د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز لخوا ( د ښځینه خبریالانو د وضعیت شننه او پلټنه او د سولې په پروسه کې د دوی ځای ځایګی ) تر عنوان لاندې سمینار جوړ شو

کابل
د اګسټ ۲۰ / د ۱۳۹۹ د زمري ۳۰
د ښځینه خبریالانو یو ورځنی سمینار د ( ښځینه خبریالانو د وضعیت شننه ، پلټنه او د سولې په خبرو اترو کې د دوی ځای ځایګی) تر عنوان لاندې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز لخوا او په افغانستان کې د بې پولې خبریالانو سازمان ( RSF) په مرسته د ۵۰ تنو د رسنیو مسوولانو، مدني فعالانو او خبریالانو په ګډون په کابل کې جوړ شو.
په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې میرمن فریدې نیکزاد د سمینار د موخې په هکله وویل ، د هغه شکایاتونو له کبله چې مرکز ته رارسیدلي، وروسته له نا امنۍ یوازنۍ ننګونه ، په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې جنسیتي ځورونه او توپیریز چلند دی.
میرمن نیکزاد زیاته کړه ، پر همدې دلیل اړتیا ولیدل شوه چې په دې برخه کې د دې ټولو خنډونو د راکمولو په موخه له یو بل سره په همغږۍ او همکارۍ د دغه ستونزو د پیژندنې او په ګوته کولو په خاطر ځانګړې د خبرو اترو او بحثونو غونډې او برنامې جوړې کړو.
د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې د ښځينه خبریالانو په وړاندې د جنسیتي ځورونې او توپیریز چلند راکمولو په خاطر د مرکز له فعالیتونو یادونه وکړه او ویې ویل ، چې مرکز په رسنیو کې د ښځو د ځای ځایګي د لوړولو او د نه ځورونې منشور ، د بې پولې خبریالانو سازمان په مرسته ، د ۱۳۹۷ د زمري په ۲۳ چې د اګست له ۱۴ مې سره برابره وه ، د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې له رسنیو سره شریک کړ، چې د رسنیو مسوولانو د دغه منشور په پای کې په لاسلیک له هغه څخه خپل ملاتړ هم اعلان کړ تر څو موارد یا برخې یې په خپلو رسنیو کې هم پلې کړي.
میرمن نیکزاد د دغه پلټنو موخه د ښځینه خبریالانو په وړاندې د ننګونو په ګوته کول او هغو ته د حل لارو موندل وښودل او زیاته یې کړه:” په رسنیو کې د ښځو د موقعیت لوړاوي او د نه ځورونې منشور په هکله د مرکز کمپاینونه د مرکز او ولایتونو په نژدې ۲۰۰ رسنیو کې ارزول شوي دي.”
میرمن نیکزاد د سولې په بین الافغاني خبرو اترو کې د ښځو په تیره بیا ښځینه خبریالانو د موقف په هکله وویل ، چې مرکز د لومړني آدرس په توګه د ښځینه خبریالانو په استازیتوب له کله نه چې د سولې خبرې اترې پیل شوې ، د مطبوعاتي ویناوو ، کمپاینونو او ګزارشونو له لارې خپل ملاتړ د سولې له دغه خبرو اترو په ډاګه کړی ، خو د ښځینه خبریالانو اندیښنې یې د دموکراسۍ ارزښتونو له هغې جملې د بیان او رسنیو آزادۍ ، د خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو د حقوقو او امنیت په هکله هم د سولې په دغه خبرو اترو کې تل څرګندې کړې دي.
هغې زیاته کړه:” د ۶۰۰ تنو په شاوخواکې خبریالانو او د مدني ټولنو غړو له دغه کمپاین څخه د ملاتړ په موخه د وینا په پای کې خپل لاسلیکونه وکړل.”
دغه سمینار د دوو پنلونو درلودونکی او ګروپي بحثونه هم په کې شامل وو، چې لومړۍ برخه یې د ښځینه خبریالانو د وضعیت په هکله وه ، چې تکړه خبریالې فرحناز فروتن لخوا مخته یووړل شوه او همداشان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمسیون مرستیالې میرمن نجیبه مرام هم اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي او د ښځینه خبریالانو په وړاندې د خنډونو په هکله خبرې وکړې.
میرمن مرام زیاته کړه:” ښځې باید په هره برخه په تیره بیا په ژورنالیزم کې خپلې وړتیاوې لوړې کړي او چوپ پاتې نشي.”
خبریالې خالده رشید هم د خبریالانو د فعالیتونو او هغوی ته د خوندي چاپیریال رامنځته کولو په هکله وویل:” هر څومره چې ښځینه خبریالانې مسلکي وړتیاوې ولري هغومره به خوندي اوسي، ځکه د ځینو فرصت غوښتونکو نارینه وو مرستې او منت ته به اړتیا نه احساسوي.”
بلخوا بیا خبریالې مرضیه عدیل هم د ښځینه خبریالانو اخلاقي جرئت درلودل یو عمده اصل وباله او میرمن آسیه وردګ بیا د هیواد په ولایتونو کې نا امنۍ او د ټولنې دودیزوالی د ښځینه خبریالانو د کار په وړاندې خڼدونه وبلل.
د سمینار دوهمه برخه د میرمن نیکزاد په مشرۍ ، د خبریالانو د وضعیت او سولې په هکله تر سره شوه ، چې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استادې میرمن شهلا فرید او د
( برابری برای صلح و دموکراسی ) بنسټ مسوولې میرمن فروزان رسولي هم د موضوع په اړوند خبرې وکړې.
د سمینار په درېیمه برخه کې ګروپي بحثونه د دوو ګروپونو په چوکاټ کې د دوو تکړه خبریالانو میرمن مرضیه عدیل او بهشته شاهین په مشرۍ تر سره شول ، چې د ګروپونو د ګډونوالو نظرونه هم د بلنې پر بنسټ وروسته له بحثونو واخستل شول.
د سمینار په پای کې د ګډونوالو لخوا یوه عمومي بلنه مرکز ته وړاندې شوه ، چې د میرمن نیکزاد او د مرکز د بورد دوو تنو غړو ، مرضیه عدیل او معصومه محمدي لخوا حاضرو رسنیو ته وړاندې شوه چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي:
په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز ، د افغانستان له حکومت ، نړیوالې ټولنې په تیره بیا د امریکا متحده ایالتونو څخه د فوري اوربند تر څنګ غواړي چې :
۱- د دوحې په کنفرانس کې د خبري پوښښ په خاطر د خبریالانو د پراخ ګډون تضمین
۲- په بین الافغاني خبرو اترو کې دې د ښځینه خبریالانو امنیت او حقوقي خوندیتوب او د رسنیو او بیان ازادۍ تضمین وشي.
۳- ښځینه خبریالانو ته د ځانګړو مرکو د تر سره کولو شرایط دې برابر شي.
همداشان په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د رسنیو له مسوولانو غواړي ، چې د ښځينه خبریالانو لپاره خوندي او سالم کاري چاپیریال رامنځته کړي.
او همداشان دې د خبرو اترو د پلاوي په ګروپ کې د رسنیزې ټولنې په تیره بیا ښځینه خبریالانو یوه با صلاحیته استازې هم شامله کړای شي .
د یادونې وړ ده ، چې مرکز به د سمینار د ټولو ګډونوالو وړاندیزونه او نظرونه ، د سولې ملي عالي شورا ، د خبرو اترو ګډون کوونکي پلاوي ، حکومت او رسنیو ته ورسوي ، چې د سولې په بهیر کې د ښځینه خبریالانو د موقف او بیان ازادي له پامه ونه غورځول شي او همداشان په رسنیو کې جنسیتي ځورونه او توپیریز چلند هم باید د پام وړ کمښت پیدا کړي.
گزارش: محبوبه کریمي