قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرپانه / د افغانستان په رسنیو کې د ۱۱۴۰ تنو په شاوخوا کې خبریالانې کار کوي

د افغانستان په رسنیو کې د ۱۱۴۰ تنو په شاوخوا کې خبریالانې کار کوي

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په خپله دریېمه کلیزه کې د ښځینه خبریالانو نوي آمار یا شمیره خپره کړه. د مرکز نوې شمیره یا امار ، د هیواد په کچه د مرکز د څیړنې پر بنسټ ده ، چې په ۳۲۹ ټولییزو او سیمه ییزو رسنیو کې د ۷۴ ټلویزیونونو ، ۱۶۳ راډیوګانو ، ۷ خبري آژانسونو ، ۸۵ چاپي رسنیو ،  د ۱۷ ورځپاڼو او پاتې نور یې میاشتنیو ، فصل نامو ، مجلو، ویبسایټ او دریو د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو ، د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه ،  د افغانستان خپلواکو رسنیو د ملاتړ”نی”  دفتر او د افغان ښځینه خبریالانو ټولنې په ګډون یې تر سره کړه.  

په یادو رسنیو کې ۷۵۷۷ تنه کارکوونکي په کار بوخت دي، چې ۱۷۴۱ تنه یې ښځې دي او له دې ډلې ۱۱۴۰ تنه یې مسلکي خبریالانې دي. دا څیړنې ښيي چې د ښځینه خبریالانو لومړنی تمرکز یا تم ځای کابل ، وروسته بلخ او بیا هرات دی. ډیری ښځینه کارکوونکې ، په موبي ګروپ چې شمیر یې ۱۵۰ تنه دی ، ملي راډیو ټلویزیون ۱۴۰ تنه ، د آریانا راډیو ټلویزیون شبکه ۵۰ تنه ، بانو راډیو ټلویزیون ۴۷ تنه ، میوند ټلویزیون ۴۰ تنه ، خورشید ټلویزیون ۴۰ تنه او د زن ټلویزیون کې ۳۵ تنه کارکوونکې په کار بوختې دي.

مرکز دا ټولې څیړنې د رسنیو د خبر برخې له مسوولانو او مدیرانو سره په مستقیم ډول د خبرو اترو او ټلیفوني اړیکو او انټرنټ په وسیله د تماسونو له لارې تر سره کړې.  

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د ۱۳۹۷ کال د کب په ۱۹ مه د لومړي ځل لپاره د ښځینه خبریالانو شمیره خپره کړه ، چې له ۳۲۳ رسنیو سره د خبرو اترو پایله یا نتیجه وه. په یاد راپور کې ۱۶۹۶ تنه ښځې په رسنیو کې په کار بوختې وې ، چې ۷۶۴ تنه یې مسلکي وې ، خو د مرکز د اوسنیو موندنو پر بنسټ ، په هیواد کې د ښځینه مسلکي خبریالانو شمیر له ۷۶۴ څخه ۱۱۴۰ تنو ته اوچت شوی.

مرکز د خپلې نوې څیړنې پر بنسټ بیانوي چې کابل د ۱۰۸ رسنیو درلودونکی دی ، چې ۴۹۴۰ تنه کارکوونکي لري او ۱۰۸۰ تنه یې ښځې او د دغو ښځو له ډلې ۸۱۶ یې مسلکي دي. بلخ د ۲۰۰ کارکوونکو په درلودو چې ۷۹ تنه ښځې او ۴۲ یې مسلکي دي په دوهمه درجه کې راځي او وروسته تر هغه ، هرات د ۲۹۴ رسنیزو کارکوونکو په درلودو چې ۷۴ یې ښځې او ۳۷ تنه یې مسلکي دي په دریېمه درجه کې راځي.

همداشان د مرکز په دې څیړنه کې وروسته له هرات څخه ننګرهار د ۳۵۶ تنو رسنیزو کارکوونکو په درلودو چې ۴۸ یې ښځې او ۱۸ تنه له دې ښځو مسلکي دي. کندهار د ۲۲۹ تنه رسنیزو کارکوونکو په درلودو چې له دې ډلې ۴۵ یې ښځې او ۱۸ تنه یې مسلکي دي په پنځمه درجه کې راځي ، چې د دغو ولایتونو په رسنیو کې د ښځو شمیر زیات شوی ، چې  یو علت یې د نا امنیو کمښت دی. د مرکز په مخکیني راپور کې ، ننګرهار ۱۵۳ تنه رسنیز کارکوونکي درلودل چې له دې ډلې ۲۹ تنه ښځې او ۱۰ تنه یې مسلکي وې ، کندهار ۱۱۷ تنه رسنیز کارکوونکي درلودل چې ۱۹ تنه یې ښځې او ۶ تنه یې مسلکي وې.

په مخکینیو څیړنو کې وروسته له هرات ، بدخشان د ۱۵۰ تنو رسنیزو کارکوونکو په درلودو چې ۶۶ تنه یې ښځې او ۳۱ تنه یې مسلکي دي ،  تخار د ۱۵۶ تنه رسنیزو کارکوونکو په درلودو چې ۵۴ تنه یې ښځې او ۶ تنه یې مسلکي دي په پنځمه درجه کې راتلو.

په ۱۳۹۸ کال کې د مرکز نوې څیړنې ښیي ، چې په سویلي او سوویل ختیځو سیمو کې جګړې او نا امنۍ راکمې شوې ، خو بر عکس په شمالي سیمو لکه بغلان، کندز، بدخشان، فاریاب او تخار کې بیا نا امنۍ زیاتې شوې ، چې په مستقیم ډول یې په رسنیو او د هغو په اقتصادي وضعیت ناوړه اغیزه کړې ده.

د دې برخې موندنې ښيي چې په ۵ ولایتونو، لوګر، پکتیکا ، نورستان ، نیمروز او ارزګان کې د نا امنیو او ټولنیزو ستونزو له کبله ښځینه خبریالانې فعالیت نشي کولی ، خو یو کم شمیر ښځې بیا د رسنیو په اداري چارو او د خپرونو د میلمنو رابللو برخه کې کار کوي.

په مقابل کې د مرکز د دوو مخکې کلونو څیړنې ښيي چې په ۶ ولایتونو نورستان ، ارزګان ، پکتیکا ، میدان وردګو، کنړ او زابل کې ښځینه خبریالانو شتون نه درلود ، خو فعلا په میدان وردګو او زابل کې ښځینه خبریالانې فعالیت لري.

بلخوا بیا په کندز کې وروستیو نا امنیو د ښځینه خبریالانو پر کار اغیزې کړې وې. د مرکز په مخکینۍ سروې (۱۳۹۷) کې نژدې ۴۶ ښځینه رسنیزو کارکوونکو او خبریالانو ۱۳ رسنیو ته کار کولو، خو د نوي راپور پر بنسټ ۴۸ تنه ښځې د کندز په رسنیو کې د امنیتي وضعیت له ښه کیدو سره فعالیت لري.

نن سبا جګړه او نا امني د هیواد په اکثریت ولایتونو کې مخ په زیاتیدو ده چې د هرات ، بلخ ، کندز، فاریاب، او فراه ولایتونه په وروستیو دوو کلونو کې د خبریالانو لپاره نا امنه شوي دي. د دې رسنیو مسوولان وایي، چې طالبان تر ډیره په رسنیو کې د ښځو د فعالیت مخه نیسي.

د مرکز موندنې د ښځینه خبریالانو د کار په وړاندې د خنډونو پیژندنې په برخه کې هم پاملرنه لري چې ښيي وروسته له جګړې د رسنیو مالي ستونزې او د بودجې کمښت او اقتصادي ستونزې هم تر ډیره د خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو د کار په وړاندې خنډ ګرځیدلې دي. د دغه څیړنې پر بنسټ ، ټولنیزې ستونزې او اطلاعاتو ته نه لاسرسی هم له هغو ستونزو دي چې د خبریالانو د کار په وړاندې شتون لري.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو مرکز، د ښځینه خبریالانو د حقونو برخه کې د رسنیزو فعالو بنسټونو څخه دی، چې د بې پولې خبریالانو (RSF ( یا خبریالانو له حقونو ملاتړ نړیوال سازمان په مرسته د ۱۳۹۷ کال د کب په ۱۷ نیټه د ښځینه خبریالانو له حقونو د ملاتړ په موخه رامنځته شوی. د دغه بنسټ مرکزي دفتر په کابل ښار او استازې یې چې فعالې خبریالانې دي، د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو د لومړنۍ شبکې په توګه وټاکل شوې او په فعالیت یې پیل وکړ. مرکز تر دې دمه د ښځینه خبریالانو د ملاتړ په برخه کې ډیر عملي او ګټور کارونه تر سره کړي دي ، چې له هغې ډلې ، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو له وضعیت او شمیرو څخه د څیړنو د پایلې اعلان، د ښځو په وړاندې د نه تاوتریخوالي منشور او په رسنیو کې د ښځو د ظرفیت لوړونې منشور خپریدل ، د دغه منشور په خاطر د کمپاینونو تر سره کول ، د سولې خبرو اترو او په هغو کې د ښځینه خبریالانو د ونډې په هکله د اطلاعیې خپرول او همداشان په ۲۰ ولایتونو کې د دغه اطلاعیې لپاره د کمپاینونو تر سره کولو څخه یادونه وکړو.

دوباره کوشش کنید

د ښځینه خبریالانو کنفرانس پرېکړه لیک، فرصتونه او ننګونې

كابل د 2020 کال د جنورۍ 15-16 د ښځيڼه ژورنالستانو ټولنیز انجمن (AWJU)، له ښځينه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *