قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / کووېډ ۱۹ یا کرونا ویرس د افغان ښځینه خبریالانو رواني روغتیا هم ګواښلې

کووېډ ۱۹ یا کرونا ویرس د افغان ښځینه خبریالانو رواني روغتیا هم ګواښلې

آسیه وردک 

۱۶ آگست/ ۲۶ اسد ۱۳۹۹

له تېرو څو میاشتو راهیسې افغان خبریالان هم لکه د نړۍ ګڼو برخو کې د خپلو هم مسلکو په څېر د کرونا ویرس له خبرونو سره سروکار لري،  چې په دغه موده کې د رسنیزو فعالیتونو محدودېدل،  د مالي امتیازاتو کمېدل،  له دندو ګوښه یا لرې کیدل،  د کرونا اړوند  کلمو تکرار او د کرونا اړوند مثبتو اعظمي شمېرو اعلانول هغه لاملونه دي چې اکثریت خبریالان یې د ګن شمېر رواني ستونزو سره هم لاس او ګرېوان کړي دي.  

خالصه جلیلزۍ د یوې خصوصي غږیزې رسنۍ خبریاله وایي:” دا چې په هیواد کې دغه پاندیمیکې ناروغۍ ګرځندوی حالت غوره کړی او په میدان وردګو کې هم ۳۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې ، دغه حالت په ژورنالستانو ډیر منفي اغېز پریښی او  ورته یې ډول ‎، ډول ستونزې رامنځ ته کړې. د ژوند عادي روال یې ترینګلی کړی، په اقتصادي حالت یې ناوړه اغېزه کړې او  ‌‌‌‌‌‌ډیری اروایي ستونزې یې هم را ټوکولې دي .”

جلیزۍ زیاته کړه:” د دې ترڅنګ په خواله ټولنیزو رسنیو کې هره ورځ د جنازو او فاتحو اړوند خبرونو سره ډیر مخامخ کېدل مو آرام له زړونو اخیستی، خواله رسنۍ د فاتحو او جنازو په ټولګو بدلې شوې دي.”  

 په ورته وخت کې مو د کریمه مرادي د سیمه ییزو رسنیو پخوانۍ خبریالې نظر هم واخیست ، آغلې مرادي وویل:” د کرونا نوم له اورېدلو څخه ستړي یو، د روغتون په بستر کې د کرونا ناروغانو مړینې ته په تمه لیدل راته ډېر ستونزمن دي، په لیدلو سره یې اونۍ اونۍ فکر کوم چې زه به په خپله هم ناروغه وم. کرونا بدرنګه ویرس د ژورنالستانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو رواني حالت هم تر خپل اغېز لاندې راوستلی دی.”

آغلې مرادي څرګنده کړه ، چې پر کووېد ۱۹ مسلسلو رپوټونو او مرکو د اکثریت خبریالانو روان اغیزمن کړی دی ، خپه ، نارامه ، ستومانه دي او اروایي روغتیا ته اړتیا لري.

د میدان وردګو د ښځو چارو رئیسې آغلې شکیلا غني د ښځینه خبریالانو ملاتړ مرکز ته په یوه ځانګړې مرکه کې داسې وویل:” د یوې ښځې رواني حالت په مستقیم ډول د بلې میرمنې د ژوند له پړاوونو سره تړاو لري، ښځینه خبریالانې ډیری وخت د نورو میرمنو پر وړاندې د فزیکي، رواني، کلامي او جنسیتي تاوتریخوالي او توپیروالي ترڅنګ په تېرو څو میاشتو کې د کرونا ناروغۍ اړوند  پېښو څخه هم رپوټونه جوړوي ، طبعاً چې یادې ستونزې او په داسې شرایطو کې کار  او ورسره تړلې ویرې د دوی په رواني روغتیا او ذهني آرامتیا هم منفي اغېز پریښی دی.” 

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د جندر مسووله وحیده ‘فیضي’ وايي، چې د اپسو مرکز، خبریالانو ته اروايي او عصبي خدمتونه وړاندې کوي او له دې ادارې سره د تړون له مخې هغه خبریالان چې دوی سره اړیکه نیسي په وړیا توګه یاد مرکز ته ورپېژندل کېږي.

اغلې فیضي وایي، د دې ناروغۍ تازه جزئیات تر هر چا لومړی خبریالانو ته رسیږي او له همدې کبله روان وضعیت تر چاودنو او بریدونو ډېر د خبریالانو پر ذهن او روان اغېز کړی دی، ځکه چې دا وېرس تر ډېرو رسنیو رسېدلی دی.

د پوهنتون استاد او ارواه پوه شرف الدین ‘ عظیمي ‘ وایي:” خبریالان له فشار، ویرې، ژور خفګان او نورو اروایي ګډوډیو سره مخامخ دي، خبریالان اړ دي چې د کووېډ ۱۹ یا کرونا په هکله راپورونه چمتو کړي، مرکې وکړي، ناروغانو سره وګوري، انځورونه واخلي، وېډیوګانې ثبت کړي او پرې لیکل او خبرې وکړي.

دوی په دې هکله هر خبر له اروایي اړخه لمس کوي، دا حالت لیدل او ارزول خبریال ته زیان رسوي، دا حالت په لنډ مهال کې پر خبریالانو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو رواني فشار او ویره راولي ، چې په اوږد مهال کې د وسوسو، اندېښنو او ژور خپګان لامل کیږي.”

استاد عظیمي زیاته کړه:” هغه خبریالان چې هره شېبه د ناروغانو او مړو شمیرې څاري، په اکثرو مواردو کې د دوی په ذهن منفي اغېز کوي، اړینه ده چې دا خبریالان په وخت سره اروایي لارښوونې ترلاسه او عملي کړي،  ترڅو له ورته ګواښوونکو حالتونو څخه په امن کې وي.”

موږ خبریالانې د ژورنالستانو ملاتړ بنسټونو او د رسنیو له مسوولینو څخه غوښتنه کوو، چې د خپلو کارکوونکو اروایي روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د کارکوونکو د کرونا ویرس تشخیصي معاینې وکړي او د اړتیا په وخت کې ټولو خبریالانو ته د رواني روغتیا خدمتونه وړاندې کړي.

ګرارش: آسیه وردک

دوباره کوشش کنید

د دوحې بین الافغاني ناستې پیل او د دغو خبرو اترو له پایلو د ښځینه خبریالانو اندیښنې

کابل د سپټمبر ۱۴ مه / د ۱۳۹۹ د وږي ۲۴ مه یو شمیر ښځینه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *