قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرپانه / د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، له دوحې څخه د خبریالانو اجباري راستنول ، اطلاعاتو ته د لاسرسي او بیان ازادۍ پر شویو ژمنو نه دریدل ګڼي

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، له دوحې څخه د خبریالانو اجباري راستنول ، اطلاعاتو ته د لاسرسي او بیان ازادۍ پر شویو ژمنو نه دریدل ګڼي

کابل

۱۷ سپتمبر/ ۲۷ سنبله ۱۳۹۹

په دوحه کې د افغانانو خپل منځي خبرو اترو بهیر د خبري پوښښ په پار شاوخوا ۳۰ تنو خبریالانو ګډون کړی و ، چې له بده مرغه د درې تنو ښځینه خبریالانو په ګډون زیات شمیر یې وروسته له دوو ، ورځو په جبري توګه بیرته افغانستان ته راستانه کړل شول ، چې دا کار د افغانستان حکومت او د سولې وزارت په وړاندې د خبریالانو د نیوکو سبب شو.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د مشرتابه پلاوی د بین الافغاني سولې په خاطر ، د حکومت او طالبانو تر منځ ناسته چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي په ۲۲ او د ۲۰۲۰ میلادي کال د سپټمبر په ۱۲ په دوحه کې پیل شوه ، په هیواد کې د سولې راتګ ته یو مثبت او ګټور بهیر په ګوته کوي ، خو په دغه ناسته کې د خبریالانو نشتون ، اطلاعاتو ته د لاسرسي او بیان ازادۍ د قانون تر پښو لاندې کول ګڼي.

لکه څنګه چې د بیان ازادي ، اطلاعاتو ته لاسرسی او د اطلاعاتو خپرول ، د افغانستان د خلکو په تیره بیا خبریالانو نه انکار کوونکی حق دی او په اساسي قانون او  نړیوال کنواسیون پورې اړوند نورو قوانینو کې یې ځای ځایګی تضمین شوی ، نو دا حق باید په ټولو قوانینو او هغو اجرااتو کې چې د حکومت او د سولې خبرو اترو  نورو ګډون کوونکو خواوو څخه تر سره کیږي ، ورته درناوی او ملاتړ یې وشي.

د افغانستان اساسي قانون ، د بیان ازادي په مطلق او پرته له قید او شرطه منلې ده ، همداشان د بشر حقونو نړیوالې اعلامیې په ۱۹ مه ماده کې د بیان ازادۍ او عقیدې ټینګار کړی ، له همدې کبله هیڅوک یې د نقض یا تر پښو لاندې کولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي او بیان ازادۍ په وړاندې د خنډ رامنځ ته کولو حق نلري.

د ګډون کوونکو خبریالانو په وینا ، چې دوی ته ویل شوي وو، تر څو د افغانستان او قطر حکومتونو تر منځ د تر سره شوې ژمنې پر بنسټ ، چې په کې  لومړۍ د کرونا ویروس ګواښ او همداشان  په خبري پوښښ کې د محدودیت پریکړه شوې وه ، ځکه خو ټول خبریالان د غونډې د پرانستې په مراسمو کې له ګدون څخه پرته ،  نشي کولی په ټولو ناستو کې ګډون وکړي.

د ۳ تنه ښځینه خبریالانو په ګډون ۲۰ تنه خبریالان وروسته د پرانیستې له مراسمو بیرته کابل ته راستانه شول . اوس هلته د یوې ښځینه خبریالې  په ګډون یوازې ۶ تنه خبریالان په دوحه کې هغه هم لرې له هغه تالاره چې هلته خبرې اترې روانې دي شتون لري.

مرکز خپله اندیښنه ، په دوحه کې د دواړو خواوو تر منځ د  خبرو اترو له خبري پوښښ څخه د خبریالانو په تیره بیا ښځينه خبریالانو نشتون څخه چې خبریدل یې  د ټولو افغانانو حق دی ، څرګنده کړې او له افغانستان او قطر څخه غواړي چې د هیواد برخلیک ټاکلو د دغه ملي او تاریخي ناستې د خبري پوښښ او خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو د حضور په خاطر زمینه برابره کړي. همداشان د افغانستان رسنیو او سولې وزارت څخه غوښتنه کوي ، چې د خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو لپاره د دغه ناستې تر ختمیدو د ویزې اخستلو شرایط هم برابر کړي.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشره میرمن فریده  نیکزاد هم د حکومت ، په تیره بیا سولې وزارت په دغه کړنه نیوکه کوي او وایي:” د سولې له خبرو اترو د خبریالانو لریوالی ، په څرګنده توګه اطلاعاتو ته د لاسرسي او بیان ازادۍ قانون نقض او تر پښو لاندې کول دي.” میرمن نیکزاد همداشان د سولي وزارت او د مصالحې عالي شورا په دې برخه کې په نه پاملرنې تورنوي او وايي، چې دغه دوه بنسټونو مخکې له دې ناستې، د ناستې خبري پوښښ لپاره کوم منظم میکانیزم او تګ لاره ، چې باید یې چمتو کړې وای ، نه وه چمتو کړې.

د میرمن نیکزاد په وینا هر ډول محدودیت او خنډ د افغانستان د قوانینو خلاف دی او د افغانستان حکومت چې ځان د رسنیو ، بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي ملاتړی بولي، باید ژر تر ژره د قطر حکومت سره په  همغږۍ دا ستونزه حل کړي. پرته له دې به پټې او د پردې تر شاه خبرې اترې  د دغه ناستې اعتبار او باور په کلکه تر پوښتنې لاندې راولي او زیان من به یې کړي. ځکه خو باید ژر تر ژره دوحې ته د خبریالانو د سفر هلې ځلې ګړندۍ شي .

دا په داسې حال کې دي چې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، د خبرو اترو له پیل څخه د یوې مطبوعاتي وینا په خپرولو چې د ۲۰۱۹ میلادي د جنورۍ په ۱۹ او د ۱۳۹۷ د مرغومي په ۲۴ یې  خپره کړه ، خپل ملاتړ له دغه خبرو اترو اعلان کړ، خو د سولې په خبرو اترو کې یې  د ښځینه خبریالانو اندیښنې ، د دموکراسۍ ارزښتونو په تیره بیا د رسنیو او بیان ازادۍ ، د خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو ، امنیت او خوندیتوب  ته د نه پاملرنې پر بنسټ په ډاګه کړې.

دوباره کوشش کنید

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز بلنه

دا بلنه ”د ښځینه خبریالانو د وضعیت د شننې ، پلټنې او د سولې  په …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *