قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / #کرونا ـ به ـ جدي ـ ګڼو / د کرونا ویروس له پراخیدو سره تر ۲۰ سلنه ډیرو ښځینه خبریالانو خپل مادي امکانات له لاسه ورکړي

د کرونا ویروس له پراخیدو سره تر ۲۰ سلنه ډیرو ښځینه خبریالانو خپل مادي امکانات له لاسه ورکړي

کابل

۲۶ اپریل/ ۷ ثور ۱۳۹۹

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په داسې شرایطو کې چې د کرونا ویروس د پراخیدو په حال کې دی او پر ګرځیدو ، راګرځیدو له ۳۰ څخه پر زیاتو ولایتونو بندیز لګیدلی، اعلانوي ، چې ۲۰ سلنه ښځینه خبریالانې اوزګارې او یا یې خپل مادي امکانات له لاسه ورکړي.

مرکز د خپلې درېيمې کلیزې په غونډه کې چې (د ۲۰۲۰ د مارچ په ۸ مه ) جوړه شوې وه ، د ښځینه خبریالانو نوې شمیره یا آمار خپاره کړل. د راغونډو شوو آمارو پر بنسټ ، په ۳۲۹ فعالو رسنیو کې ۱۷۴۱ تنه ښځینه کارکوونکې شتون لري چې ۱۱۳۹ یې ژورنالستانې دي. د دې رپوټ پر بنسټ په ۵ نورو ولایتونو لکه نورستان، ارزګان، پکتیکا ، لوګر او نیمروز کې ښځینه خبریالانې شتون نلري.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د  ۲۸ ولایتونو د ۳۰۲ رسنیو په هکله د څیړنې په پایله کې موندلې، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس په پراخیدو سره نژدې ۲۳۰ تنه ښځینه خبریالانو چې د هیواد په کچه د ښځینه خبریالانو ۲۰ سلنه ده ، خپلې دندې له لاسه ورکړې. یو شمیر د دوی په بې معاشه او یا نیم معاش رخصت شوې او یا هم له پخوا په کم امتیاز د اړوندو رسنیو لخوا سوق کړل شوې او یو شمیر نورې بیا په دې نه پوهیږي چې وروسته له قرنطین څخه به رسنۍ د دوی معاشونه ورکړي او کنه؟

د مرکز مشره میرمن فریده نیکزاد د کرونا ناروغۍ د پراخیدو او په رسنیو او د ښځینه خبریالانو پر کار یې د اغیز په هکله د اندیښنې څرګندولو تر څنګ وایي:” موږ د افغانستان له حکومت څخه هیله کوو، له هغو مرستو چې نړیوالې ټولنې په تیره بیا هغو هیوادونو له مرستو چې له افغانستان سره یې د کرونا ویروس د مبارزې په لاره کې تر سره کوي ، یوه برخه یې هغو رسنیو په تیره بیا ښځینه خبریالانو ته چې په همدې موده کې یې خپلې دندې له لاسه ورکړې یا یې له لاسه ورکوي او یا هم د کرونا قرباني کیږي ځانګړې کړي.”

د هغې په وینا، اړتیا ده ، چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د یوه حکومتي ارګان او مسوول په توګه ، د هغو ښځینه خبریالانو چې د کرونا ویروس د ګواښلو له کبله له دندو ګوښه شوې او یا هم ورته بې معاشه رخصتي ورکړل شوې ، یو نوم لړ جوړ او د ګډې کمیټې او اړوندو رسنیو په همکارۍ ژر تر ژره په مرکز او ولایتونو کې دوی ته د مالي مرستو زمینه برابره شي.    

د مرکز د موندنو پر بنسټ ، په کابل کې د قرنطین په ورځو کې د ۵۰ په شاوخواکې ښځينه خبریالانې بیکاره شوې ، چې ډیری یې د چاپي رسنیو دي. له کابل څخه خبریاله سکینه امیري چې له دریو کلونو څخه زیات یې په بیلابیلو رسنیو کې دنده تر سره کړې وایي ، چې په دې وروستیو کې یې نوې دنده تر لاسه کړې وه، وروسته د کابل ښار له قرنطین څخه یې د کب او وري د میاشتې تنخوا یا معاش پوره نه دی تر لاسه کړی. هغه زیاتوي:” سربیره پر دې چې زه حاضر وم د قرنطین په ورځو کې هم کار وکړم ، خو له دې کبله چې زموږ رسنۍ ، کارکوونکو ته صحي او ترانسپورټي وسایل او وسایط نشو برابرولۍ ، نو زموږ قرارداد له منځه لاړ او زه بیکاره شوم.”  

د پژواک خبري آژانس یو خبریال چې نه غواړي نوم یې واخستل شي وایي:” د کابل د قرنطین کیدو په لومړیو کې له موږ سره جوړ جاړی وشو چې یوازې د اپریل (حمل) میاشت کې به معاش نلرو. موږ هیله من یو چې دا حالت دوام ونه مومي، ځکه زما او زما د همکارانو د ژوند مصارف همدا د خبریالۍ معاش دی.”

همداشان د پژواک خبري آژانس مسوول دانش کړوخیل هم مخکې تر دې د دې آژانس د خراب اقتصادي وضعیت او د خپلو همکارانو د بې معاش رخصتۍ په هکله مرکز ته خبر ورکړی و.

په هرات کې هم چې د کرونا ویروس د خوریدو اصلي ټاټوبی دی ، یو شمیر رسنیو کار درولی چې د همدې دلیل پر بنسټ ۲۳ تنه ښځینه خبریالانې بیکاره شوې دي. په هرات کې د شینهوای خبري سایت یوازنی خبریاله چی بې معاشه رخصتۍ تللي دي.

وروسته له هرات او کابل، کندهار د کویید ۱۹ ډیری ناروغانو درلودونکی دی او له دریو اوونیو راپدیخوا دا ولایت هم په قرنطین کې دی. د مرکز د ورکړل شوو آمارو پر بنسټ، د دغه ولایت په رسنیو کې ۱۸ ښځینه خبریالانې کار کوي ، چې د امنیتي بنسټونو د بې حده محدودیتونو له کبله چې په دې ولایت کې وضع شوي ، په دې وروستیو ورځو کې ډیری رسنۍ هم قرنطین شوې او له ۵۰ سلنه زیاتې دغه ښځینه خبریالانې بې معاشه رخصت شوې دي.

په نورو ولایتونو کې هم وضعیت توپیر نلري. د بغلان راډیو رویان خبریاله سلما حیدري هم له ۱۱ تنه نورو ښځینه خبریالانو سره چې بې معاشه رخصت شوې وایي:” د بغلان قرنطین د دې لامل شو چې له خپل معاش چې زما او زما د همکارانو ورځنی عاید وو محروم شوو.”

په سمنګان کې هم چې په دې نژدې وروستیو کې قرنطین شوی د مرکز تر لاسه شوي امار ښيي، چې ۵ تنه ښځینه خبریالانې بیکاره شوې ، چې له دې ډلې د شهروند راډیو خبریالې رویدا عثماني مرکز ته وویل ، چې د دې ولایت د قرنطین له کبله ورته بې معاشه رخصتي ورکړل شوې ده.  

په هغه ولایتونو کې چې رسنیو خپلو خبریالانو ته د خوندیتوب او ساتنې وسایل چمتو کړي، ښځینه خبریالانې خپلو دندو ته دوام ورکوي. له دې ډلې فراه د ۷  ښځینه خبریالانو او غزني د ۸ ښځینه خبریالانو په درلودو تر اوسه هم خپل کار ته دوام ورکړی. په فراه کې د نشاط راډیو خبریاله مینه مروت وایي:” زموږ د رسنۍ مسوولانو هغه چې خبریالان یې باید په پام کې ونیسي ورزده کړي او کار کوونکي په نوبتي ډول خپل کار ته دوام ورکوي.”

په غزني کې د شمله راډیو خبریاله ډیوه ستانکزی وایي، کله چې دفتر ته راځي د خوندیتوب وسایل ورته په پام کې نیول شوي او دوی خپله دنده په ډاډه زړه تر سره کوي. د هغې په وینا چې په اوسني وضعیت کې دوی خپل ځیني کارونه په کورونو کې چمتو او خپروي.

خو د هیواد په ځینو ولایتونو کې وضعیت مناسب نه دی. په میدان وردګو کې خبریاله شیلا ابراهیمي هم په اوسني وضعیت کې د خپلو امتیازاتو له کمیدو ګیله لري او وایي:” که وضعیت په همدې توګه دوام وکړي په دې ولایت کې به خبررسونه له سکوت سره مخامخ شي ، ځکه د دندې مسوولیت تر څنګ موږ د کورنیو مسوولیت هم په غاړه لرو.” په بغلان کې خبریاله حلیمه وردګ هم د خپلې همکارې خبره تاییدوي.

په جلال آباد کې هم چې د ۱۷ تنو په شاوخواکې ښځینه خبریالانې په خبر رسونه بوختې دي، سر بیره پر ستونزو او خنډونو بیا هم خپلو دندو ته دوام ورکوي. د راډیو نرګس خبریاله نفیسه سهار وایي:” که څه هم په ننګرهار کې د کرونا ویروس پر ستونزې سربیره نورې ستونزې لکه امنیتي او ترانسپورتي ستونزې شتون لري، خو موږ ۸ تنه ښځینه خبریالانې د هغو غوښتنو له کبله چې خلک یې له رسنیو لري، هڅه کوو د قرنطین په شرایطو کې هم خبرونه او لازمې خپرونې جوړې او د راډیو او نورو رسنیو له لارې یې د ټولو غوږونو ته ورسوو او دا کار خپل ویاړ ګڼو.”

بلخوا بیا د ښځو حقونو فعاله او د آریانا ټلویزیون پخوانۍ ژورنالیستې ویدا ساغري ، د مرکز خبریالې ته وویل، کله چې یوه خبریاله د کار په خاطر یوې رسنۍ ته ورځي ، نو د هغې د کار لایحه د کار له قانون سره سمه چمتو کیږي او د رخصتیو او کاري خوندیتوب په هکله له مخکې ژمنه کیږي ، خو کله چې بیا داسې وضعیت رامنځته کیږي خبریال په تیره بیا ښځینه خبریالانې د اړوندې رسنۍ لخوا بې معاشه رخصت کیږي.

په کابل کې د ۸ صبح خبریالې زهرا عطایي هم چې د قرنطین له کبله یې خپل معاش له لاسه ورکړی وایي:” رسنۍ چندان معاش هم نه ورکوي چې کارکوونکې یې ذخیره کړي او همداشان خبریالان بیمه هم نلري.”

بلخوا بیا د رسنیو مسوولان د پوره بودجې او عاید نشتون د دغه بحران لامل ګڼي او وايي، چې د ډیری رسنیو بودجه د هغو د کاري ځواک له فعالیت سره تړلې ده او دوی نشي کولی د قرنطین په وخت کې د خپلو کارکوونکو معاش ورکړي.

په پروان کې د برین راډیو د امتیاز خاونده او مسووله روشنا خالد وایي، چې د بودجې او عاید د کمښت له وجې یې د رسنۍ څـلور تنو ښځینه خبریالانو ته د قرنطین تر پای ته رسیدو  بې معاشه رخصت ورکړی. هغه له حکومت او مسوولو بنسټونو غواړي چې تجارتي اعلانونه په برابر ډول په ملي او سیمه ییزو رسنیو وویشي څو د رسنیو مالي ستونزې حل شي.

د پژواک خبري آژانس مسوول دانش کړوخیل د قرنطین حالت کې په مرکز او ولایتونو کې د خپلو خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو بې معاشه رخصتول مني او وايي:” له دې کبله چې پژواک فعلا کومه عایداتي سر چینه نلري او ممکن د قرنطین حالت دوام ومومي ، موږ اړینه وګڼله چې خپل خبریالان بې معاشه رخصت کړو.”

په مقابل کې داسې رسنۍ هم فعالیت لري چې د دوی په وینا تر خپلې وسې یې خپلو کارکوونکو ته امکانات برابر کړي دي.

په کابل کې د خورشید ټلویزیون چې په کې ۲۵ تنه ښځینه خبریالانې کار کوي،  د خبر برخې مسوول احمد جاوید د خپلې رسنۍ د کار د دوام او خبریالانو ته د خوندیتوب وسایلو د چمتو کولو څخه د یادونې تر څنګ وایي:” که د ټلیفون له لارې د معلوماتو اخستل محدود وي ، نو د دوی همکاران د دوه مټرۍ واټن په پام کې نیولو سره رپوټونه چمتو کوي.”

بلخوا بیا د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي معین شیوا شرق ، له رامنځته شوي بحران څخه د اندیښنې څرګندولو تر څنګ وايي، چې حکومت او د افغانستان خلک د کرونا ویروس د اغیزو له کبله سختې ورځې تیروي. هغه وویل:” په پام کې ده چې د حکومت لخوا ډیر ژر د دغه بحران د مدیریت لپاره جدي تابیاوې ونیول شي.”

دا راپور په داسې حال کې د مرکز لخوا چمتو کیږي، چې مخکې د ۱۳۹۹ د وري په ۱۵ ( د ۲۰۲۰ د اپریل په ۳ ) په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز( CPWAJ) او د بې پولې خبریالانو سازمان  (RSF)د افغانستان د خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو چې ژر زیانمنې کیږي د وضعیت په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړې وه .

دوباره کوشش کنید

د مرکز او ولایتونو له رسنیو سره دوګونی چلند کیږي

آسیه وردګ ۱۲ جون/ ۲۳ جوزا ۱۳۹۹  په مرکز کابل کې رسنیو ته د کرونا …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *