قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د میدان وردګو ښځینه خبریالانې : په دې هیله چې ۱۳۹۹ د سولې کال وي

د میدان وردګو ښځینه خبریالانې : په دې هیله چې ۱۳۹۹ د سولې کال وي


میدان وردګ

۷ اپریل/۱۹ حمل ۱۳۹۹

د میدان وردګو یو شمیر ښځینه خبریالانې وايي ، چې په دغه ولایت کې ځینو ستونزو د دوی د فعالیت ساحه محدوده کړې ده او غوښتنه لري، چې د دې ولایت محلي اداره باید ورته جدي پاملرنه وکړي تر څو راتلونکی ۱۳۹۹ ه ش کال د خبریالانو لپاره د امن او پرمختګ کال وي .
دوی وايي ، چې  ښځینه خبریالانې نشي کولی ولسوالیو ته ولاړې شي او د نارینه وو په څير ، راپور چمتو کړي.
خبریاله خالصه جلیلزی وايي، چې له میدان ښار پرته ،  نورو سیمو ته په ډاډه زړه نشي تللی تر څو هلته له خلکو سره له نژدې خبرې وکړي او خپل ګزارشونه چمتو کړي.
د آغلې جلیلزی په وینا ، چې  له یوې خوا په دغه ولایت کې نا امني ډيره زیاته او امنیتي ساحه ډيره محدوده ده او له بل پلوه په لرې پرتو سیمو کې د ښځو فعالیت په دولتي ادارو کې ډير کم دی.
د نوموړې په وینا، کله چې د یوې موضوع په اړه د کلیوالو خلکو غږ ته اړتیا وي، نو په وینا یې چې ډيره ورته ستونزمنه ده، چې کلیو ته ولاړه شي او هلته له خلکو سره له نږدې خبرې وکړي.
په ورته وخت کې یوه بله خبریاله آغلې شیلا هم له ورته ستونزو یادونه کوي او زیاتوي، چې میدان وردګو کې له ښځینه خبریالانو سره د خلکو په ځانګړي ډول د عامو خلکو چلند ښه نه دی او له دې امله ښځې نشي کولی چې په داسې موضوعاتو ګزارشونه جوړ کړي چې محتوا یې پر عامو او کلیوالو وګړو څرخي.
دا وايي:” په دې ولایت کې د ښځو ژوند ډیر محدود دی او ډيرې کمې ښځې حاضریږي چې له رسنیو سره خبرې وکړې او د ټلویزیون پر پرده را څرګندې شي یا هم له هغوی څخه تصویر واخستل شي.”
دغه خبریالانې زیاتوي:” موږ غواړو په راتلونکي ۱۳۹۹ ه ش کال کې د څيړنیز ژورنالیزم په برخه کې کار وکړو، خو نا امنۍ ، کلتوري محدودیتونه او د نر واکۍ فرهنګ مو په وړاندې لوی خنډونه دي.”
دوی پر دغه ستونزو سربیره بیا هم د ښځینه خبریالانو لیوالتیا ته خوشبینې دي او وايي ، چې له دغه ستونزو سره سره ، ښځینه خبریالانې هڅه کوي خپل فعالیت پراخ کړي او د ستونزو پر وړاندې مبارزه وکړي.
خپلواکه خبریاله شریفه هوتک وايي، چې دا هم زموږ د رسنیزو فعالیتونو د پرمختګ یوه نمونه ده چې موږ په تحقیقي ژورنالیزم کې اوس هم ډير کار کړی، موږ په غیر مستقیم ډول له ښځو سره غږیږو، په انفرادي ډول مو د دوی ستونزې اوریدلې او ریکارډ کړې دي، د ټلیفون  او خصوصي مجلسونو له لارې مو له ښځو سره اړیکې ټینګې کړې، تر څو ستونزې یې واورو او د ګزارشونو او مقالو له لارې یې تر مسوولو چارواکو ورسوو.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال په میدان وردګو کې ۵ غږیزې رسنۍ فعالیت لري ، چې ښځینه خبریالانې هم پکې ځینې خپرونې په مخ وړي.
بلخوا بیا سیمه ییز چارواکي هم دا مني چې ځینو سیمو کې به د وسله والو فعالیتونه وي، خو زیاتوي چې دوی د خبریالانو فعالیت ستايي او په هره برخه کې ورسره همکارۍ ته چمتو دي. د دوی په خبره د میدان وردګو سیمه ییزې ادارې ، د بیان آزادۍ ته ژمنې دي او د رسنیو د فعالیت او د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته به هر وخت لومړیتوب ورکړي.
د ولایت مقام ویاند محب الله شریفزی خوښي څرګندوي چې په ۱۳۹۸ ه ش کال کې په دغه ولایت کې د خبریالانو پر وړاندې هیڅ ډول د تاوتریخوالي پیښه نه ده رامنځ ته شوې او په دغه ولایت کې د ښځینه خبریالانو او رسنیو د فعالیت په وړاندې هیڅ ډول ستونزه او ننګونه نشته او د ولایت مقام او ټولې سیمه ییزې دولتي ادارې مکلفې دي چې له خبریالانو سره همکاري ولري او په وخت اطلاعات ورکړي.
شریفزی وایي:” رسنۍ او خبریالان د ټولنې رښتیني غږونه دي ، بیان ازادۍ ته پوره درناوی لرو، ارزښت ورکوو او دا زموږ مسوولیت دی ، چې ټولو خبریالانو ته خوندي کاري چاپیریال برابر کړو .”
میدان وردګ یو له هغه ولایتونو څخه بلل کیږي، چې په اکثریت ولسوالیو کې یې امنیتي ستونزې ډیرې او په ډيرو سیمو کې یې وسله وال طالبان فعالیت کوي. له لرو پرتو سیمو سره د مرکز اړیکه کمه او د نا امنیو له امله پکې د ښځو د کار ساحه محدوده شوې ده او یوازې د صحت په برخه کې میرمنې په ډاډه زړه کار کولی شي.

دوباره کوشش کنید

له امریکا سره د طالبانو د سولې جوړښت لیک لاسلیک او د خبریالانو اندیښنې

کابل مارچ لومړۍ / د ۱۳۹۸ د کب ۱۱ مه له امریکا سره د طالبانو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *