
۲۳ می/ ۳ جوزا ۱۳۹۹
په ننګرهار کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي تدابیرو له کبله او د ښار پر بندېدو سربیره ، په رسنیو کې د نارینه ژورنالیستانو ترڅنګ ښځینه خبریالانې هم خپلو دندو ته راځي او لکه د تېر په څېر ورځنۍ ژورنالیستیکي چارې مخته وړي.
په ننګرهار کې د ښځینه و لپاره د ځانګړې (نرګس راډیو) ژورنالیسته نفیسه سهار وايي، چې د کرونا خپرېدو د مخنیوي په وړاندې د تدابیرو په سختو حالاتو کې موږ د رسنیو ښځینه کارکونکې خپلو دندو ته ځو، تر څو د بېلا بېلو خپرونو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړو.
نوموړې وايي ، دا چې حالات زیات ترینګلي دي، نو په دې وجه د رسنیو مسوولیت تر هر چا زیات دی ، څو خلک په دې وپوهوي ، چې د کرونا ویروس په اړه جدي اوسي.
نفیسه سهار وايي ، چې زموږ د ادارې د مشرانو چلند له خپلو کارکوونکو سره ځکه ښه دی، چې که ځیني وخت خپلو دندو ته نه شي حاضرېدی ، نو بیا یې دومره جدي ځکه نه ګڼي چې که ورځ کې دوه درې تنه هم رانشي، د ترانسپورټ ستونزو ترڅنګ به حد اقل له یو بل څخه لرې اوسېدلي یو.
په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون د نشراتو مسوول شکرالله پاڅون وايي ، د دوی ټولې ښځینه همکارانې، چې اته تنه کېږي، د تېر په څېر هره ورځ خپلو دندو ته حاضرېږي، خو د ادارې له لوري ټولو ښځینه همکارانو ته ویل شوي، چې د راتګ پر وړاندې د ستونزو پرمهال په خپلو کورونو کې پاتې شي او نه راتګ یې جدي نه نیول کېږي.
په ختیځ کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد د ښځینه خبریالانو د کار په اړه وايي ، په دې سختو شرايطو کې چې له يوې خوا کرونا د دوى ژوند ګواښي او بل پلو بیا په مبارکه روژه کې د کور کارونه ورباندې زيات وي او هم امنيتي او کلتوري ننګونې لاپر خپل ځاى دي ، د رسنيو مسوولينو ته په کار ده چې د دوى د تشويق لپاره یې امتيازات زيات کړي .