا د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح چې په دغه ناسته کې یې شتون درلود وویل، چې د حکومت سره کرښه جمهوریت او د هغه ټول ارزښتونه لکه د ښځو حقوق، د بیان آزادي ، د بشر حقونه او په افغانستان کې د دوو لسیزو لاسته راوړنې دي.

همداشان په دې ناسته کې د حکومت مرکچي پلاوي ټینګار وکړ چې دا بهیر به وخت ته اړتیا ولري څو د سولې په هکله جوړ جاړی وروستی شي.

د مرکچي پلاوي غړې میرمن حبیبې سرابي وویل چې د دغه بهیر په هکله د رسنیو په وسیله اطلاع رسونه ډیره اغیزمنه ده ، ځکه خلک پر رسنیو ډیر باور لري، نو اړینه ده چې رسنۍ د دغه بهیر په هکله مثبته خبر رسونه ولري.

همداشان د مرکچي پلاوي بلې غړې میرمن فوزیې کوفي د سولې تر راتګ او له طالبانو سره د ګډ حکومت تر راتګ وروسته د ښځینه خبریالانو د ځای ځایګي په هکله د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د پوښتنې په ځواب کې وویل ، چې د ښځینه خبریالانو حقوق هم لکه د افغانستان د نورو وګړو حقوق مهم دي او باید د بیان آزادۍ تر څنګ یې په کلکه ملاتړ وشي.

په دغه ناسته کې چې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې فریدې نیکزاد هم ګډون کړی و، په رسنیو کې یې د سولې ادبیاتو او نرمو سوله ییزو کلمو پر دود کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا چاره د سولې او یو بل منلو پر دود کولو اغیز لري. د مرکز د مشرې دا نظر د ګډون کوونکو او جمهور رییس د تائید وړ وګرځید.

د دې تر څنګ د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، د خبرو اترو له پیل څخه د یوې مطبوعاتي وینا په خپرولو چې د ۲۰۱۹ میلادي د جنورۍ په ۱۹ او د ۱۳۹۷ د مرغومي په ۲۴ یې  خپره کړه ، خپل ملاتړ له دغه خبرو اترو اعلان کړ، خو د سولې په خبرو اترو کې یې  د ښځینه خبریالانو اندیښنې ، د دموکراسۍ ارزښتونو په ځنګړې توګه د رسنیو او بیان ازادۍ ، د خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو ، امنیت او خوندیتوب  ته د نه پاملرنې پر بنسټ په ډاګه کړې.

د مرکز له دغه کمپاین څخه د ۶۰۰ تنو په شاوخواکې خبریالانو او د مدني ټولنې غړو د وینا په پای کې په لاسلیک خپل ملاتړ اعلان کړ.

همدا شان مرکز، “د ښځینه خبریالانو د وضعیت د شننې ، پلټنې او د سولې په بهیر کې د دوی د ځای ځایګي” تر عنوان لاندې د یوه ورځني کنفرانس تر جوړيدو وروسته یوه بلنه جوړه کړه ، چې په کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز ، د افغانستان له حکومت ، نړیوالې ټولنې او دخیلو هیوادونو په تیره بیا د امریکا متحده ایالاتونو څخه د فوري اوربند تر څنګ  له دواړو غاړو غواړي چې:

–  په بین الافغاني خبرو اترو کې د ښځینه خبریالانو د امنیت او خوندیتوب تضمین او د بیان او رسنیو له ازادۍ څخه ملاتړ

–  د سولې خبرې اترې باید څرګندې او رسنیزې تر سره شي تر څو اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي حق سلب نشي.

ـ  د سولې خبرو اترو په ټولو پړاوونو کې هغو اختصاصي رسنیو ته چې د ښځو لپاره خپرونې لري، د ویزې ورکړه.  

   ـ د سولې خبرو اترو د پلاوي په جوړښت یا ترکیب کې د رسنیزې ټولنې په تیره بیا د ښځینه خبریالانو د استازي شاملول.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز ” گفتگو های اخیر صلح یا د سولې وروستۍ خبرې اترې” او ” په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې د تبعیض او ځورونې له منځه وړلو” د کمپاین په جوړولو، په دې باور دی چې د افغانانو تر منځ جوړ جاړی او مصلحت به په راتلونکي کې د نړیوالو ژمنو په چوکاټ کې بشري حقوق رعایت او د ښځینه خبریالانو حقوق او خوندیتوب به تضمین کړي.

همداشان مرکز هیله من دی چې په هیواد کې د تلپاتې سولې د راتګ لپاره د افغانانو له ناستې وروسته به ، د بیان ازادي د وروستیو دوو لسیزو د مهمې لاسته راوړنې په توګه وساتل شي او د خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو ږغ به چوپ نشي.

ګزارش : فریده نیکزاد

تصحیح : په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، له دوحې څخه د خبریالانو اجباري راستنول ، اطلاعاتو ته د لاسرسي او بیان ازادۍ پر شویو ژمنو نه دریدل ګڼي

کابل ۱۷ سپتمبر/ ۲۷ سنبله ۱۳۹۹ په دوحه کې د افغانانو خپل منځي خبرو اترو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *