قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرپانه / د سولې په بین الافغاني خبرو اترو کې د بیان او رسنیو ازادۍ اړوند د خبریالانو د ملاتړ مرکز مطبوعاتي وینا

د سولې په بین الافغاني خبرو اترو کې د بیان او رسنیو ازادۍ اړوند د خبریالانو د ملاتړ مرکز مطبوعاتي وینا

کابل

۲۹ مارچ/ ۱۰ حمل ۱۳۹۹

 په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، په داسې حال کې چې د تلپاتې سولې په راوستو کې د هر ډول پریکړې هرکلی کوي، خو د یادونې وړ بولي چې الزامي باید د دغه مذاکره کوونکي پلاوي په جوړښت کې د رسنیو یو باصلاحیته استازی هم شامل وي، څو د خبریالانو اړوند مسایل مطرح او له هغو ملاتړ وکړي.

د مرکز په باور، اړینه ده چې د حکومت د وروستیو دوو لسیزو مهمو لاسته راوړنو ( بیان او رسنیو ازادۍ ) په هکله په دغه خبرو اترو کې پر دغو دوو اصلونو بحث او خبرې وشي.   

له همدې کبله مرکز د خپلې مخکینۍ خبرتیا په دوام ، ټینګار کوي هغه پلاوی چې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره ټاکل کیږي د نورو مهمو موضوعاتو تر څنګ دې د خبریالۍ ، بیان آزادۍ او د ښځینه خبریالانو د وضعیت په هکله هم بحث وکړي.

د مرکز په باور، د بیان ازادۍ اړوند ارزښتونه د اطلاع رسونې د مبارزینو په ځان ښندنو او مبارزو تر لاسه شوي او نن د نړیوالې ټولنې او د افغانستان جمهوري دولت د وروستیو ۱۸ کلونو له مهمو لاسته راوړنو شمیرل کیږي.  

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې میرمن فریده نیکزاد ، له بین الافغاني خبرو اترو څخه د هرکلي تر څنګ وویل چې په دغه خبرو اترو کې د رسنیزې ټولنې په پام کې نه نیول د بیان ازادۍ او رسنیو ګوښې ته پاتې کیدلو په معنا دي.

هغه زیاتوي:” د خبرو اترو په دې دور کې به د تلپاتې اوربند په هکله بحث وشي، خو اړینه دا ده له هر آدرس څخه چې وي د بیان او رسنیو ازادۍ او د خبریالانو د وضعیت په هکله دې بحث او ملاتړ وشي.”

دا په داسې حال کې ده چې د هیواد جمهور رییس محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ  (د ۱۳۹۹ د وري په  ۶ ) د بین الافغاني مذاکره کوونکي پلاوي ۲۱ کسیز نوملړ چې په مشرتابه کې یې معصوم ستانکزی دی معرفي کړ. دا نوملړ چې په کې سیاسي او حکومتي څیرې شاملې دي، خو د مدني ټولنې او رسنیو په استازیتوب په کې څوک نه تر سترګو کیږي.

د یادولو ده چې د سولې خبرو اترو له پیل سره په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، د یوې مطبوعاتي وینا او کمپاین په ترڅ کې له دغو خبرو اترو خپل ملاتړ اعلان کړ او د ښځینه خبریالانو اندیښنې یې هم د هغه څه په هکله چې د سولې په خبرو اترو کې ، د دموکراسۍ ارزښتونو له هغه ډلې د بیان او رسنیو ازادۍ نه تضمین او د خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو حقونو او امنیت ته نه پاملرنې په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړه چې د دغه وینا په پای کې ۳۰۰ تنو خبریالانو او مدني فعالانو په لاسلیک خپل ملاتړ د مرکز له کمپاین څخه اعلان کړ.

دوباره کوشش کنید

د میدان وردګو ښځینه خبریالانې : په دې هیله چې ۱۳۹۹ د سولې کال وي

میدان وردګ ۷ اپریل/۱۹ حمل ۱۳۹۹ د میدان وردګو یو شمیر ښځینه خبریالانې وايي ، …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *