قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرپانه / په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز بلنه

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز بلنه

دا بلنه ”د ښځینه خبریالانو د وضعیت د شننې ، پلټنې او د سولې  په بهیر کې د دوی د ځای ځایګي“ تر عنوان لاندې د یوه ورځني کنفرانس تر جوړيدو  وروسته جوړه شوه.

 د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز ، د افغانستان له حکومت ، نړیوالې ټولنې او دخیلو هیوادونو په تیره بیا د امریکا متحده ایالاتونو  څخه د فوري اوربند تر څنګ له دواړو خواوو غواړي چې :                

١- د دوحې کنفرانس د خبري پوښښ لپاره د خبریالانو د حضور تضمین.  

٢- په بین الافغاني خبرو اترو کې د ښځینه خبریالانو د امنیت او خوندیتوب تضمین او د بیان او رسنیو له ازادۍ څخه ملاتړ.        

 ٣- د سولې خبرې اترې باید څرګندې او رسنیزې تر سره شي تر څو اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي حق سلب نشي.                                .

 ٤- د ښځینه خبریالانو لپاره د اختصاصي مرکو د فرصت برابرول.

 همداشان په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د رسنیو له مسوولانو څخه غواړي چې:                                      

1- د ښځینه خبریالانو لپاره دې خوندي او سالمه فضا رامنځته کړي.          

٢- په ملي او نړیواله کچه د ښځینه خبریالانو نه محدودول او په نړیوالو کنفرانسونو کې د دوی د ګډون لپاره په برابر ډول د شرایطو چمتو کول.  

 ٣- د سولې خبرو اترو په ټولو پړاوونو کې هغو اختصاصي رسنیو ته چې د ښځو لپاره خپرونې لري، د ویزې ورکړه.          

 ٤- د سولې خبرو اترو د پلاوي په جوړښت یا ترکیب کې د رسنیزې ټولنې په تیره بیا د ښځینه خبریالانو د استازي شاملول.

دوباره کوشش کنید

د هیواد نوموتي خبریال مجاهد کاکړ د مړینې په پار، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د خواشینۍ پیغام

کابل د مې ۵ / د ۱۳۹۹ د غويي ۱۶ په خواشینۍ سره مو خبر …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *