قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرپانه / د هیواد نوموتي خبریال مجاهد کاکړ د مړینې په پار، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د خواشینۍ پیغام

د هیواد نوموتي خبریال مجاهد کاکړ د مړینې په پار، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د خواشینۍ پیغام

کابل

د مې ۵ / د ۱۳۹۹ د غويي ۱۶

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د طلوع ټلویزیوني شبکې ( طلوع نیوز) پخوانی رییس ، د سیاسي خپرونو چلوونکی او تکړه خبریال مجاهد کاکړ د یوې اوږدې ناروغۍ له کبله د ۵۱ کلونو په عمر تیر ماښام ( دوشنبه د غویي ۱۵) په المان کې له نړۍ سره مخه ښه وکړه .

انَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ !

خدای بښلی کاکړ له څو کلونو راپدیخوا د سرطان ناروغۍ له کبله په المان کې تر درملنې لاندې و. د هغه کورنۍ هم تایید کړه چې کاکړ د همدې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ .

د خدای بښلي کاکړ د همکارانو په وینا:” کاکړ په دوه وروستیو لسیزو کې د خبریالۍ ډګر کې له مخکښو خبریالانو څخه دی. هغه نرم خویه ، موادب او د وړتیا درلودونکی خبریال و، چې د هیواد له رسنیو څخه یې ښه استازیتوب کولو.”

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز ، د رهبرۍ پلاوی د کاکړ کورنۍ او همکارانو ته د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ ، د دغه خبریال مړینه د هیواد  د مطبوعاتو کورنۍ ته یوه لویه ضایعه ګڼي او وایي ، چې د رسنیو او بیان ازادۍ په لار کې د دغه خبریال هڅې او فعالیتونه نه هیریدونکي او تلپاتې دي.

دوباره کوشش کنید

د سولې په بین الافغاني خبرو اترو کې د بیان او رسنیو ازادۍ اړوند د خبریالانو د ملاتړ مرکز مطبوعاتي وینا

کابل ۲۹ مارچ/ ۱۰ حمل ۱۳۹۹  په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *