قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د خبریالانو رواني نارامتیا د رسنیو د فعالیتونو کیفیت راټیټوي

د خبریالانو رواني نارامتیا د رسنیو د فعالیتونو کیفیت راټیټوي

میدان وردک

اول مارچ/ ۱۱ حوت ۱۳۹۸

فکري او ذهني آرامتیا د بشر د ژوند یو مهم اړخ دی ، چې د ورځنيو فعالیتونو په منظم ډول ترسره کولو لپاره اړینه ده.

ارواه پوهان په دې نظر دي ، چې رواني آرامتیا (فکري روغتیا) فزیکي سوکالي یا روغتیا ، د محیطي او شخصیتي پرمختګونو سبب کیږي ، نو اړینه ده چې بشر لومړی په رواني آرامتیا یا سوکالۍ سمبال شي ترڅو هر اړخیز او مثبت پرمختګونه ترلاسه او د انسانیت پر بنسټونو ولاړه ټولنه رامنځته کړي.

رواني ناروغۍ تر نورو ساري او غیر ساري اپیدیمولوژیکو ناروغیو خطرناکې دي او د ډیری ناعلاجه ناروغیو او ګن شمیر ټولنیزو ستونزو سبب کیږي. د میدان وردک ګڼ شمیر خبریالان مو پر بیلابیلو ستونزو سربیره ، له رواني ناروغیو سره هم لاس او ګریوان دي ، چې د خبریالانو ذهني تعادل ته یې لویه صدمه رسولې او د رسنیزو فعالیتونو د کیفیت په تیټوالي کې هم مستقیمه ونډه لري.

خپلواکه خبریاله شریفه هوتک وایي:” د ځاني او مالي امنیت نشتون، کلتوري محدودیتونه، جنسیتي او نژادي توپیرونه، نرواکه کاري ساحه یا مردسالاره ټولنه ، خبریالانو ته د صحي بیمې نشتون، د وسله والو مخالفینو ، محلي زورواکو کړیو شتون او فاسد چارواکو ګواښونه ، هغه ستونزې دي چې اکثریت خبریالان یې په رواني نارامتیا یا هم په رواني ناروغیو اخته کړي دي.”

آغلې هوتک وایي:” له حکومت او د خبریالانو له ملاتړ بنسټونو څخه مې غوښتنه دا ده چې یادو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي ، ټولې رسنۍ یادې موضوع ته متوجه کړي او ورته د حل لارې ولټوي.”

د یوې سیمه ییزې رسنۍ د طبي خپرونو پرودیوسره شیلا بیا داسې وایي:”هغه میرمنې چې په رسنیو کې فعالیت کوي د ټولنې له خوا فاسدې او بد اخلاقه ګڼل کیږي او د کورنیو له خوا ورته په سپکه سترګه کتل کیږي، دې ته ورته ستونزو د خبریالانو ذهني او فکري تعادل غیر منظم کړی او د دې باعث شوي تر څو په هیواد کې شته مهمو موضوعاتو ته منفي انعکاس ورکړي ، چې د ژورنالیزم له اصولو څخه سرغړونه ده.

آغلې شیلا له ملاتړ کوونکو بنسټونو غواړي ، چې خبریالانو ته د صحي بیمې آسانتیاوې برابرې کړي او تل د رواني آرامتیا د ساتلو لپاره روزنیز سمینارونه جوړ کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشرې وحیدې فیضي، د ښځینه خبریالانو ملاتړ مرکز ته په یوه ځانګړې مرکه کې داسې وویل:” رواني ستونزې په رسنیزو کارونو باندې سل سلنه منفي اغیزې لري ، نو خبریالان هم نشي کولی په پوره تمرکز رسنیز فعالیتونه سرته ورسوي. ټول خبریالان په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې هغه خبري یا څیړنیز ګزارشونه چې د تاوتریخوالي او جګړو په هکله چمتو کوي پرته له شکه د هغوی پر روان باندې اغیز لري او د روحي زیانونو لامل یې ګرځي.

آغلې فیضي د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د فعالیتونو په هکله داسې وویل:” دې بنسټ په تیر ۲۰۱۹ م کال کې د نهو ولایتونو خبریالانو ته د رواني آرامښت ساتلو په هکله اوږد مهاله زده کړه ورکړه، ترڅو دغه نهه تنه خبریالانې په ولایتونو کې له نورو خبریالانو سره حداقل لومړنۍ رواني مشورې شریکې کړي او اکثرا ارواه پوهان لرو، چې ولایتونو ته ځي یا هم په مرکز کابل کې خبریالانو ته رواني مشورې ورکوي او دا بنسټ په روان میلادي کال کې هم د نورو ولایتونو خبریالانو ته روزنیز سمینارونه په پام کې لري.”

په ورته وخت کې مو د یادې موضوع په اړوند ، د هیواد پیاوړي ارواه پوه او د کابل پوهنتون د روانشناسۍ پوهنځي استاد، ډاکتر شرف الدین عظیمي نظر هم واخیست چې ویې ویل:” د اندیښنې او پاملرنې وړ خبره ده ، هغه ستونزې او هغه بدبختۍ چې په نړۍ او هیواد کې دي له بده مرغه خبریالان هم ورسره ډیر مخامخ دي، ځکه خبریالان په ټوله کې او بیا په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې چې د فساد، بې عدالتۍ او بې قانونۍ د برسیره کولو په لټه کې دي او ټول هغه پټ ، تت او تیاره اړخونه چې د زورواکو، مافیا، مخالف او بډایو ظالمانو او قاتلینو په واسطه پټ شوي او ټولنې ته د دغه کړیو روښانه کول او ورپیژندل د خبریالانو بلخصوص ښځینه خبریالانو په ژوند او رواني امنیت نلرلو کې رول لري.

عظیمي وویل:” ټولنیزې ستونزې، رټل، سپکاوی ، کورنۍ ستونزې او خبریالانو ته په بده سترګه کتل هم د دې باعث شوي چې ویره او د ویرو ډولونه ، اضطراب او ډیپریشن یا ژور خفګان باندې خبریالان اخته شي، زما توصېه دا ده چې لومړی په منظمه توګه ارواه پوهانو ته مراجعه کول، دوهم باید د خبریالانو بنسټونه او رسنۍ په خپلو بنسټونو کې ارواه پوهان استخدام کړي یا هم د ارواه پوهنې له مرکزونو سره د اوونیزو او میاشتنيو روان درماني روزنیزو پروګرامونو قراردادونه امضا کړي او خبریالان له رواني ناروغیو وساتي.”

د ښځو فعالین په دې باور دي ، څومره چې په ټولنه کې نارینه د جګړو قرباني کیږي، ښځې تر هغه زیاتې اغیزمنې او قرباني کیږي او په تیرو جګړو کې د افغانستان په ډیری سیمو کې د ټولنې د نارینه وو ترڅنګ ښځې هم زیاتې قرباني شوې دي. جګړو د ښځو پر صحي او رواني وضعیت ناوړه اغیز کړی.

دوباره کوشش کنید

د دوحې بین الافغاني ناستې پیل او د دغو خبرو اترو له پایلو د ښځینه خبریالانو اندیښنې

کابل د سپټمبر ۱۴ مه / د ۱۳۹۹ د وږي ۲۴ مه یو شمیر ښځینه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *