قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / له امریکا سره د طالبانو د سولې جوړښت لیک لاسلیک او د خبریالانو اندیښنې

له امریکا سره د طالبانو د سولې جوړښت لیک لاسلیک او د خبریالانو اندیښنې

کابل

مارچ لومړۍ / د ۱۳۹۸ د کب ۱۱ مه

له امریکا سره د طالبانو د سولې جوړښت لیک له لاسلیک کیدو سره ، شنبې د ۱۳۹۸ د کب ۱۰ مه د افغانستان ښځې په تیره بیا ښځینه خبریالانې د جګړې ختم او سولې راتګ ته د خوښۍ تر څنګ د دوی د فعالیتونو د محدودیدو او د لاسته راغلیو ازادیو محدودیدو ته اندیښنه لري.

ښځینه خبریالانې په یاد بهیر کې له اړوندو خواوو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ له دوی غواړي، چې فرهنګي ، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي ارزښتونو ته چې په تیرو اتلسو کلونو کې په ډیرو خواریو او قربانۍ تر لاسه شوي درناوی وکړي.

ځینې ښځینه خبریالانې ، دې ته اندیښنه لري چې که چیرته طالبان له امریکا سره سوله وکړي او امریکایي عسکر له هیواد څخه ووځي ، نو یو ځل بیا به هیواد د جګړې او بې ثباتۍ په لور لاړ شي او په هغه کې به تر نورو ډیر زیان ښځو او بیان ازادۍ ته ورسیږي. په دې اړوند په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز خبریالانو د ځینو خلکو، رسنیزو کارکوونکو او ښځینه خبریالانو نظرونه په کابل او ځینو ولایتونو کې راغونډ کړي ، چې یو ځای به یې سره ولولو.

د باختر خبري آژانس خبریالې نازیلا عزیزي مرکز ته د مرکې په ترڅ کې وویل ؛ سربیره پر دې چې سوله او له جګړې څخه لرې والی مو د دردیدلو خلکو په ګټه دی، خو په دې جوړجاړي کې دې اتلس کلنې لاسته راوړنې په پام کې ونیول شي، ځکه د بیان آزادي د موجود حکومت یوازنۍ لاسته راوړنه ده ، چې د حکومت مشران نبايد دا ستره لاسته راوړنه د سولې پروسې قرباني کړي.

میرمن عزیزي زیاته کړه:” موږ شاهد یو چې د طالبانو حکومت کې ،  ښځو حتا د تعلیم او تحصیل اجازه نه درلوده ، په داسې حال کې چې ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي او ونډه یې په ټولنیزو ، سیاسي ، اقتصادي او نورو برخو کې رنګینه ده.”

همداشان د بلخ  یو شمیر خبریالانو په هیواد کې له طالبانو سره د سولې له جوړجاړي هرکلی کړی او د تلپاتې اوربند او سولې غوښتونکي دي.

د بلخ خبریال بشیر عطایي وایي:” زه د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو اترو ته هیله مند یم او په دې باور یم چې د دغه خبرو اترو دوام به د یوه تلپاتې اوربند او سولې زمینه برابره کړي. زما غوښتنه د افغانستان د یوه وګړي په توګه دا ده چې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې دې ژر تر ژره پیل شي ، څو دولتي مقامات له طالبانو سره خپلې غوښتنې شریکې او همیشنی اوربند اعلان شي.”     

همداشان په دې ولایت کې ځینې ښځینه خبریالانې وایي، چې د سولې او امنیت په هکله له هرې پریکړې ملاتړ کوي.

د بلخ بله خبریاله رحیمه یزداني هم د یوې اوونۍ تاوتریخوالي کمیدو د طرحې او د سولې جوړښت لیک د لاسلیک په هکله وویل ، چې د سولې پیغام د ټولو په تیره بیا د خبریالانو لپاره چې تل د تاوتریخوالو قرباني دي ، ډیر مهم او هیله بښونکی دی هغې زیاته کړه:” ټول خلک ، حتا طالبان له جګړې ستړي شوي ، موږ هیله من یو چې طالبان وروسته تر دې زیات سولې ته لیواله شي ، څو هیواد مو ارامتیا او سکون ته ورسیږي.”

د میرمن یزداني په وینا ، که تلپاتې سوله راشي ، نور به د سولې او جګړې تر منځ سرحد شتون ونلري. ټوله سیمه کې به ژوند او سوله وي. هغه باورمنده ده چې وروسته له دې به خبریالان کولی شي د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته هم لاړ شي او د خلکو او طالبانو ستونزې په ګوته او له دولت سره یې شریکې کړي.

بلخوا بیا د غور خبریالان هم د طالبانو د دغه پریکړې تود هرکلی کوي او وایي ، چې وروسته د سولې له جوړښت، باید د بیان ازادي هم په پام کې ونیول شي. هغوی د دموکراسۍ  پر ساتلو او د بشري حقونو په پام کې نیولو ټینګار کوي. 

په غور کې د سلام وطندار راډیو خبریال معروف سیدي وایي:” له دولت څخه غواړو چې د سولې په خبرو اترو کې د بیان ازادي او خبریالانو فعالیت په پام کې ونیسي او هغه وساتي.”

همداشان په غور کې خبریاله نوریه وایي:” سوله د هیواد له بنسټیزو اړتیاوو ده او د هیواد اساسي قانون پر بنسټ باید د بیان آزادي په پام کې ونیول شي. موږ نور حاضر نه یو چې یو ځل بیا د طالبانو استبداد وزغمو.”

د تاوتریخوالي کمښت اوونۍ او ورپسې د امریکا ، طالبانو او د هغوی نړیوالو شریکانو د سولې جوړښت لیک ، د هیوادوالو له تاوده هرکلي سره مخامخ شو، هغوی وایي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالی به د یوې تلپاتې سولې او ثبات لامل شي.

بلخوا بیا د مرکز خبریالانې له بغلان څخه لیکي چې د دې ولایت اوسیدونکي ، د مدني ټولنې فعالان او خبریالان په تیره بیا ښځینه خبریالانې ، د دولت او طالبانو تر منځ د جوړښت لیک لاسلیک کول ، په هیواد کې د جګړې د ختم او سولې د تامین لپاره یوه مناسبه کړنلاره ګڼي. هغوی بیانوي ، چې ژوند په افغانستان کې یوې نوې او هیله بښونکې مرحلې ته داخل شوی. د پلخمري په ښار کې د جوړښت لیک تر لاسلیک وروسته خلک په نیمه شپه کې په سرکونو او کوڅو کې په نڅا او خوښۍ بوخت وو.

د بغلان  ولایت مقام د جندر آمره او د ښځو د حقونو فعاله زحل یوسفي وایي، چې د جګړې له ښکیلو غاړو غواړو ، دا اوربند په دایمي اوربند بدل کړي ، چې د بین الافغاني ناستو او حقیقي سولې ته د رسیدو، چې د خلکو په تیره بیا د ښځو یوازینۍ هیله ده ، زمینه برابره شي.

همداشان د بغلان یو تن فعال خبریال مهراب الدین ابراهیمي خپلې خبرې له مرکز سره داسې شریکې کړې:” کله چې له دفتر څخه کورته راغلم ، مور مې په حیرانتیا پوښتنه وکړه: زویه نن شپه خو مخابراتي شبکې فعالې دي؟ ورته مې وویل:خبره نه یې سوله شوې ، طالب او دولت سره جوړ شول، مور مې د دې خبرې په اوریدو دومره خوښه شوه چې په سترګو کې یې د خوښۍ اوښکې راتاو شوې.”
ښاغلی ابراهیمي همداشان له دې بهیر څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل ، چې سوله زموږ او زموږ د خلکو حق دی او څلویښت کاله مو ورته انتظار ایستلی دی چې باید دا حق نور راته راکړل شي.

د بغلان ملي ټلویزیون خبریاله فروزان یعقوبي هم خپل نظر داسې بیانوي، چې د تاوتریخوالي کمښت اوونۍ څخه بیا تر اوسه چې د سولې جوړښت لیک امضا شو، زما په ګډون زما ټول همکاران په ډاډه زړه خپلې رسنیزې چارې تر سره کوو.
همداشان په غزني کې هم ښځینه خبریالانې د سولې له جوړښت څخه خوښي څرګندوي او وایي، چې باید د ښځو حقوق او هغه لاسته راوړنې چې په تیرو اتلسو کلونو کې یې تر لاسه کړې، د سولې په پروسه کې په پام کې ونیول شي.
د غزني خبریاله زهرا نوري وایي:” هر افغان په هیواد کې د سولې هیله لري، خو د ښځو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو موقف باید په دې پروسه یا بهیر کې قرباني نشي.”
همداشان د بدخشان رسنیزو کارکوونکو او خبریالانو د سولې جوړښت لیک له لاسلیک هرکلی وکړ. د دې ولایت خبریاله لینا شیرزاد وایي:” زه واقعن وروسته د دغه مرحلې له پیل څخه د خوښۍ او خوشالۍ احساس لرم.” میرمن شیرزاد هیله لري، چې دا مرحله د هیواد څلویښت کلنې جګړې ته د پای ټکی وي ، ځکه د څلور لسیزې جګړې اصلي قربانیانې ښځې دي.

بلخوا بیا په بدخشان کې د طلوع ټلویزیون خبریاله آصفه کریمي وایي ، چې د سولې جوړښت لیک امضا د خلکو په ذهنونو کې د تلپاتې سولې د تامین او ثبات په هکله هیله مندۍ راټوکولې دي. د میرمن کریمي په وینا ، چې د بدخشان خلک له دغه پریکړې هرکلی کوي او په هیواد کې د دایمي اوربند او تلپاتې سولې د راتلو هیله لري.

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ کې هم د مدني ټولنې فعالانو د خبري غونډې په ترڅ کې د سولې له پروسې هرکلی وکړ او خپل غوڅ ملاتړ یې ترینه اعلان کړ. د غونډې ګډونوالو په ټول هیواد کې د تلپاتې سولې په شعار ورکولو له ښکیلو خواوو څخه د زغم غوښتنه وکړه.
د میمنې ښار د خصوصي شبکې ممتاز راډیو د امتیاز خاوند او مدیر مسوول امین الله عالمي ، د سولې جوړښت لیک لاسلیک کول ، په هیواد کې د تلپاتې سولې په راوستو کې مهم اقدام وباله او زیاته یې کړه ، چې د سولې تامین کولی شي د افغان ملت هیلو او ارمانونو ته د عمل جامه واغوندي.

له میدان ښار څخه د مرکز خبریاله لیکي چې د سولې جوړښت لیک سره سم په دې ښار کې زیات شمیر خلک سړکونو ته راووتل او ځوانانو د ملي اتڼ په کولو د دغه بهیر تود هرکلی وکړ.

په دې ولایت کې خبریاله مرسل حبیبي وایي ؛ ډیره خوشاله ده چې وروسته تر دې به د سولې په فضا کې ژوند او کار کوي. هغه زیاتوي:” کلونه کلونه مې د جګړې په هکله لیکنې وکړې ، خو اوس چې د سولې راپورونه لیکم ، راته عجیبه شان د خوښۍ احساس راپه برخه شوی.”

میرمن مرسل وویل ، چې په میدان وردګو کې ښځې د داسې سولې غوښتونکې دي، چې په هغې کې د دوی حقوق خوندي او راتلونکې یې تضمین شي. ښځو ته په ټول افغانستان په تیره بیا میدان وردګو کې د درس ، کار او ټولنیزو فعالیتونو زمینه برابره شي ، نه شغلي او تحصیلي محدودیت.

په میدان وردګو کې خپلواکه خبریاله خالصه جلیل زی هم د سولې په تامین کې د دولت او نړیوالې ټولنې له دې نیکې پریکړې هرکلی کوي او وایي:” په امن فضا کې ژوند کول د ټولو خلکو حق دی او باید دې دردیدلي ملت ته د سکون او پرمختګ زمینه برابره شي.”

د مدني او ټولنیزو فعالانو او خبریالانو په وینا چې افغان ښځې یو ځل بیا شاته نه ګرځي او له هغه لوري چې د سولې په بهیر کې د ښځو له آزادۍ په تیره بیا د رسنیو له ازادۍ ملاتړ کوي ، غواړي چې باید ګټوره ونډه ولري ، که څه هم تر اوسه د دې جوړښت لیک مهم ټکي او جزئیات نه دي شریک شوي او تر اوسه د اساسي قانون د دوهم فصل چې د ښاریانو په تیره بیا د ښځو د حقوقو او مدني خپلواکیو په هکله دی ، د نه بدلون بحث هم نه دی رامنځ ته شوی او لا هم مبهم پاتې شوی.

په دې برخه کې د ښځو شبکې د ښځو د حق غوښتنې برخې مسوولې روشن مشعل وویل ، چې د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ د سولې په هکله د نژدې یوه کال خبرو اترو په ترڅ کې د افغانستان خلک په احتمالاتو او ابهاماتو مصروف دي. په داسې حال کې چې د سولې پروسه په مستقیم ډول د خلکو له برخلیک سره تړاو لري او باید روڼوالی او روښانتیا یې جدا په پام کې ونیول شي او د افغانستان خلک په تیره بیا ښځې چې د څلویښت کلونو راپدیخوا یې قرباني ورکړې ، باید د سولې په بهیر کې ورته حقیقي ونډه ورکړل شي.

د بغلان امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت هم وویل ، چې د بغلان پولیسو رهبري ، له طالبانو سره د سولې طرحې لاسلیک کولو هرکلی کوي او تیاری لري چې له هیواد او ارضي تمامیت څخه دفاع وکړي.

بلخوا بیا د جمهور رییس د امنیت شورا مشاور حمدالله محب هم د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې جوړښت لیک د لاسلیک په غبرګون کې ویلي ، چې دې جوړښت لیک کې داسې ټکي شته چې کابل ورسره موافق نه دی.

ښاغلي محب زیاته کړه:”یو د هغو مهمو ټکو چې باید په دې جوړښت لیک کې وڅیړل شي، هغه د ” امارت اسلامي ” نوم دی چې باید ” تحریک طالبان” ذکر شوی وای.

د ښځو د حقونو فعالې رقیه رنجبر په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي ، چې هیله من یو دا ناسته او د دې جوړښت لیک لاسلیک ، د تاوتریخوالي د ختمیدو او د طالبانو او افغانانو تر منځ د خبرو اترو د پیل یو ښه فرصت وي او همداشان یوه سوله ییز ژوند ته د راګرځیدو فرصت وي.

د ښځو د حقونو دې فعالې زیاته کړه:” د بیان ازادۍ ، د ښاریانو حقونو او مدني ارزښتونو ساتنه او په مدیریت او رهبرۍ کې د ښځو قدرت لرونکی حضور باید په دغه جوړښت لیک کې د مهمو مسایلو او د افغانستان دولت ، سره کرښه وي.”

نن سبا هم خلک په رښتیني لیدلوري د افغانستان د سولې مسئلې ته د هیله مندۍ او نیکمرغۍ په نظر ګوري. له دې نه چې په څو وروستیو ورځو کې د جګړې او تاوتریخوالي ټول فکتورونه دریدلي ، د خلکو په ذهنونو کې هم مثبت بدلونونه تر سترګو کیږي. دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز له طالبانوسره د امریکا د خبرو له پیل نه ، د کمپاینونو په تر سره کولو او راپورونو په چمتو کولو ، له خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو تر ۷۰۰ زیاتو د دغو خبریالانو ملاتړ تر لاسه کړی او هغوی د دغه ګزارشونو په ترڅ کې له دغه بهیر څخه خپلې اندیښنې هم له مرکز سره شریکې کړې او څرګنده کړې یې ده چې نباید د بیان ازادۍ لاسته راوړنې او په سیاسي، ټولنیزو ، فرهنګې او اقتصادي برخو په تیره بیا رسنیو کې چې د ستونزو په ګاللو دا لاسته راوړنې  تر لاسه شوې له لاسه ووځي ، ځکه دا ټولنه به نور شاته نه ګرځي.

ګزارش: د مرکز خبریالانې په کابل او ولایتونو کې

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

د دوحې بین الافغاني ناستې پیل او د دغو خبرو اترو له پایلو د ښځینه خبریالانو اندیښنې

کابل د سپټمبر ۱۴ مه / د ۱۳۹۹ د وږي ۲۴ مه یو شمیر ښځینه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *