قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرپانه / د نیکمرغه کوچني اختر په پار د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز پیغام

د نیکمرغه کوچني اختر په پار د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز پیغام

کابل

۲۴ می/ ۴ جوزا ۱۳۹۹

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د رهبرۍ پلاوی د نیکمرغه کوچني اختر د راسیدو په پار خپلې نیکې پیرزوینې ، ټول ملت په تیره بیا اتلو ښځو او په خاص ډول ښځینه خبریالانو ته وړاندې کوي او د الله ج له دربار څخه د افغانستان او نړۍ مسلمانانو ته له خوښیو ، مهربانیو ډک او له آفتونو څخه لرې اختر هیله لري.

له بده مرغه سږ کال اختر په داسې شرایطو کې لمانزو، چې نړۍ او افغانستان د وژونکي کرونا ویروس له ګواښ سره مخامخ دي ، نو ځکه خو مرکز له ټولو هیوادوالو په تیره بیا خبریالانو څخه غواړي، چې دا محدودیت جدي ونیسي او د اختر په ورځو کې د دغه ویروس د پراخیدو مخنیوی وکړي.

همداشان مرکز، د مبارکۍ پیغام تر څنګ ، د سیاسي ناندریو ختمیدل هم د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره مثبت ګام ګڼي ، خو له حکومت څخه غواړي چې تر پخوا زیات د رسنیو او بیان آزادۍ د پرمختګ په لار کې کوټلي او عملي ګامونه اوچت کړي.

د مرکز مشرې میرمن فریدې نیکزاد،  په خبرو اترو کې د ښځو د نشتون څخه د اندیښنې څرګندولو تر څنګ ، د رسنیزې ټولنې په پام کې نه نیول په تیره بیا د ښځینه خبریالانو نشتون ، د ټولنې نیمې برخې ( رسنیو ) څنډې ته پاتې کیدلو په مانا وبلل.

میرمن نیکزاد زیاته کړه:” له حکومت او په خبرو اترو کې د ښکیلو هیوادونو څخه غواړو چې په هر ډول سیاسي پریکړو کې چې هیواد ته د سولې راوستو په برخه کې وي او یا بین الافغاني خبرو اترو کې د ټولنې نیمه برخه (ښځې ) له پامه ونه غورځوي .”  

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په داسې حال کې چې له وسلوالو مخالفینو غواړي څو د اختر په شپو ورځو کې له انتحاري حملو او وژنو ډډه وکړي، همداشان له هیوادوالو غواړي چې د دغه مقدسو او بختورو مراسمو په خاطر دې د یوه سوکاله او سوله ییز هیواد رامنځته کولو په خاطر له هر ډول دښمنیو او ورور وژنو څخه لاس واخلي.

د یوه تلپاتې او سوله ییز افغانستان په هیله!

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د رهبرۍ پلاوی

دوباره کوشش کنید

افغانستان: رسنۍ او خبریالان د جنګ او نا امنیو وروسته د کوید ۱۹ پر وړاندې د مبارزې پر مهال

 بې پولې خبریالان (RSF) او په افغانستان کې د ښځینه ژورنالیستانو ملاتړ مرکز (CPWAJ) د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *