قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د سولې خبریالۍ په هکله په کابل کې د رسنیو د مدیرانو غونډه

د سولې خبریالۍ په هکله په کابل کې د رسنیو د مدیرانو غونډه

کابل

۲۲ د فبرورۍ / ۱۳۹۸د کب ۳

د رسنیو د مسوولانو غونډه د رسنیو د مسوولیتونو او د سولې خبریالۍ په هکله د افغانستان د خبریالانو د ملي اتحادیې او په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په ملاتړ ، د رسنیو د یو شمیر مسوولانو لپاره د کب په ۳ مه چې د فبرورۍ له ۲۲ سره برابره ده جوړه شوه. له هرات څخه وروسته دا دوهمه غونډه ده چې د سولې د ادبیاتو او خبریالۍ په هکله جوړیږي.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې فریدې نیکزاد، د غونډې ګډونوالو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته، د سولې ادبیاتو په رامنځ ته کولو او د سولې کلمې په کارولو سره د جګړې له قهرجنو کلماتو څخه ډک ادبیاتو په بدلون کې د رسنیو پر ونډه خبرې وکړې او ویې ویل چې رسنۍ کولی شي د سولې ترویج  د عامه ذهنیتونو له لارې ځواکمن کړي.

میرمن نیکزاد د دې ناستې د موخې په هکله وویل:” له دې کبله چې رسنۍ د خلکو لپاره د مثبت لیدلوري په ورکولو کې مهمه ونډه لري، نو که دا بنسټونه د خپلو خبرو او راپورونو له لارې د تاوتریخوالي پر ځای ، مثبت او سوله ییز ادبیات استعمال کړي ، نو په دې توګه به عامه افکار په خپله مثبت لوري ته بدلون ومومي.”

همداشان د افغانستان ژورنالستانو د ملي اتحادیې د پروژې مدیر شعیب فنا هم وویل ، چې د سولې ادبیاتو د دود کولو په خاطر په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، د سولې خبریالۍ کتاب چمتو کړی، چې په دې وروستیو کې ډیری رسنیو او خبریالانو ته ورکړل شو او په پام کې ده دا پروګرام له هرات او کابل وروسته په لسو ولایتونو او ۳۷ رسنیو کې هم پلی شي.  

ښاغلي فنا زیاته کړه:” امکان لري د ۲۵۰ تر ۳۰۰ نورو رسنیو سره هم د سولې مسئلې په هکله بیلې غونډې او لیدنې  ولرو.”

د ویسا ورځپاڼې مسوول مدیر زبیر شفیقي وویل ، د رسنیو مسوولیت دی چې د سولې په هکله چې یوه ملي او هیوادنۍ مسئله یو غږ او یو ګام  اوسو او زموږ انساني او اسلامي مسوولیت هم دا ایجابوي چې په هیواد کې د سولې په مسئله کې مثبت فکر وکړو.

ښاغلي شفیقي زیاته کړه:” که څه هم څلویښت کلنې جګړې په ذهنونو کې د تاوتریخوالي او جګړې ذهنیت ځای کړی ، خو د رسنیو له مسوولانو سره په همکارۍ د سولې ادبیاتو او د سوله ییزو تورو په کارونې د رسنیو له مسوولانو سره په همغږۍ او همکارۍ کولی شو د خبریالانو ذهنیتونو د سولې خبریالۍ په لوري وګرځوو.”

همداشان د باختر اطلاعاتي آژانس رییس نجیب الله شینواري هم وویل، چې د عام ولس لپاره باید د رسنیو له لارې د سوله ییز ژوند توپیر له جګړه ییز ژوند سره په ګوته کړو ، څو خلک د جګړې او سولې تر منځ توپیر په ښه توګه درک کړي.

بلخوا بیا د پژواک خبري آژانس مشر وویل ، چې اړتیا ده په دې شرایطو کې چې طالبانو د سولې په خبرو اترو کې د تاوتریخوالي کمښت هم اعلان کړی ، رسنۍ د خپلو سوله ییزو او ټولنیزو راپورونو له لارې خلکو ته پوهاوی ورکړي او د خبریالانو ملاتړ بنسټونه په تیره بیا د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز دې له دغه بهیر څخه څارنه وکړي.

د غونډې په پای کې د رسنیو د مسوولانو ټول نظرونه سره راغونډ او د یوې ټولییزې پایلې په توګه د میرمن فریدې نیکزاد لخوا داسې بیان شول:

په رسنیو کې د سولې ادبیاتو د دود یا ترویج کولو لپاره د خبریالانو ملاتړ بنسټونه دې د سولې زده کړییزو پروګرامونو طرح په پام کې ونیسي.

همداشان دې ، د سولې ادبیاتو کارول چې په ټولنه کې مثبت اړخ لري د دې غونډې له پای ته رسیدو سره سم په رسنیو کې پیل شي ، په تیره بیا د خبرونو په سر ټکو کې چې د عام ولس پاملرنه ځان ته راړوي.

د دې تر څنګ اړتیا ده چې د سولې خبریالۍ کتاب ورکړه ټولو رسنیو او یو شمیر خبریالانو ته په پام کې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې خبرو اترو له پیل سره په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د یوې مطبوعاتي وینا په وسیله چې د ۱۳۹۷ د مرغومي په ۲۴ مه خپره شوه ، خپل ملاتړ له دغه خبرو اترو اعلان کړ او همداشان یې د سولې په خبرو اترو کې د دموکراسۍ ارزښتونو په تیره بیا د رسنیو د خپلواکۍ ، بیان د آزادۍ تضمین ، د خبریالانو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو حقونو او امنیت ته د ارزښت نه ورکولو په هکله هم خپله اندیښنه څرګنده کړې ، چې د دغه وینا په پای کې په لاسلیک  د ۳۰۰ تنو خبریالانو او مدني ټولنې غړو لخوا هم ملاتړ اعلان شو.

گزارش: محبوبه کریمي

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز لخوا ( د ښځینه خبریالانو د وضعیت شننه او …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *