قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د دوحې بین الافغاني ناستې پیل او د دغو خبرو اترو له پایلو د ښځینه خبریالانو اندیښنې

د دوحې بین الافغاني ناستې پیل او د دغو خبرو اترو له پایلو د ښځینه خبریالانو اندیښنې

کابل

د سپټمبر ۱۴ مه / د ۱۳۹۹ د وږي ۲۴ مه

یو شمیر ښځینه خبریالانې له بین الافغاني خبرو اترو څخه د هیله مندۍ څرګندولو تر څنګ اندیښمنې دي او له مذاکره کوونکي پلاوي او اړوندو هیوادونو څخه غواړي ، چې د بیان ازادۍ له ځای ځایګي او د خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو له حقونو څخه په دغه خبرو اترو کې ملاتړ وکړي او د نوي حکومت په راتګ دې د ښځو دوو لسیزو لاسته راوړنې په هره برخه په خاٌصه توګه د اطلاع رسونې په برخه کې له پامه ونه غورځوي.

بالاخره دا دي بین الافغاني خبرې اترې وروسته له درې میاشتې ځنډ د ۱۳۹۹ د وږي په ۲۲ مه چې د ۲۰۲۰ د سپټمبر له ۱۲ مې نیټې سره برابره ده ، د دوحې په قطر کې پیل شوې .

د سولې دا ناسته له افغانستان څخه د ۲۱ کسیز پلاوي ، چې مشري یې  د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله کوي ، حکومتي استازو، مدني ټولنې استازو، ښځو، سیاسي او ټولنیزو څیرو او خبریالانو په ګډون پیل شوه. نن د غونډې له پیل څخه د دریو ورځو په تیریدو، لا هم په رسنیو کې د ښځو د ونډې په هکله په رسمي توګه بحث او خبرې نه دي شوې.

د بانو ټلویزیون خبریاله عاطفه محمدي وایي، هغه سوله چې د بیان ازادۍ خنډ شي د منلو وړ نه ده. هغې زیاته کړه:” له حکومت او طالبانو غواړو چې سولې ته د رسیدو ، جوړ جاړي او نوي حکومت رامنځ ته کیدو په صورت کې دې ، د ښځینه خبریالانو ټولنیز او وظیفوي ځای ځایګی محدود نشي.”

همداشان د کاردان پوهنتون د ژورنالیزم د دوهم ټولګي زده کړیاله او په یوه خصوصي ټلویزیون کې زده کړیاله زحل کریمي هم د طالبانو د تیر حکومت له کړنو اندیښنه څرګندوي او وایي، چې دا د یوه ارامه افغانستان په هیله چې په کې پر ښځو هیڅ ډول بندیزونه شتون ونه لري زده کړه او خبریالي کوي.

میرمن کریمي وویل:” موږ هیله من یو چې د سولې په راتګ سره د ښځینه خبریالانو حقوق او مسلک له یاده ونه ایستل شي او د سولې او امن  په راتګ زموږ خبریالانو مسلک ته زیاته پاملرنه وشي.”

په زابل کې د سیمه ییزې (ناز) راډیو خبریاله ګلالۍ ، په اطلاع او خبر رسونه کې  د ښځینه خبریالانو پر ځواکمنتیا باور لري او وایي، چې ښځینه خبریالانې به وروسته له دې هیڅ ډول محرومیت او تاوتریخوالی ونه زغمي.

میرمن ګلالۍ وویل:” زه هم په ډیرو ستونزمنو شرایطو کې خبریالي کوم او هیله لرم چې د سولې په راتګ زما کار او فعالیت ته نه یوازې خنډ شتون ونه لري بلکې تر نن هم ښه شرایط راته برابر شي ، څو وکولی شم زابل کې نورې نجونې هم د خبریالۍ کار ته وهڅوم.”

یو شمیر نورې خبریالانې بیا د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنې د خبریالانو په تیره بیا اتلو ښځینه خبریالانو د شپه او ورځ سرښندنو او مبارزو  پایله ګڼي او زیاتوي، چې د بې عدالتۍ په وړاندې د دوی سنګر اطلاع رسونه او وسله یې قلم دی.

په تخار کې خپلواکه خبریاله ملیلا چې په څو غږیزو او تصویري رسنیو کې همکاري لري، وایي هغه سوله چې پرته د ښځو له حضور یا شتون څخه رامنځ ته کیږي تلپاتې او د منلو وړ نه ده.

همداشان په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې اجرائیوي رییس صدیق الله توحیدي، په بین الافغاني خبرو اترو کې د خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو د استازې چې په غونډه کې د ښځینه خبریالانو استازیتوب وکړي له نشتون څخه اندیښنه حرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د رسنیو له ډلې هیڅ یو استازی د مذاکره کوونکي پلاوي په جوړښت کې شامل نه دی ، یوازې هغه خبریالان چې د غونډې د خبري پوښښ لپاره هلته تللي ، حضور لري.

ښاغلی توحیدي وایي:” مذاکره کوونکي پلاوي د هغه ژمنې له مخې چې د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو سره یې په کابل کې کړې ، وعده کړې چې په خبرو اترو کې به د خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو د ځای ځایګي او حقونو په هکله له طالب پلاوي سره بحث کوي.

د یادولو ده ، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د ( سولې وروستیو خبرو اترو)  پر بنسټ یو کمپاین په لاره اچولی و، مرکز په دې اند دی چې د افغانانو مصلحتونه او جوړ جاړی به وکولی شي د نړیوالو ژمنو په چوکاټ او د بشر حقونو په پام کې نیولو سره ، د ښځینه خبریالانو امنیت او حقونه په راتلونکې کې خوندي او په هیواد کې  د تلپاتې سولې راوستو په خاطر د افغانانو تر منځ له ناستو وروسته ، د بیان آزادي د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنې په توګه محدوده نشي او د خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو ږغ باید چوپ یا غلی نشي.

گزارش: محبوبه کریمي

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز



۱۴ سپتامبر/۲۴ سنبله ۱۳۹۹

تعدادی از خبرنگاران زن ضمن ابراز امیدواری در خصوص گفتگوهای صلح، از نتایج مذاکرات بین‌الافغانی نگران نیز هستند. آنان از هیات مذاکره کننده و کشورهای دخیل در این پروسه می‌خواهند تا از جایگاه آزادی بیان و حقوق خبرنگاران به خصوص خبرنگاران زن در این گفتمان، حمایت نموده و با برقراری حکومت جدید، دستآوردهای دو دهه زنان در همه بخش‌ها به خصوص در عرصه اطلاع‌رسانی را نادیده نگیرند.

سرانجام مذاکرات میان افغانی، پس از سه ماه تاخیر، شنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ مطابق ۱۲ سپتامبر ۲۰۲۰ در دوحه قطر آغاز گردید. این نشست با اشتراک هیات ۲۱ نفری از افغانستان به رهبری عبدالله عبدالله رییس شورای عالی مصالحه، نمایندگان حکومتی، جامعه مدنی، زنان، چهره‌های سیاسی و اجتماعی و خبرنگاران آغاز شد. امروز که سومین روز این نشست است تا هنوز هم در رابطه به نقش زنان در رسانه‌ها، بحثی به شکل رسمی صورت نگرفته است.

عاطفه محمدی خبرنگار تلویزیون بانو می‌گوید، صلحی که مانع آزادی بیان شود، پذیرفتنی نیست. وی بیان داشت:« از حکومت و طالبان در این نشست می‌خواهیم که هنگام دست یافتن به توافق صلح و ایجاد حکومت جدید، جایگاه اجتماعی و وظیفوی خبرنگاران زن نباید محدود شود».

همچنان زحل کریمی محصل سال دوم پوهنحًي ژورنالیزم  پوهنتون کاردان و کارآموز در یکی از تلویزیون‌های خصوصی از کارکرد طالبان در دوران حکومت گذشته شان ابراز نگرانی نموده، گفت که وی به امید یک افغانستان مرفع و عاری از محدودیت بالای زنان، درس می‌خواند و خبرنگاری می‌کند.

خانم کریمی، گفت:« ما توقع داریم تا با آمدن صلح، حقوق و مسلک ما خبرنگاران زن به باد فراموشی سپرده نشده و با برقراری فضای امن و صلح به مسلک ما اهمیت بیشتر داده شود».

در این حال گلالی خبرنگار محلی رادیو« ناز» در ولایت زابل که بر توانایی خبرنگاران زن در عرصه روزنامه‌نگاری و اطلاع‌رسانی باورمند می‌باشد، می‌گوید خبرنگاران زن از این پس هیچ نوع خشونت و محرومیت را تحمل نخواهند کرد.

خانم گلالی، گفت:« من هم اکنون در شرایط خیلی دشوار و ناامن خبرنگاری می‌کنم و توقع دارم با برقراری صلح دیگر مانعی برای کار و فعالیت بهترتر از امروز من وجود نداشته باشد تا بتوانم دیگر دختران را نیز در سطح زابل تشویق به انجام کار روزنامه‌نگاری نمایم».

تعدادی دیگری از این روزنامه‌نگاران زن دستآوردهای دودهه آزادی بیان را محصول قربانی و زحمات شبانه روزی ژورنالیستان به خصوص زنان قهرمان رسانه‌ای دانسته می‌گویند که سنگر مبارزه آنان در برابر بی‌عدالتی، اطلاع‌رسانی و سلاح شان قلم است.

ملیلا، خبرنگار آزاد در ولایت تخار که در چند رسانه تصویری و  شنیداری همکاری دارد، گفت صلحی که بدون حضور زنان به میان آید، پایدار نیست و برای زنان خبرنگار پذیرفتنی نخواهد بود.  

در این حال صدیق‌الله توحیدی، مسوول اجراییوی کمیته مصوونیت خبرنگاران افغانستان از عدم حضور نماینده رسانه‌های افغانستان به خصوص خانمی که نمایندگی از خبرنگاران زن را در نشست میان افغانی دوحه داشته باشد، ابراز نگرانی نموده؛ افزود هیچ نماینده‌ای از جمع رسانه‌ها در جمع هیات مذاکره‌کننده شامل نمی‌باشد، صرف خبرنگارانی که به نمایندگی از رسانه‌های شان اشتراک نموده‌اند، جهت پوشش خبری در آنجا حضور به هم یافته اند.

او می‌گوید:« هیات مذاکره کننده طی تعهدی که با نهادهای حامی خبرنگاران در کابل نموده‌اند، وعده سپردند که در مذاکرات بین‌الافغانی در مورد موقف و حقوق خبرنگاران به خصوص خبرنگاران زن با طالبان بحث خواهند کرد.  

قابل ذکر است که مرکز حمایت از زنان ژورنالیست در افغانستان همچنان با راه اندازی کمپاینی مبنی بر« گفتگوهای اخیر صلح » به این باور است که توافق و مصلحت‌های افغانان بین خود شان بتواند در چوکات تعهدات بین‌المللی و رعایت حقوق بشری، حقوق و امنیت روزنامه نگاران زن را در آینده تضمین نموده و بعد از نشست میان افغانان برای آوردن صلح دایمی در کشور، آزادی بیان به عنوان مهم‌ترین دستآورد دو دهه اخیر محدود نگردیده و صدای خبرنگاران به خصوص روزنامه‌نگاران زن نباید خاموش گردد.

گزارش: محبوبه کریمی

تصحیح: مرکز حمایت از زنان ژورنالیست در افغانستان

دوباره کوشش کنید

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، له دوحې څخه د خبریالانو اجباري راستنول ، اطلاعاتو ته د لاسرسي او بیان ازادۍ پر شویو ژمنو نه دریدل ګڼي

کابل ۱۷ سپتمبر/ ۲۷ سنبله ۱۳۹۹ په دوحه کې د افغانانو خپل منځي خبرو اترو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *