قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د ۱۷۴۱ تنو په شاوخواکې ښځې په رسنیو کې فعالیت لري چې ۱۱۴۰ تنه یې خبریالانې دي

د ۱۷۴۱ تنو په شاوخواکې ښځې په رسنیو کې فعالیت لري چې ۱۱۴۰ تنه یې خبریالانې دي

کابل

د مارچ ۸ / ۱۳۹۸ د کب ۱۸ مه

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، د خپل فعالیت د پیل په دریېمه کلیزه کې د ښځینه خبریالانو نوي امار یا شمیره خپره کړه. دې مرکز په کال ۱۳۹۷ کې د لومړي ځل لپاره په رسنیو کې د فعالو ښځو شمیره خپره کړې وه ، چې دا شمیره یا امار د دې ښکارندویي کوي ، چې جګړه ، نا امني، جنسیتي ځورونې، تعصب او ټولنیزې ستونزې ، مذهبي او اقتصادي ستونزې په رسنیو کې د ښځو د حضور بنسټیز خنډونه دي.

د مرکز نوې شمیره یا امار ، د هیواد په کچه د مرکز د څیړنې پر بنسټ ده ، چې په ۳۲۹ ټولییزو او سیمه ییزو رسنیو کې د ۷۴ ټلویزیونونو ، ۱۶۳ راډیوګانو ، ۷ خبري آژانسونو ، ۸۵ چاپي رسنیو ،  د ۱۷ ورځپاڼو او پاتې نور یې میاشتنیو ، فصل نامو ، مجلو، ویبسایټ او دریو د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو ، د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه ،  د افغانستان خپلواکو رسنیو د ملاتړ”نی”  دفتر او د افغان ښځینه خبریالانو ټولنې په ګډون یې تر سره کړه. 

په یادو رسنیو کې ۷۵۷۷ تنه کارکوونکي په کار بوخت دي، چې ۱۷۴۱ تنه یې ښځې دي او له دې ډلې ۱۱۴۰ تنه یې مسلکي خبریالانې دي. دا څیړنې ښيي چې د ښځینه خبریالانو لومړنی تمرکز یا تم ځای کابل ، وروسته بلخ او بیا هرات دی. ډیری ښځینه کارکوونکې ، په موبي ګروپ چې شمیر یې ۱۵۰ تنه دی ، ملي راډیو ټلویزیون ۱۴۰ تنه ، د آریانا راډیو ټلویزیون شبکه ۵۰ تنه ، بانو راډیو ټلویزیون ۴۷ تنه ، میوند ټلویزیون ۴۰ تنه ، خورشید ټلویزیون ۴۰ تنه او د زن ټلویزیون کې ۳۵ تنه کارکوونکې په کار بوختې دي.

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، په تیرو څلویښتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره  د ۲۰۱۸ کال د مارچ په ۱۰ مه د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې ، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د وضعیت او شمیر په هکله  امار او ارقام خپاره کړل. چې له ۳۲۵ رسنیو سره د خبرو اترو پایله یا نتیجه وه. په یاد راپور کې ۱۶۹۶ تنه ښځې په رسنیو کې په کار بوختې وې ، چې ۷۶۴ تنه یې مسلکي وې ، خو د مرکز د اوسنیو موندنو پر بنسټ ، په هیواد کې د ښځینه مسلکي خبریالانو شمیر له ۷۶۴ څخه ۱۱۴۰ تنو ته اوچت شوی.

مرکز د خپلې نوې څیړنې پر بنسټ بیانوي چې کابل د ۱۰۸ رسنیو درلودونکی دی ، چې ۴۹۴۰ تنه کارکوونکي لري او ۱۰۸۰ تنه یې ښځې او د دغو ښځو له ډلې ۸۱۶ یې مسلکي دي. بلخ د ۲۰۰ کارکوونکو په درلودو چې ۷۹ تنه ښځې او ۴۲ یې مسلکي دي په دوهمه درجه کې راځي او وروسته تر هغه ، هرات د ۲۹۴ رسنیزو کارکوونکو په درلودو چې ۷۴ یې ښځې او ۳۷ تنه یې مسلکي دي په دریېمه درجه کې راځي.

همداشان د مرکز په دې څیړنه کې وروسته له هرات څخه ننګرهار د ۳۵۶ تنو رسنیزو کارکوونکو په درلودو چې ۴۸ یې ښځې او ۱۸ تنه له دې ښځو مسلکي دي. کندهار د ۲۲۹ تنه رسنیزو کارکوونکو په درلودو چې له دې ډلې ۴۵ یې ښځې او ۱۸ تنه یې مسلکي دي په پنځمه درجه کې راځي ، چې د دغو ولایتونو په رسنیو کې د ښځو شمیر زیات شوی او یو علت یې هم د نا امنیو کمښت دی. د مرکز په مخکیني راپور کې ، ننګرهار ۱۵۳ تنه رسنیز کارکوونکي درلودل چې له دې ډلې ۲۹ تنه ښځې او ۱۰ تنه یې مسلکي وې ، کندهار ۱۱۷ تنه رسنیز کارکوونکي درلودل چې ۱۹ تنه یې ښځې او ۶ تنه یې مسلکي وې.

په مخکینیو څیړنو کې وروسته له هرات ، بدخشان د ۱۵۰ تنو رسنیزو کارکوونکو په درلودو چې ۶۶ تنه یې ښځې او ۳۱ تنه یې مسلکي وې ،  تخار د ۱۵۶ تنه رسنیزو کارکوونکو په درلودو چې ۵۴ تنه یې ښځې او ۶ تنه یې مسلکي وې په پنځمه درجه کې راتلو.

په ۱۳۹۸ کال کې د مرکز نوې څیړنې ښیي ، چې په سویلي او سوویل ختیځو سیمو کې جګړې او نا امنۍ راکمې شوې ، خو بر عکس په شمالي سیمو لکه بغلان، کندز، بدخشان، فاریاب او تخار کې بیا نا امنۍ زیاتې شوې ، چې په مستقیم ډول یې په رسنیو او د هغو په اقتصادي وضعیت ناوړه اغیزه کړې ده.

د دې برخې موندنې ښيي چې په ۵ ولایتونو، لوګر، پکتیکا ، نورستان ، نیمروز او ارزګان کې د نا امنیو او ټولنیزو ستونزو له کبله ښځینه خبریالانې فعالیت نشي کولی ، خو یو کم شمیر ښځې بیا د رسنیو په اداري چارو او د خپرونو د میلمنو رابللو برخه کې کار کوي.

په مقابل کې د مرکز د دوو مخکې کلونو څیړنې ښيي چې په ۶ ولایتونو نورستان ، ارزګان ، پکتیکا ، میدان وردګو، کنړ او زابل کې ښځینه خبریالانو شتون نه درلود ، خو فعلا په میدان وردګو او زابل کې ښځینه خبریالانې فعالیت لري.

دا په داسې حال کې ده کوم ارقام چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د نشراتو یا خپرونو ریاست لخوا مرکز ته ورکړل شوي، دم ګړۍ د هېواد په کچه ۳۶۳ رسنۍ په قانوني توګه فعالیت لري.

له جګړې او نا امنیو د ښځینه خبریالانو زیانمن کیدل

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو ملاتړ مرکز موندنې ښیي ، چې په وروستیو کلونو ، په تیره بیا په تیرو دوو کلونو کې ، د هیواد په رسنیو خاصتا مرکز کې د ډیجیټلي رسنیو له رامنځته کیدو او ځینو رسنیو د مالي وضعیت له ښه کیدو سره د ښځو ونډه څه نا څه زیاته شوې ده. خو په مقابل کې د ناامنیو ، جګړو او ځینو ټولنیزو ستونزو له کبله چې د ښځینه خبریالانو د کمښت له اصلي عواملو څخه شمیرل کیږي، تر ډیره خبریالانې ترینه اغیزمنې شوې دي.

وروستیو شدیدو نا امنیو، په جګړه ځپلو ولایتونو لکه کندز کې د ښځینه خبریالانو پر کار اغیزه کړې ده. په دغه ولایت کې د لومړنۍ سروې په پایله کې چې په ۲۰۱۸ کې تر سره شوه ۲۶ تنه رسنیزه کارکوونکو په ۱۳ رسنیو کې کار کولو، خو د مرکز د وروستني راپور پر بنسټ سربیره پر دې چې امنیتي وضعیت هم ښه شوی، خو لاهم د تیرو دوو کلونو په امارو کې بدلون نه دی راغلی ، ځکه د مرکز د نوې څیړنې پر بنسټ، د کندز په ۱۱ رسنیو کې ۴۸ ښځې د رسنیو په بیلابیلو برخو کې فعالیت کوي.

نن سبا په ډیری ولایتونو کې جګړه او نا امني مخ په زیاتیدو ده ، چې هرات ، بلخ ، کندز، فاریاب او فراه د هغه ولایتونو له ډلې دي، چې مخکې تر دې په کې د امنیت مسئله مطرح نه وه، خو په وروستیو دوو کلونو کې د خبریالانو لپاره نا امن شوې دي. د دغه رسنیو مسوولان وایي چې طالبان تر ډیره په رسنیو کې د ښځو د کار کولو خنډ ګرځيدلي دي.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز راپور چې د خبریالانو په وړاندې د جرایمو د معافیت د پای ته رسولو په نړیوالې ورځې (۲ نوامبر) خپور شو ، ښيي چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راپدیخوا د ۲ بهرنیانو په ګډون د ۱۱ تنو په شاوخوا کې خبریالان  ووژل شول.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې اجرایي رییس ښاغلي صدیق الله توحیدي د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز خبریالې ته د یوې مرکې په ترڅ کې وویل:” د انتحاري او انفجاري حملو  او د خبریالانو په وړاندې د هدفمندانه حملو له کمیدو ، له ایمني او خوندیتوب مسایلو د خبریالانو پوهاوی، د سولې پروسې د خبرو اترو پیل او د سولې موافقتنامې په وړاندې د تاوتریخوالي د کمیدو د اوونۍ له کبله د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی کم شوی دی.”

ټولنیزې ستونزې او تبعیض

لا هم د افغانستان په ډیری سیمو کې په ټولنیزو، سیاسي ، فرهنګي په تیره بیا په رسنیو کې د ښځو د ګډون مفهوم له ننګونو سره مخامخ دی. د رسنیو او په هغو کې د ښځو د حضور په هکله د ډیری خلکو  منفي لیدلوری سبب شوی چې د ښځو حضور په رسنیو کې کمرنګه شي. سربیره پر دې د ښځو له ټولنیزو او کاري حقوقو ، د خلکو نه پوهاوی او همداشان په رسنیو کې د ښځو د حضور په وړاندې د ټولنې د خلکو او کورنیو تعصب د ښځو د حضور په وړاندې د خنډونو لامل ګرځیدلي دي. بل مهم دلیل جګړه او نا امني ده.  

د مرکز موندنې ښيي ، چې د کنړ، لوګر، پکتیکا، پکتیا، هلمند، نورستان، زابل، خوست، ارزګان ، نیمروز، میدان وردګ او پنجشیر په ولایتونو کې د حکومت د مخالفانو لخوا د نا امنیو تر څنګ ، له کور څخه بهر د ښځو د فعالیت په وړاندې د ټولنې ناوړه دود دستورونه ، د سیمه ییزو قومندانانو شتون او تبعیض او جنسیتي ځورونې هم له هغو دلایلو څخه دي چې د ښځینه خبریالانو د کار په وړاندې خنډ ګرځیدلې دي. یعنې دا چې ښځې تر نارینه وو زیاتې په ټولنه او د کار په محیط کې ستونزې ګالي.

د زینب راډیو مدیر مسوول محمد فرهاد غفوري په دې هکله وویل:” وروسته له نا امنیو، ټولنیزې ستونزې، د رسنیو او ښځو په وړاندې د افراطي آیډیولوژۍ او منفي لیدلوري شتون ، په ټولو برخو په تیره بیا خبریالۍ کې د ښځو د پرمختګ په وړاندې خنډ ګرځیدلي دي.”  

د نی ( د خپلواکو رسنیو ملاتړ کوونکی ) دفتر مسوول مجیب الله خلوتګر، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز ته په دې هکله چې آیا د تیرو دوو کلونو په پرتله ، د خبریالانو عمومي وضعیت ښه شوی او کنه ، وویل:” د کاري اصولو پر بنسټ، د مسلکي خبریالانو وضعیت او د کار څرنګوالی یې د تیرو دوو کلونو په پرتله ښه شوی دی. که څه هم په دې وروستیو کې نا امنۍ او د رسنیو د کار په وړاندې محدودیتونه زیات شوي ، په تیره بیا په دې ورځو کې چې د سولې بهیر هېوادنۍ مسئله ګرځیدلې ده ، ممکن په راتلونکي حکومت کې د مخالفانو په شریکیدو، دا محدودیت نور هم زیات شي.”

اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیتونه (تړلتیاوې)

د مرکز د موندنو پر بنسټ ، اطلاعاتو ته نه لاسرسی په دې وروستیو کې په مرکز او ولایتونو کې د رسنیو په وړاندې د مهمې ننګونې په توګه په ګوته شوی دی . خبریالانو ته د اطلاعاتو ورکولو په برخه کې د ځینو ادارو لخوا د محدودیت لګولو او د دغه ادارو د ځینو کارکوونکو نه با خبري له دې ټکي چې اطلاعاتو ته لاسرسی د ټولو حق دی ، د دغه ننګونې عمده دلیل دی. دا ستونزه ښځینه خبریالانو ته تر نورو ډیره شتون لري.

په فراه کې د “نشات” راډیو مدیر مسوول حمیدالله حمیدي وایي:” نارینه خبریالان نظر ښځینه خبریالانو ته د هغو اړیکو له کبله چې له ځینو ادارو سره یې لري ، ډیر ژر او په وخت اطلاعات تر لاسه کولی شي.”

بلخوا بیا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمسیون مرستیاله نجیبه مرام په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو ملاتړ مرکز ته د اطلاعاتو ورکولو په هکله ادارو ته وایي، چې معلومات د بنسټونو اسرار نه بلکې د خلکو امانت دی چې باید ورته ورکړل شي. میرمن مرام د سولې مسئله او په راتلونکي حکومت کې د طالبانو شریکیدل، نه یوازې د رسنیو او بیان آزادۍ نه محدودیدل وګڼل بلکې د هغې په وینا د هیواد د تصویب شويو قوانینو پر بنسټ هیڅوک د اطلاع ورکولو د محدودیت حق نلري. هر رژیم او حکومت حتا په نړیواله کچه ټول مکلف دي څو معلومات وړاندې او د بیان آزادۍ ته چې په هیوادنۍ او نړیوالو کړنلارو کې بنسټیز اصل دی ځواک وروبښي.

دا په داسې حال کې دي، چې د ۱۳۹۸ کال د مرغومي په ۱۵ مه د افغانستان شاوخوا ۳۰ خپلواکو رسنیو د یوې وینا په پای کې په لاسلیک کولو، اطلاعاتو ته پر لاسرسي د حکومت د زیات محدودیت پرلګولو نیوکه وکړه چې د بې پولې خبریالانو سازمان هم د یوې اعلامیې په ترڅ کې د افغانستان له رسنیو ملاتړ وکړ.

کړکیچ د افغانستان د رسنیو لمن نیولې

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز موندنې ښيي، چې په مرکز او ولایتونو کې د ۵۲۳ رسنیو له ډلې ، له ۱۹۴څخه زیاتو تصویري، صوتي او چاپي رسنیو فعالیتونه د اقتصادي ستونزو او نا امنیو له کبله په ټپه دریدلي. دا ستونزه په هیواد کې ټولییزه ده او په ټوله کې یې د هیواد رسنۍ اغیزمنې کړې دي.

 د بلخ ، دایکنډي ، سرپل ، جوزجان ، سمنګان ، بدخشان او بامیان رسنیو مسوولان د نا امنیو تر څنګ ټولنیزې ستونزې ، د رسنیو اقتصادي ستونزې او ښځینه خبریالانو ته د کم معاش ورکول، تر ډیره د ښځینه خبریالانو د کار په وړاندې خنډ ګڼي.

دا مسوولان وایي  چې د مالي ستونزو له کبله نشي کولی په رسنیو کې ښځینه خبریالانو ته د دوی د کار په برابر کې پوره معاش ورکړي چې په ځینو حالتونو کې دا خبریالانې حتا پرته له کوم امتیاز هم فعالیت کوي.

له همدې کبله په بلخ کې د الماس راډیو ټلویزیون د امتیاز خاوند او مدیر مسوول هم په دې ولایت کې په رسنیو کې د مالي ستونزو شتون د ښځینه خبریالانو په وړاندې خنډ ګڼي او وایي ، چې په تیر کې په دغه رسنیو کې ۳۰ تنه ښځو کار کولو ، خو اوس دا شمیر ۴ تنو ته راټیټ شوی دی.

ځینې مدیران د رسنیو کم عاید او زیات مالیات د رسنیو د ماتې لامل بولي او وایي ، چې د حکومت لخوا غږیزو او تصویري رسنیو ته د حکومت لخوا ډیر مالیات ټاکل شوي دي ، چې د رسنیو له توانه وتلي دي او دا لامل شوي چې رسنیز بنسټونه خپلو فعالیتونو ته دوام ورنکړی شي.

په کندز کې د (روشني) راډیو د امتیاز خاونده او مدیر مسووله ، چې پخوا یې د روشني راډیو ټلویزیون مسوولیت درلود وایي ، چې د مالي ستونزو او کمو مالي مرستو او اعلانونو له کبله ، د روشني ټلویزیون فعالیت ودرید.

که څه هم د جګړې زیاتیدو، او د رسنیو د مالي ستونزو له کبله د رسنیزو کارکوونکو شمیر کم شوی، خو د ښځینه خبریالانو د وړتیاوو لوړیدل ، د ښوونیزو پروګرامونو شتون ، له ژورنالیزم سره د ښځو لیوالتیا ، رسنیزو کارونو او د ښځو د ملاتړ کوونکي په توګه  په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د فعالیتونو له زیاتیدو سره د ښخینه خبریالانو شمیر ډیر شوی دی.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په تیرو دریو کلونو کې د دې ستونزې د حل په خاطر په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې د نه ځورونې او وړتیا لوړونې منشور جوړ او د ښځینه خبریالانو له حقونو د ملاتړ په موخه یې په یوه لوی مجلس کې اعلان کړ.

مرکز د هغه بنسټ په توګه چې د جنسیتي ځورونې موارد په ګوته کړي او د هغو په هکله خبرې هم وکړي ، د تاوتریخوالي په وړاندې د مبارزې او جنسیتي تبعیض  کمپاین له پیل سره وتوانید د رسنیو مسوولانو پاملرنه واړوي او هغوی ښځینه خبریالانو ته په احترام او له هغوی څخه ملاتړ او درناوي ته اړ کړي.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې میرمن فریدې نیکزاد ، د دغه څیړنې د موخې په هکله وویل ، چې د ښځینه خبریالانو وضعیت ته په کتو په تیره بیا د مرکز د راپورونو پر بنسټ اړتیا وه چې دا سروې تر سره شي.

میرمن نیکزاد زیاته کړه، د مرکز موندنې چې څه نا څه ۶ میاشتې وخت یې ونیولو، ښيي چې په ځینو ولایتونو کې چې د تاوتریخوالي کچه په کې راکمه شوې ده ، د ښځو حضور هم په کې زیات شوی.

د میرمن نیکزاد په وینا:” له دغه راپور څخه لاسته راغلي امار او ارقام کولی شي د افغانستان په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو او خبریالانو تقریبا پوره شمیره وي او بیلابیلې سرچینې کولی شي له دغه ارقامو د یوې سرچینې یا بنسټ په توګه کار واخلي او همداشان د ننګونو په ګوته کول هم مرسته کولی شي چې د هغو مطابق ګټورې حل لارې ولټول شي او ورته لومړیتوب ورکړل شي.”

بلخوا بیا په افغانستان کې د سولې خبرو اترو له پیل سره، مرکز د ۱۳۹۷ کال د مرغومي په ۲۴ مه د یوې اعلامیې په ترڅ کې په هیواد کې د سراسري او تلپاتې سولې له راتګ څخه د ملاتړ تر څنګ د سولې په خبرو اترو کې د دموکراسۍ ارزښتونو په تیره بیا د رسنیو د خپلواکۍ ، بیان د آزادۍ تضمین ، د خبریالانو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو حقونو او امنیت ته د ارزښت نه ورکولو په هکله هم خپله اندیښنه څرګنده کړې.

مرکز د لومړي ځل لپاره د هیواد له بیلابیلو برخو د ښځینه خبریالانو غږ د راپورونو په ترڅ کې اوچت کړی چې هغوی خپل شکایتونه او اندیښنې له مرکز سره شریکې کړې او ویلي یې دي چې نه غواړي د تیرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې چې ښځو او د مطبوعاتو ټولنې د ستونزو په ګاللو او له ځانه تیریدنو تر لاسه کړې ، د دغه خبرو اترو قرباني کړي. چې د دغه وینا په پای کې په لاسلیک  د ۳۰۰ تنو خبریالانو او مدني ټولنې غړو لخوا یې هم ملاتړ اعلان شو.

د یادونې وړ ده چې په رسنیو کې د ښځو زیات حضور سربیره پر دې چې د ټولنې د نیمې برخې ونډه د هیواد په پرمختګ کې ښيي، خو په یو ډول کولی شي په ټولنه کې د ښځو د وضعیت په ښه کیدو کې مرسته وکړي، ځکه دا څرګنده ده ، هر ځای چې د ښځینه خبریالانو شتون زیات وي ، په هماغه اندازه د ښځو ستونزې هم رابرسیره او مطرح کیږي چې چارواکي هم له دغو ستونزو تر ډیره خبریږي. د جګړې اصلي قربانیانې حقیقت او ښځې دي ، ښځینه خبریالانې د سولې، ازادۍ او ارامتیا راوړونکې دي.

دا په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د خپل رامنځته کیدو په لومړۍ کلیزه کې ( د ۱۳۹۷ د کب ۱۹ مه) د لومړي ځل لپاره په رسنیو کې د ښځو پوره ته نژدې ارقام خپاره کړل او دا دي په خپله درییمه کلیزه کې دا شمیرې روښانه او له رسنیو سره شریکوي.

 مرکز دا ټول معلومات د ښځینه خبریالانو د عمومي وضعیت او شمیرو په هکله د اطلاعات او فرهنګ وزارت او په ولایتونو کې د دغه وزارت له ریاستونو څخه د نسبي معلوماتو او هغو اړیکو له طریقه چې له بیلابیلو رسنیو سره یې لري ، د یوه څیړنیز راپور چمتو کولو په خاطر راغونډ کړي .

دوباره کوشش کنید

د خبریالانو رواني نارامتیا د رسنیو د فعالیتونو کیفیت راټیټوي

میدان وردک اول مارچ/ ۱۱ حوت ۱۳۹۸ فکري او ذهني آرامتیا د بشر د ژوند …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *