قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د مالي سرچینو کموالي د رسنیو فعالیت ټکنی کړی

د مالي سرچینو کموالي د رسنیو فعالیت ټکنی کړی

میدان وردګ

۳ فبروری/ ۱۴ دلو ۱۳۹۸

که څه هم په تیره یوه نیمه لسیزه کې د افغانستان په کچه د رسنیو فعالیت او د پرمختګ بهیر په خورا چټکۍ روان و ، او په دې موده کې په ګڼو ولایتونو کې په زرګونو انځوریزې، غږیزې، چاپي او الکترونیکي رسنۍ فعالې شوې ، خو په دې وروستیو کې یې په ډیری ولایتونو کې ګڼ شمیر د مادي امکاناتو له نشتوالي سره مخ شوې دي.

له دې ډلې یو هم میدان وردګ دی، چې د ډیری رسنیو فعالیتونه د مادي امکاناتو د کموالي له کبله ټکني او محدود شوي دي. په دې ولایت کې مالي سرچینې او داسې بنسټونه چې د رسنیو مالي ملاتړ وکړي وجود نلري. له همدې کبله ځینې رسنۍ حتی بندې شوې او ځینې هم خپلو کارکوونکو ته مناسب امکانات نشي برابرولی.

همدا شان په میدان وردګو کې ښځینه خبریالانې د کمو امکاناتو له وجې د دندې پریښودو ته اړ شوې او دا ځکه چې رسنۍ ورته د دوی د کار په اندازه امکانات نشي برابرولی تر څو خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس بشیر محمدي هم دا ستونزه مني او د ښځینه خبریالانو د ملاتړ له مرکز سره یې په یوه ځانګړې مرکه  کې وویل، چې  په میدان وردګو کې دولتي او خصوصي رسنۍ د نورو ولایتونو په څیر پیاوړې نه دي.

د دغه ولایت خصوصي رسنۍ له اقتصادي بحران سره مخ دي ، چې  نه نړیوالې ټولنې او نه هم افغان دولت د دوی مرستې ته وردانګلي ، چې همدې ستونزې د دوی د خپرونو په کیفیت هم ناوړه اغیزه کړې ده.

محمدی یادونه وکړه:” د تجلا په نوم خصوصي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو د تخنیکي وړې ستونزې په خاطر په میاشتو خپرونې نه درلودې او نه یې هم دومره اقتصادي امکانات درلودل چې ژر تر ژره هغه تخنیکي ستونزه حل کړي.”

دلته ښځینه خبریالانې په نشت حساب دي او نه هم رسنۍ دا امکانات لري چې خبریالانې وګماري او کله نا کله د سیمې ناوړه دودونه هم د ښځینه ژورنالیستانو د کار مخه نیسي.

 په ورته وخت کې آزاده خبریاله خالصه جلیلزی وایی:” ډیری سیمه ییز خبریالان په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې د ډیر رسنیز فعالیت او کمو امتیازاتو له کبله هم دندې پریښودلو ته اړ شوي ځکه چې په سیمه ییزو رسنیو کې خبریالانو ته مناسب مالي امکانات نه برابریږي.”

آغلې جلیلزۍ ، په محلي رسنیو کې ښځینه خبریالانو ته د کمو امتیازاتو ورکول او د ښځینه خبریالانو د مسلکیتوب د کچې ټیټوالی د عواملو په توګه  یاد کړل او ویې ویل چې ګڼ شمیر ښځینه خبریالانې د اقتصادي ستونزو او ژورنالیزم سره د ډیرې لیوالتیا پر بنسټ رسنیز فعالیتونه تر سره کوي چې ډیر کله د مسلکي مهارتونو پر بنست ولاړ نه وي.

مدني فعال عبدالقیوم راستمن د ښځینه خبریالانو ملاتړ مرکز ته په مرکه کې وویل:” د مالي سرچینو نشتون ترڅنګ نا امني، د وسله والو مخالفینو او محلي زورواکو کړیو له خوا ګواښونه د رسنیو د تړل کیدلو اصلی لاملونه دي او باید حکومت او اړونده بنسټونه د یادو ستونزو د حل په موخه ژر تر ژره کوټلي ګامونه اوچت کړي ، رسنیز بهیر له بحران څخه وژغوري او د بیان آزادۍ  د پیاوړتیا اساسي ټکو ته پام وکړي.

بل خوا د میدان وردګو د ولایت مقام ویاند او د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر محب الله شریفزي په وردګو کې د ښځینه خبریالانو شتون ډير اړین وباله او زیاته یې کړه، چې په دغه ولایت کې د ښځینه خبریالانو د فعالیت پیاوړتیا ته سیمه ییزه اداره ژمنه ده او په دې برخه کې به ټول هغه امکانات استفاده کړي، چې د دوی په صلاحیت کې دي او لاس رسی ورته لري. نوموړی هم یادې ستونزې مني ، خو وایي ، چې په دې اړه د میدان وردګو د خوندیتوب کمیټې په غونډو کې په څو څو ځله بحث شوی او د حل لارې ورته لټول شوې دي.

دوباره کوشش کنید

کووېډ ۱۹ یا کرونا ویرس د افغان ښځینه خبریالانو رواني روغتیا هم ګواښلې

آسیه وردک  ۱۶ آگست/ ۲۶ اسد ۱۳۹۹ له تېرو څو میاشتو راهیسې افغان خبریالان هم …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *