قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرپانه / د خورشید ټلویزیون پر کارکوونکو د برید په تړاو د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مطبوعاتي اعلامیه

د خورشید ټلویزیون پر کارکوونکو د برید په تړاو د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مطبوعاتي اعلامیه

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د رهبرۍ پلاوی ، د خورشید ټلویزیون دکارکوونکو پر موټر د سړک غاړې ماین په وسیله برید ، چې د یاد ټلویزیون د یوه تن خبریال او تخنیکي کارکوونکي د مړینې او شپږ تنو نورو د ټپي کیدو لامل شو ، په کلکو ټکو غندي او دا ډول بریدونه د بشري او انساني حقونو خلاف جنایت بولي.

 په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې فریدې نیکزاد ، د شهیدانو او مطبوعاتو کورنۍ ته د غمرازۍ څرګندولو تر څنګ د الله ج له دربار څخه شهیدانو ته د جنت  او ټپیانو ته د کاملې شفا غوښتنه وکړه.

دغه رسنیز کارکوونکي نن ( د ١٣٩٩ د غبرګولي ١٠ )کله چې له دفتر څخه د کور په لور روان وو، د کابل ښار ګل سرخ څلور لارې ته نږدې د کلوله پشتې په سیمه کې د سړک غاړې له ماین سره مخامخ شول ، چې په دې برید کې د دغه رسنۍ یو خبریال (ضمیر امیري) ، یو تخنیکي کارکوونکی (شفیق الله) شهیدان او د یوې خبریالې په ګډون شپږ تنه نور رسنیز کارکوونکي ټپیان شوي.

د دغه برید پړه تر اوسه کوم کس یا ډلې په غاړه نه ده اخستې.دا په داسې حال کې ده ، چې تیر کال ( ١٣٩٨ د زمري ١٣) هم د دغه ټلویزیون کارکوونکي د ناپیژانده کسانو لخوا په یوه بایسکل کې د ځای پر ځای شوي مقناطیسي ماین په وسيله چې د دوی کاسټر موټر په وړاندې د کابل ټایمني پنځم سړک کې وچاودید ،  د یوې ښځینه کارکوونکې په ګډون ټپیان شول.

په درنښتپه افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د رهبرۍ پلاوی

دوباره کوشش کنید

افغانستان: رسنۍ او خبریالان د جنګ او نا امنیو وروسته د کوید ۱۹ پر وړاندې د مبارزې پر مهال

 بې پولې خبریالان (RSF) او په افغانستان کې د ښځینه ژورنالیستانو ملاتړ مرکز (CPWAJ) د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *