قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / #کرونا ـ به ـ جدي ـ ګڼو / د مرکز او ولایتونو له رسنیو سره دوګونی چلند کیږي

د مرکز او ولایتونو له رسنیو سره دوګونی چلند کیږي

آسیه وردګ

۱۲ جون/ ۲۳ جوزا ۱۳۹۹

 په مرکز کابل کې رسنیو ته د کرونا وایرس اړوند د عامه پوهاوي په موخه زیاتې پیسې  ورکول کیږي ، خو سیمه ییزې رسنۍ له دې درکه بې برخې دي.

دا چې په هیواد کې کرونا پاندیمیکې ناروغۍ ګرځندوی حالت غوره کړی او په میدان وردګو کې هم  ۱۱۳ پېښې ثبت شوې، دغه حالت پر ولسونو سربیره ، د رسنیو په حالت هم ډیر منفي اغېز پریښی او رسنیو ته یې بیلابیلې، ستونزې راپارولې ، رسنیز بهیر یې ترینګلی کړی ،  د رسنیو په اقتصادي حالت یې ناوړه اغېزه کړې او خبریالانو ته یې ‌‌‌‌‌‌ډیرې اروایي ستونزې هم را ټوکولې دي.

په میدان وردګو کې له سیمه ییزو رسنیو څخه د غږیزو رسنیو مسوولین وایي:” د مرکز او ولایتونو له رسنیو سره دوه ګونی چلند کیږي. په مرکز کابل کې رسنیو ته د کرونا وایرس اړوند د عامه پوهاوي په موخه زیاتې پیسې  ورکول کیږي  ، خو سیمه ییزې  رسنۍ له دې درکه بې برخې دي ، د کرونا وایروسي ناروغۍ له کبله رسنۍ له سقوط  سره مخ دي او که ملاتړي بنسټونه مو لاسنیوی ونکړي ، لرې نده چې رسنیز فعالیتونه مو په ټپه ودریږي او محدودې شته راډیوګانې وتړو.

امان الله نصرت په میدان وردګو کې د یوې خصوصي غږیزې رسنۍ رییس داسې وویل:” دغې وایروسي ناروغۍ رسنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ کړې او له موږ سره دومره امکانات نشته چې د خبریالانو د خوندیتوب په موخه یې وکاروو. خبریالان د خپلو مرکو او خپرونو د چمتو کولو پرمهال هم له ستونزو سره لاس او ګریوان دي ، د قرنطین حالت روان دی او څوک مرکو ته نه حاضریږي .

 نصرت څرګنده کړه ، له کله نه چې میدان وردګ او کابل ولایتونه قرنطین شول ، نو په ولایت کې محلي رسنۍ په ځانګړې توګه خصوصي راډیوګانې چې ټوله تکیه یې په سوداګریزو اعلانونو وه ، له سختو ستونزو سره مخ دي له دوو میاشتو را پدیخوا یې د کارکوونکو معاشونه او د دفترونو کرایې هم نه دي ورکړي.

ښاغلي نصرت زیاته کړه:” سیمه ییزو رسنیو د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه خپل رسالت په ښه شان ترسره کړی دی او هره رسنۍ په ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۰۰ زیات پیغامونه نشروي ، که چیرې له محلي رسنیو سره مرسته ونشي ، نو لرې نده چې ډیری به یې د کمزوري اقتصادي وضعیت له کبله خپل فعالیتونه بند کړي.”

ظریفه غفاري د میدان وردګو ښارواله او د ښځو ملاتړ يوې خصوصي غږیزې رسنۍ مشره هم دا  ستونزه تاییدوي او داسې وایي:” په میدان وردګو کې د رسنیو کورنۍ او په ځانګړې توګه خبریالان د ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو په څیر د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګیږي ، دوی هره ورځ له ناروغانو او د ناروغانو له معالجو ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو، د سیمې له چارواکو او د ښار له قرنطین سیمو خبرونه جوړوي ، مرکې کوي او رسنیو ته متخصصین رابولي تر څو د پیښو د ګزارش تر څنګ ولس ته عامه پوهاوی ورکړي ، خو له بده مرغه ، چې په میدان وردګو کې خبریالان له لوی ګواښ سره مخ دي ، اقتصادي ستونزې یې ‌‌‌‌‌‌ډیرې دي او کارکوونکي  یې هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول د خوندیتوب وسایل نلري او نه هم ولایتي ادارې د عامه پوهاوي په برخو کې ورسره مرسته کړې ده.

آغلې غفاری زیاته کړه:” موږ له افغان حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړو، چې سیمه ییزې رسنۍ له اقتصادي او خوندیتوب اړخه حمایه کړي ، تر څو د کرونا په وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي دغه لوی مرکزونه د کرونا تر برید لاندې رانشي. “

د میدان وردګو د ولایت مقام ویاند محب الله شریفزي د دغو ستونزو په ځواب کې داسې وویل:” د ولسمشر له حکم سره شل میلیونه بودجه چې د کرونا وایرس سره د مبارزې په خاطر میدان وردګو ته ورکړل شوې ، د عامه پوهاوي او تبلیغاتو لپاره هم ترینه پیسې ځانګړې شوي دي. په یاد ولایت کې له ذکر شوې بودجې څخه ډېری طبي وسایل او لومړني خوراکي توکي اخیستل شوي دي. سر بېره پر دې  د رسنیو لپاره هم پیسې په پام کې نیول شوې دي.

په میدان وردګو کې موږ د خصوصي رسنیو مبارزه ، د کرونا پر وړاندې تبلیغات او عامه پوهای ستایو او له دوی څخه مننه کوو چې له خپل اړخه يې د ولسونو لاسنیوی کړی دی.

شریفزي څرګنده کړه ، چې د اضطرار ولایتي کمېټې د پرېکړې پر بنسټ ، ټولو رسنیو ته په تبلیغاتي او عامه پوهاوي برخه کې د یوه قرارداد له مخې پیسې ورکول کيږي ، د ولایت مقام او ټوله ولایتي اداره د رسنیو په برخه کې د دوی ملاتړې ده. په دغه حساسو شرایطو کې يې د کرونا د مخنيوي په اړه ډېر پیغامونه خپاره کړي چې موږ يې قدرداني کوو او د دوی تر څنګ به ولاړ و، هڅه مو دا ده ، چې له خصوصي رسنیو سره په هره برخه کې مرسته وکړو تر څو دوی په ځان بسیا شي.

کله چې د کرونا وایرس افغانستان ته را داخل شو، هرات کې مثبتې پیښې ثبت شوې ، نو له همغه وخته په میدان وردګو  کې شته رسنیو او خبریالانو د خلکو د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه د کرونا وایرس اړوند د ځانګړو پروګرامونو په جوړولو لاس پورې کړ، ګڼ شمیر معلوماتي پیغامونه او خپرونې یې چمتو او وړاندې کړې چې دا چاره لاهم دوام لري .

دوباره کوشش کنید

د میدان وردګو ښځینه خبریالانې : په دې هیله چې ۱۳۹۹ د سولې کال وي

میدان وردګ ۷ اپریل/۱۹ حمل ۱۳۹۹ د میدان وردګو یو شمیر ښځینه خبریالانې وايي ، …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *