قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په زابل کې یوازنۍ خبریاله په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د ونډې زیاتیدو غوښتونکې ده

په زابل کې یوازنۍ خبریاله په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د ونډې زیاتیدو غوښتونکې ده

زابل

۲۲ جولای/ اول اسد ۱۳۹۹

ګلالۍ کریمي یوازنۍ خبریاله ده چې د زابل په رسنیو کې فعالیت کوي هغه په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د ونډې  زیاتیدو غوښتونکې ده. هغه وایي ، چې تر اوسه حکومت په رسنیو کې د ښځو د کار کولو په خاطر د هڅولو او تشویق لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی.

د هغې په وینا:” افغان دولت هم تر اوسه زابل کې له ښځینه خبريالانو سره کومه لازمه همکاري چې بايد کړې يې وای ، نه ده کړې. نه يې ورته په  معنوي لحاظ کومې برنامې نیولې دي، نه يې ورته کوم تشويقي پروګرامونه مهیا کړي او نه يې هم په مالي او اقتصادي برخه کې کوم لوړ امتياز ورته ټاکلی دی.

آغلې کریمي، چې اوسمهال عملآ  په رسنيو کې کار کوي، وایی چې له يو شمېر داسې ستونزو سره لاس او ګریوان دي ، چې حتا له لومړنیو اړتیاوو څخه هم په کاري چاپيريال کې برخمن نه دي.

هغې زیاته کړه چې د دې مبارزې او خدمت په موخه تر اوسه زابل کې يوازې ما خپله ژمنتيا او لیوالتیا  ښودلې ، نو لازمه ده چې له دې سره نورې ښځينه خبريالانې هم په ممکنه لارو چارو تشويق او ملاتړ یې وشي او همداشان کورنيو ته يې قناعت ورکړل شي ، چې په دې ستره مبارزه کې ودرېږي او وتوانېږي چې د رسنيو له لارې د خپلو مظلومو خلکو ږغ ، په تیره بيا د ميرمنو د حق آواز تر چارواکو او نړيوالو ورسوي او دې ږغ ته انعکاس ورکړي.

ګلالۍ کریمي له حکومت څخه غواړي:” د ښځينه خبريالانو په تشويق کې دې ګړندۍ هڅې وکړي، ښځې دې تشويق کړي، ښوونځیو کې دې ورته لنډ مهاله تشويقي برنامې او پروګرامونه جوړ شي ، په رسنيو کې دې ورته کاري آسانتياوې برابرې شي او مالي ملاتړ دې لوړ کړي.”

بلخوا بیا د زابل د اطلاعاتو او کلتور رئيس عبدالرزاق بشر وويل:” دا چې زابل يوه دودیزه ټولنه ده ، دود او کلتور د دې لامل شوي ، چې میندې ، پلرونه او کورنۍ نجونو ته اجازه نه ورکوي چې د خبريالۍ ډګر ته راووځي، حتا ښوونځیو ته يې هم نه لیږي ، دوی ادعا کوي چې زموږ پر هڅو سربیره لا هم نه يو توانيدلې چې زابل کې ښځينه خبريالانې پيدا کړو. اوس مهال یوازې يوه ښځينه خبرياله (ګلالۍ کريمي) لرو، خو په راتلونکې کې هڅه کوو چې نوري نجونې هم تشويق کړو.

د خبريالانو د ملاتړ او خوندېتوب کمېټې مسوول بسم الله پښتونمل وایي:” زابل کې رسنۍ ډېرې اقتصادي ستونزې لري ، په رسنيزو مرکزونو کې د اړتیا وړ میاشتنی معاش نه ورکول کيږي ، نو کورنۍ کله زړه ښه کوي چې خپلو لوڼو ته اجازه ورکړي تر څو رسنیو کې کار وکړي.” بل عمده لامل دا هم کېدلای شي چې ډيری خلک په رسنیو کې د ښځو له کار کولو سره مخالف دي او دې مسلک ته په درنه سترګه نه ګوري ، حتا يو غير اخلاقي او د ټولنې خلاف عمل يې بولي.

دا په داسې حال کې ده ، چې ګلالۍ کریمي ته د بشري حقونو او بیان ازادۍ په لار کې د فعالیتونو له کبله، د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز لخوا د ۲۰۲۰ د مارچ په ۸ مه ، په زابل کې د یوازنۍ خبریالې په توګه د زړورتیا جایزه ورکړل شوه.

ګزارش: ګلالۍ کریمي

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

کووېډ ۱۹ یا کرونا ویرس د افغان ښځینه خبریالانو رواني روغتیا هم ګواښلې

آسیه وردک  ۱۶ آگست/ ۲۶ اسد ۱۳۹۹ له تېرو څو میاشتو راهیسې افغان خبریالان هم …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *