قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په فراه کې د ښځینه خبریالانو ۳۱ سلنه زیاتوالی

په فراه کې د ښځینه خبریالانو ۳۱ سلنه زیاتوالی

فراه

د شپټمبر ۵ مه / د ۱۳۹۹ د وږي ۱۵

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز موندنې ښیې ، چې رسنیزو چارو ته د ښځو د لیوالتیا له کبله د فراه په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور ۳۱ سلنه زیات شوی دی.

دغه مرکز د خپل موجودیت په دریېمه کلیزه( ۲۰۲۰ کال د مارچ ۸ مه) کې د ښځینه خبریالانو نوي آمار یا شمیره خپره کړه، د دغه شمیرې پر بنسټ  د فراه په رسنیو کې ۱۳ تنو ښځینه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو فعالیت درلود، خو د مرکز د اوسنیو موندنو پر بنسټ د مارچ نه راپدیخوا ۶ تنه نورې ښځینه خبریالانې د دغه ولایت په رسنیو کې زیاتې شوې.

په دغه ولایت کې سربیره پر ډیری ستونزو لکه: ناوړه ټولنیز دود دستورونه ، د ښځو خلاف نارینه سالاره لیدلوری، د زده کړې پروګرامونو نشتون، کم امتیاز او د کورنیو نه ملاتړ سربیره بیا هم ښځې په رسنیو کې د کار کولو لیوالتیا لري.

د فراه یو شمیر خبریالانې وایي، چې پر شته ستونزو په تیره بیا په ټولنه کې د ناوړه دود دستورونو شتون ‎سر بیره بیا هم په رسنیو کې کار کولو ته لیواله دي.

فرزانه سعادت ، چې د دغه ولایت په یوه رسنۍ کې یې نوې دنده پیل کړې وایي:” ښځینه خبریالانې له زیاتو ستونزو لکه ناامني ، د ټولنې سنتي والی ، تبعیض ، د ښځو پر کار نه باور او داسې نورو سره لاس او ګریوان دي، خو ما بیا هم په دغه پیچلې لار، ژمنه کړې چې د خلکو خدمت به کوم او غواړم له دې لارې خپلو هیوادوالو په تیره بیا فراهي ښځو ته خدمت وکړم او د ټولنې د نیمې برخې ږغ یا آواز اوسم.”

میرمن سعادت زیاتوي ، چې تر اوسه حکومت د فراه په رسنیو کې د کارکوونکو ښځو د هڅولو یا تشویق په خاطر هیڅ ګام نه دی اوچت کړی. هغه وایي:” په داسې حال کې چې دلته ښځې مسلکي زده کړو او د دوی کار ته په پاملرنې تشویق او هڅونې ته اړتیا لري ، خو تر اوسه په دې هکله هیچا او هیڅ اړوندې مسوولې ادارې د دوی لاسنیوی نه دی کړی.”

فرزانه سعادت له حکومت او د خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو څخه د ملاتړو بنسټونو غواړي چې د دوی د هڅونې په خاطر لنډمهالي تشویقي پروګرامونه جوړ کړي ، څو دوی وکړی شي په مسلکي توګه اطلاع رسونه وکړي او د خلکو او مقاماتو تر منځ د اړیکو وسیله وي.

بلخوا بیا یو شمیر ښځینه خبریالانې په دغه ولایت کې د زده کړه ییزو پروګرامونو له شتون څخه ګیله لري او وایي چې ښځینه خبریالانې دلته وړتیا لوړولو ته اړتیا لري، خو دوی ته د مسلکي زده کړو او شغلي فرصتونو زمینه نه ده برابره. د دغه خبریالانو په وینا، هیڅ یو بنسټ له دوی څخه ملاتړ نه کوي او تر اوسه د دوی د مسلکي ظرفیت لوړولو په برخه کې کوم عملي ګام نه دی اوچت شوی. 

هغوی وایي، چې د هغه ټولنیز مسوولیت له کبله چې خبریالان یې لري، معمولا خبریالان باید لوړې زده کړې ولري.

شبنم سلطاني سیمه ییزې خبریالې هم خپل فعالیت په یوه رسنۍ کې پیل کړی او له خبریالۍ سره ډیره مینه لري ، هغه وایي:” زه زیاته لیوالتیا له رسنیز کار سره لرم، خو له بده مرغه له دې نه چې مسلکي خبریاله نه یم، نشم کولی دا دنده په مسلکي توګه مخ ته یوسم ، ځکه دې ولایت کې ښځې رسنیزو کارونو ته لږ لاسرسی پیدا کوي. زه هم د خبریالې په توګه منل شوې یم.”

د میرمن سلطاني په وینا، هغه ستونزه چې ښځینه خبریالانې ورسره لاس او ګریوان دي ، د خبریالۍ په چارو کې د تخصص نشتون دی. هغه وایي:” له دې نه چې موږ مسلکي نه یو، نو د خبریالۍ کار راته ستونزمن دی.”

میرمن سلطاني د خبریالانو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو له ملاتړو بنسټونو غواړي، چې دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او د دوی د مسلکي وړتیا لوړولو په خاطر د زده کړې پروګرامونه جوړ کړي.

همداشان د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس فاضل فیاض ، رسنیزو کارونو ته د ښځو لیوالتیا له کبله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل:” د خلکو منځ کې د شته بې ځایه دود دستورونو سربیره بیا هم نجونې او ښځې دغه ټولو خنډونو ته په نه پاملرنې ، رسنیزو چارو ته په پوره لیوالتیا مخه کوي.”

ښاغلی فیاض د خبریالانو له ملاتړ بنسټونو غواړي، چې شته امکاناتو ته په کتو دې ، ښځینه خبریالانو ته د وړتیا لوړولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي او دوی سره دې په مسلکي راپور ورکولو کې مرسته وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي، چې د بیلابیلو دلیلونو سربیره په دوو وروستیو کلونو کې په فراه کې زیات شمیر ښځینه خبریالانو له رسنیو لرې والی غوره کړی او نورو ټولنیزو چارو ته یې مخه کړې وه.

گزارش: پریسا زماني

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

د دوحې بین الافغاني ناستې پیل او د دغو خبرو اترو له پایلو د ښځینه خبریالانو اندیښنې

کابل د سپټمبر ۱۴ مه / د ۱۳۹۹ د وږي ۲۴ مه یو شمیر ښځینه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *