قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / د ښځینه خبریالانو پېژندنه / زهره یوسف:موږ باید زده کړو چې څه ډول ښکلې او غښتلې خبرې وکړو

زهره یوسف:موږ باید زده کړو چې څه ډول ښکلې او غښتلې خبرې وکړو

اول سپتمبر/ ۱۱ سنبله ۱۳۹۹

میرمن زهره یوسف ، چې په ۱۳۳۷ لمریز کال په کابل کې زیږیدلې ده، د هیواد د وخت تکړه او خوږ ژبې ویانده ده. هغه چې په ۱۸ کلنۍ کې د افغانستان د غوره نجلۍ په توګه هم وټاکل شوه ، په کم وخت کې د کابل د فرهنګیانو او هنر فنکارانو منځ کې نوموتې شوه او خپله دنده یې د افغانستان په راډیو او ټلویزیون کې څلویښت کاله مخکې پیل کړه. دا بریالۍ او د ښکلي ږغ لرونکې ویانده ، په تفریحي او ټولنیزو خپرونو کې په ګډون ، د کابل ښاریانو منځ کې په ویاړلې او مشهوره څیرې بدله شوه.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، د افغانستان راډیو ټلویزیون له دغې صمیمي او خوږ ژبې ویاندې سره ځانګړې مرکه کړې، چې تاسو یې لوستلو ته رابولو:

مرکز: خپل ځان په لنډه توګه معرفي کړئ!

میرمن یوسف: زه د ملالۍ د عالي لیسې فارغ التحصیله یم، چې وروسته د ښوونځي له ختمیدو د کابل پوهنتون د ژبې او ادبیاتو پوهنځۍ په فرانسوي څانګه کې شامله شوم. د یوولسم ټولګي په بهیر کې مې د نثار فریاد په همکارۍ د      ( میز ګرد جوانان) خپرونې ته چې ښاغلی فریاد یې چلوونکی وو لار ومونده.

مرکز:څه ډول د کال غوره څیره یا نجلۍ وټاکل شوئ؟

د افغانستان راډیو ټلویزیون سره د همکارۍ په دوام ، وروسته له ډیرو آزموینو، د کابل ښار د ښوونځیو د سل تنو نجونو په جمله کې په کال ۱۹۷۲ د کال غوره نجلۍ وټاکل شوم.

مرکز: د تیرو او اوسنیو تحصیلي کلونو په تدریسي کړنلارو کې څه توپیر ګورئ؟

میرمن یوسف: کله چې موږ زده کوونکي او زده کړیال وو، درسونه عالي او ستندرد و، او د هغه وخت تحصیلي سند هم دوه کاله کریډیت په بهر کې درلود. درسونه ډیر سخت او په لوړه کچه تدریس کیدل. زما په اند اوس اړتیا ده چې د ښوونې او سواد زده کړې په برخه کې د استادانو او زده کوونکو لخوا خاصه پاملرنه وشي.

مرکز: په تیر کې مو له ویندویۍ او که له اوسني موقف څخه خوند اخلئ؟

میرمن یوسف: که څه هم زما عمر تیر دی، خو رسنیز کارکوونکي په تیره بیا پخواني سابقه داره ویندویان باید په رسنیزو فعالیتونو کې دخیل وي، ځکه چې هغوی په ټولنه کې د خلکو اعتماد تر لاسه کړی. زه هم لیواله یم چې مطبوعاتي کارونه ولرم، په خاصه توګه په ټلویزیون کې ، څو د خلکو له ستونزو باخبره اوسم او حل لارې یې له مقاماتو وغواړم.

د یادونې وړ بولم چې په امریکا کې مې هم یوه خپرونه د ( زهره تاک شو) په نوم درلوده چې لیدونکي یې د نړۍ په کچه افغانان وو. همداشان په کلفورنیا کې د ښځو د ټولنې له بنسټ ایښودونکو څخه هم یم ، چې له دې لارې هم افغان ښځو ته ډیر کارونه تر سره کوم.

که له خپلو اوسنیو مسوولیتونو خبرې وکړم باید ووایم چې له ۱۳۹۴ (۲۰۱۵ میلادي) بیا تر اوسه د لومړۍ میرمنې رولا غني د دفتر د مطبوعاتي او عامه اړیکو د مشاورې په توګه دنده تر سره کوم ، چې د کار په بهیر کې مې له زیات شمیر ښځو سره لیدلي او زه ګورم چې افغان ښځو ډیر مثبت بدلون کړی او د نورو پرمختګونو په هڅه کې دي چې واقعن ما هم خپل کار او مسوولیت ته لیواله کوي.

مرکز: په ویندویۍ او مطبوعاتي چارو کې مو اصلي هڅوونکی څوک و؟

میرمن یوسف: د رسنیزو کارونو په پیل کې مې پلار ډیره هڅولم او د هغه ملاتړ و، چې ډیرې بریاوې مې نصیب شوې. وروسته له واده مې یوازنی ملاتړی زما خاوند داوود سلطان زوی و ، چې ښځو ته د خدمت کولو او په هیواد او بهر کې یې رسنیزو چارو کې زما ملاتړ کولو، چې په ژوند کې مې د دواړو شخصیتونو منندویه یم.

مرکز: ستاسو له نظره د ویندویۍ او بیان په فن کې اړین ټکي کوم دي؟

میرمن یوسف: یو ښه ویاند باید د کلام فصاحت په پام کې ولري څو کلمات په ښه توګه تلفظ کړي. اخلاقي جرئت ولري او کله چې یوې خپرونې ته ننوځي باید د خپرونې په هکله پوره مالومات ولري. زما په اند د مایک تر شاه کیناستل ویاند ته یو څه ویره او لیوالتیا لري، خو څومره چې ویاند د خپرونې له موضوع څخه با خبره وي په همغه کچه کولی شي ښه او په زړه پورې خپرونه وړاندې کړي. موږ باید زده کړو چې له نورو سره د خبریالۍ په کار کې ښې اړیکي ولرو او همداشان زده کړو چې څه ښکلې ، غښتلې او انرژۍ خبرې وکړو.

د موضوع په هکله غواړم خپله یوه خاطره په امریکا کې له تاسو سره شریکه کړم، له دې نه چې ما له امریکا میشتو افغانانو سره ډیرې مرکې کړې وې او د خبرو په بهیر کې مې لفظي حمله نه درلوده او تل مې په مهربانۍ او فصاحت د کلام خپرونې مخ ته وړلې ، نو په همدې دلیل مې مینه وال ډیر زیات وو.

مرکز: تر ډیره علاقه لرئ چې کوم ډول خپرونې مخ ته یوسئ؟

میرمن یوسف: که څه هم امریکا کې مې سیاسي، ټولنیزې او فرهنګي خپرونې مخ ته وړلې او د افغانانو د ژوندانه له بد وضعیت څخه مې خپرونې درلودې او اوس چې هیواد کې یم د خپلو هیوادوالو د ژوند ترخه واقعیتونه له وطن څخه د لریوالي له درد څخه هم زیات احساس کوم. د هغوی دردونه ښه درک کولی شم د همدغه دلیل له مخې غواړم د هیواد له سختو او دردوونکو شرایطو ، هیواد او هیوادوالو له حالت څخه له احساس څخه ډکې خپرونې چمتو کړم.

مخکې له هجرت څخه مې د افغانستان په راډیو او ټلویزیون کې د مالوماتي او فرهنګي ذهني مسابقې خپرونه چې ګډونکوونکي یې هنرمندان او لوستي ځوانان وو، په ډیره لیوالتیا مخ ته وړله چې هره شیبه یې راته شیرینه خاطره ده.

مرکز: تاسو ته په افغانستان کې مخکې له جګړې رسنیز کار څنګه و؟

میرمن یوسف: افغانستان مخکې له جګړې یو رومانتیک هیواد و. تفریح ، زده کړه او کار ټولو خلکو ته ډیر ښه و، خو د جګړې دې کور وران شي، چې زموږ هیواد یې په کنډواله بدل کړ او سربیره د وطن پر ورانیدو، فرهنګ ، تحصیل او حتا زموږ د خلکو ذهنیت هم بدلون وموند، ځکه چې د جګړې او بدمرغۍ شرایط رامنځ ته شول ، عامه افکار او ژوند هم ورانووکي شول. بیا هم په خپل جګړه ځپلي هیواد کې د دایمي سولې د راتلو هیله لرم.

مرکز: د ښځو ننۍ ویندویي څنګه ارزوئ؟

میرمن یوسف: په ویندویۍ کې معیاري لهجه ډیره اړینه ده ، لکه څنګه چې په تیرو کلونو کې معیاري لهجه او ښکلی ږغ په ویندویۍ او رسنیز کار کې اړین بلل کیدل. نن سبا زموږ رسنیز ځوانان ډیر شیک او لوکس دي او کار او فعالیتونه یې هم د قدر وړ دي. پر خپرونو حاکم دي او مالومات یې هم نسبت تیرو کلونو ته زیات شوي دي ، چې دا ټکي د ښځو راتلونکي مطبوعاتي کار ته هیله بښونکي دي. هیله منه یم چې د سولې په راتګ سره زموږ مطبوعاتي ښځو اندیښنې هم له منځه لاړې شي. د افغان ښځو په تیره بیا ښځینه خبریالانو ځای ځایګی او حقونه تر نن ډیر په پام کې ونیول شي.

مرکز: ستاسو نظر او مشوره د ښځینه ویندویانو په هکله څه ده؟

میرمن یوسف: یوه هیله د انځوریزو رسنیو له ویندویو خویندو لرم چې هیله منه یم درک یې کړي او هغه دا چې ځواني خپله ښایست دی څومره به ښه وي چې د ټلویزیون پر پرده ساده راڅرګندې شي، غلیظ یا تیز سینګار ونه کړي او د ټولنې له شرایطو سره سم ، شیکې خو ساده وي. دا باید ومنو چې د واده جامې او سینګار خپل ځای لري او د ټلویزیون په یوه خپرونه کې جامې خپل ځای لري.

مرکز: آیا د هجرت په دوره کې مو د کابل کاري فضا یادیدله؟

میرمن یوسف: هو! د افغانانو د هجرت څپه په ۱۹۸۰ کې د اقتصادي ستونزو له وجهې نه ، بلکې سیاسي مهاجرت و، د همدې دلیل پر بنسټ د وطنپالنې حس زموږ په زړونو کې څپې وهلې، د مثال په توګه زما په کورنۍ کې زما ټول خویندې او وروڼه له یو بل نه بیل شوو.

مهاجرت یا کډوالي او د کور کهول پریښودل په خپله یو غم او نا هیلي ده. باور وکړئ موږ چې کله هجرت وکړ، وروسته له یوه کاله مو ایله ټولنه وپیژندله او ورسره مو جوړ جاړی وکړ. چې دا توافق یا جوړ جاړی د دې لامل شو چې یو شمیر افغان هنرمندانو کډوال افغانانو ته د مرستې په موخه خیریه کنسرتونه اجرا کړل ، چې د انانسرۍ یا ویندویۍ په خاطر یې له ما څخه غوښتل چې ورسره همکاري وکړم. ټولو په یوه آواز او یوه موخه په پرديو هیوادونو کې د ژوند لار ومونده.  

مرکز:له هیواد څخه بهر مو له ژوند څخه یو څه ووایاست!

میرمن یوسف: ما او زما کورنۍ په کډوالۍ کې هم زیاتې ستونزې ګاللې. اقتصادي ستونزې یو په بل پسې موږ پسې راتللې او د ژوند چاپیریال هم موږته له ستونزو ډک و، خو په زیار او هڅو مو وکولی شو چې له شته چاپیریال او شرایطو سره جوړ جاړی وکړو. له دغه ټولو ستونزو سره زه یوه مور وم او د اولادونو ساتنې او پالنې هم خپلې ستونزې درلودې، تر څو چې خاوند مې وتوانید چې په یوه هوایي کمپنۍ یا شرکت کې کار پیدا کړي، چې زموږ د مالي ستونزو د حل لپاره یې ډیر وخت په کار و. زغم ، صبر او نه ستړې کیدونکې هلې ځلې مې غوره کړې او شکر چې دا ټولې ستونزې مو تیرې کړې او بیا خپل هیواد ته راستانه شوو، خوشاله یو ځکه دې هیواد کې مو رګ و ریښې دي. د تاریخ جبر کډوالۍ ته اړ کړو، خو اوس د ښو تجربو په لاسته راوړلو سره باید د دې فرصت راکړل شي ، چې د وطنپالنې په احساس د خلکو او هیواد د خدمت جوګه وګرځو.

مرکز: له دې نه چې تاسو په مهم دولتي پست او د لومړۍ میرمنې تر څنګ یاست، ایا تر اوسه مو د رسنیو او ښځینه خبریالانو لپاره کوم ځانګړی مسلکي فعالیت تر سره کړی؟

میرمن یوسف: موږ په اوس وخت کې کوم اجرائیوي مسوولیت نلرو، خو د افغان ښځو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو ملاتړې یو. دا چې ښځینه خبریالانې ښه معاش او په رسنیو کې کلیدي موقف نه لري، خو کولی شو د هغوی ملاتړ وکړو او ستونزو ته یې د اړوند حقوقي او کارموندنې څانګو له لارې خدمت وکړو. د لومړۍ میرمنې دفتر ځینې سمپوزیمونه درلودل چې د هغو په پایله کې د ښځو د سوداګرۍ خونه پرانستل شوه او همداشان د ( صلح سیاسي و شهروندان مصوون) په نوم سمپوزیم چې په کې د ښځو او نارینه و د برابر او خوندي ژوند په خاطر بحثونه وشول او همداشان د ښځو د اقتصادي ستونزو د حل او په ځان بسیاینې په خاطر هم منظم بحثونه تر سره شول.

مرکز: د پروموت پروګرام په هکله ډیرې خبرې دي ستاسو نظر څه دی؟

میرمن یوسف: د پروموت پروګرام د امریکا سفارت لخوا رامنځ ته شوی و ، چې لومړۍ میرمنې یې یوازې پرانسته وکړه. موږ یې پر پروګرامونو نیوکې هم درلودې ، ځینې ټکي وو، چې باید اصلاح شوي وای. موږ په دې پروژه کې د ښځو لپاره د بنسټیزو کارونو طرفدار وو، په داسې حال کې چې زموږ له دفتر سره یې هیڅ ډول اړیکه نه درلوده، خو د امریکا سفارت همکارۍ ته لیواله نه و، باید په ډاګه ووایم چې د لومړۍ میرمنې دفتر له دې پروژې سره هیڅ تړاو نه درلود.

مرکز: له خپلې کورنۍ او اولادونو یو څه ووایاست!

میرمن یوسف:زموږ واده د مینې او منطق پر بنسټ وشو. ما ۴۵ کاله مخکې له ښاغلي داوود سلطان زوی سره واده وکړ. د یوه زوی مور یم چې د کمپیوټر انجنیر دی او دوه نازنینې لوڼې لرم ، سوداګري او ارواح پوهنه یې ویلې ده او دوه لمسیان لرم چې په امریکا کې ژوند کوي. میړه مې هم د کابل ښاروالې مسوولیت په غاړه لري. موږ یو عادي ژوند لرو. هیله لرم اولادونه مې یوه ورځ کابل ته راشي او خپل وطن له نژدې وویني. همداشان مو په هیواد کې سوله راشي او ټول افغانان نور کډوالۍ ته اړ نشي او خپل هیواد په خپله جوړ او ښیرازه کړي.

مرکز:د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د فعالیتونو په هکله څه ویل لرئ؟

میرمن یوسف: د مرکز له رامنځ ته کیدو او کار څخه ډیره خوشاله یم. له دې نه چې دا بنسټ د ښځینه خبریالانو او حقونو یې ملاتړ کوي او همداشان یې د زده کړې شرایط ورته برابر کړي، نو باید ملاتړ یې وشي تر څو وکولی شو لاس په لاس سره ورکړو ، مسلکي او فعالې خبریالانې ټولنې ته وړاندې کړو.

مرکز: ستاسو پیغام ځوان نسل ( مسلکي نجونو) ته چې غواړي په افغانستان کې خبریالانې شي څه دی؟

میرمن یوسف: ځوانې نجونې باید له خپل مسلک او چاپیریال څخه سالم درک ولري. کله کله په ځینو رسنیزو بحثونو کې پیچلتیاوې رامنځ ته کیږي او حتا شخصیتونه ترور کیږي، چې اړینه ده خبریالان یو اړخ محکوم نه کړي. د خبریال لپاره خبري اعتبار ډیر اړین دی او خبریال باید په خبر چمتو کولو کې دقت او بې طرفي په پام کې ولري.

مرکز: افغان ښځو ته څه پیغام لرئ؟

میرمن یوسف: ښځې دې په خپلو اوچتو ګامونو مخ ته لاړې شي او غښتلي ګامونه دې پورته کړي څو کله هم په شا لاړې نشي. د افغانستان ننۍ ښځه باید د ژوند په هره برخه کې تر پخوا ډیر پرمختګونه ولري.

مرکه کوونکې: محبوبه کریمي

تصویر اخستونکې: بهشته ایوبي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *