قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د مرکز لخوا د تبعیض او جنسیتي ځورونې د کمښت لارې چارې تر عنوان لاندې زده کړه ییز پروګرام جوړ شو

د مرکز لخوا د تبعیض او جنسیتي ځورونې د کمښت لارې چارې تر عنوان لاندې زده کړه ییز پروګرام جوړ شو

کابل

د فرورۍ ۲۷ / د ۱۳۹۸ د کب ۸

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز او په افغانستان کې د کاناډا سفارت په مالي مرسته ، په رسنیو کې د جنسیتي توپیر او ځورونې د کمیدو لارې چارې تر عنوان لاندې یو ورځنی زده کړه ییز پروګرام ، د بیلابیلو رسنیو ۳۰ تنو خبریالانو ته په کابل کې جوړ شو.

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې میرمن فریدې نیکزاد د دغه زده کړه ییز پروګرام د موخې په هکله وویل ، د هغو شکایتونو له کبله چې مرکز ته رارسیدلي ، وروسته له نا امنیو، په رسنیو کې  تبعیض یا توپیریز چلند او جنسیتي ځورونې په ګوته شوې دي .

میرمن نیکزاد زیاته کړه ، اړتیا احساس شوه ، چې دې برخو کې د ننګونو د راکمولو لپاره د پوهاوي پروګرامونه د خبریالانو( ښځو او نارینه وو) لپاره جوړ شي.

د مرکز مدیر مسوولې او ترینرې میرمن عظیمه جلیل په دې پروګرام کې وویل ، چې د عواملو د په ګوته کولو او د ننګونو په وړاندې د مخنیوي په خاطر اړتیا ده ، چې د خبریالانو لپاره د دا ډول پروګرامونو له لارې ګټوره لارښوونه وشي.

همداشان میرمن جلیل زیاته کړه :” د خبریالانو په وړاندې د دغه ډول ستونزو د راکمولو په خاطر او دا چې د رسنیو مسوولیت په دې اړوند څه دی او قانون په دې اړوند څه صراحت لري ، خبریالانو ته اړینې زده کړې لازمې دي.”

د پروګرام په دوهمه برخه کې ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه د دې موضوع په هکله شریک او ویې ویل، چې په رسنیو کې جنسیتي ځورونې یوه شومه پدیده ده ، چې له بده مرغه د دې ننګونې په وړاندې لکه څنګه چې اړینه ده مبارزه نه ده شوې.

د زن ټلویزیون خبریالې خالده رشید هم وویل ، چې د سر چینې لخوا اطلاعاتو ته د نه لاسرسي د ننګونې د حل لپاره اړینه ده چې له ننیو پرمختللو وسایلو لکه ټلیفون او یا انټرنټ څخه د راپور په بشپړولو کې کار واخلي.

 همداشان د اطلاعات او فرهنګ وزارت د خپرونو معینیت خبریالې مژګان نجیب ، په رسنیو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کمولو په هکله وړاندیز وکړ ، چې د خطر ساحې ته د خبریالانو د تګ په خاطر باید ورته حق الخطر وټاکل شي.

بلخوا بیا په میدان وردګو کې د غږ راډیو مسوول امان الله نصرت چې په دې پروګرام کې یې ګډون کړی و، وویل چې خبریالان باید مخکې له دې چې ساحې ته لاړ شي ، باید د اړوندې او هغې ساحې ، چې ورڅخه راپور چمتو کوي معلومات او تحلیل ولري . همداشان د هغه سیمې له دود ، دستور او په سیمه کې د زورواکو  او محیطي شرایطو پوهاوی ولري.

د پروګرام په دوام د ښځو او ماشومانو د حقونو تحقیقاتي بنسټ مشرې میرمن زرقا یفتلي ، د دې تر څنګ چې جنسیتي ځورونې یې په ډیری ادارو کې یوه ننګونه وبلله، ویې ویل چې هیحکله باید د دې ننګونې په وړاندې چوپ پاتې نشو.

هغې زیاته کړه:” خبریالانې باید کله چې له تبعیض او جنسیتي ځورونې سره مخامخ کیږي چوپ پاتې نشي، له ځان څخه دفاع وکړي  او خپل شکایت په اړوند څانګه کې ثبت کړي ، ځکه غلي پاتې کیدل د دا ډول تاوتریخوالي په وړاندې په ټولنه په تیره بیا ادارو کې  د هغه د ډیریدو سبب ګرځي.”

په پای کې دا ښوونیز پروګرام د ګډونوالو له هرکلي سره مخامخ شو او ویې ویل ، چې د داسې پروګرامونو جوړول ، د تاوتریخوالي په راکمولو کې ځانګړی موثریت لري.

د هشت صبح خبریالې زهرا عطایي هم هغو خبریالانو ته چې په رسنیو کې یې نوی کار پیل کړی د  دا ډول پروګرامونو جوړول ګټور وبلل او ویې ویل، چې په راتلونکې کې خبریالان په تیره بیا ښځینه خبریالانې باید تر ډیره له دغه ډول پروګرامونو برخمنې شي.

همداشان ګډون کوونکې په دریو کاري ګروپونو وویشل شول ، چې د رسنیو د فعالیت څرنګوالي په هکله یې خپل نظرونه او وړاندیزونه څرګند کړل.

د سرخط ورځپاڼې مرستیال علي نوازش هم د دې پروګرام منځپانګه ومنله او زیاته یې کړه چې له دغه پروګرام یې ډیر ښه او ګټور مسایل زده کړل او د دې پروګرام مثبت ټکي به په خپله ورځپاڼه کې پلي کړي.

د پروګرام په پای کې د افغان ښځو شبکې د حق غوښتنې برخې مسوولې او د مرکز د بورد غړې ، میرمن روشن مشعل وویل، چې په خبر او پیغام رسولو کې د خبریالانو ونډه مهمه ده او اړتیا ده چې خبریالان په امن فضا کې خلکو ته موثق اوحقیقي خبرونه ورسوي.

میرمن مشعل زیاته کړه:” د تاسو د کاري خوندیتوب پر مسئلې سر بیره د سولې مسئله هم ډیره مهمه ده او باید په خپلو رسنیزو پروګرامونو کې هغه هم ځای کړئ.”

په پای کې د دغه زده کړه ییز پروګرام چې په رسنیو کې د تبعیض او جنسیتي ځورونې د کمیدو لارې چارې تر عنوان لاندې جوړ شوی و،  تصدیق لیکونه د مرکز ترینرې او مدیر مسوولې میرمن عظیمه جلیل او د مرکز د بورد دوو تنو غړو روشن مشعل او آسیه وردګ لخوا وویشل شول.

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د خپلې جوړیدو له نیټې ( د ۲۰۱۷ د مارچ ۷) تر اوسه تر ۲۰۰ زیاتو خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو ته د خوندیتوب، رهبرۍ ، ټاکنو ، د سولې خبریالۍ ، د تبعیض او جنسیتي ځورونې د کمیدو لارو چارو په هکله زده کړه ورکړې ده.

دوباره کوشش کنید

د دوحې بین الافغاني ناستې پیل او د دغو خبرو اترو له پایلو د ښځینه خبریالانو اندیښنې

کابل د سپټمبر ۱۴ مه / د ۱۳۹۹ د وږي ۲۴ مه یو شمیر ښځینه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *