قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د ( فرصتونه او ننګونې ) په نوم په رسنیو کې د ښځو دوه ورځنی کنفرانس په کابل کې جوړ شو

د ( فرصتونه او ننګونې ) په نوم په رسنیو کې د ښځو دوه ورځنی کنفرانس په کابل کې جوړ شو

کابل

د جنورۍ ۱۶ مه / د ۱۳۹۸د مرغومې ۲۶ مه

د ښځو دوه ورځنی کنفرانس ( د افغانستان په رسنیو کې ، د ښځو په وړاندې فرصتونه او ننګونې ) تر عنوان لاندې د رسنیو ملاتړ دریو بنسټونو: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو ملاتړ مرکز، د افغان ښځینه خبریالانو ټولنیزه ټولنه او په راډیو او ټلویزیون کې د ښځو ټولنې لخوا د انټر نیوز په مالي ملاتړ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ د (جنوري په ۱۵ او ۱۶ نیټه) په کابل کې جوړ شو.

دا کنفرانس د جمهور رییس دوهم مرستیال ښاغلي سرور دانش ، د اطلاعات او فرهنګ سرپرستوزیرې میرمن حسینه صافۍ ، د کار او ټولنیزو چارو وزیر انور سادات او همداشان د هیواد له مرکز او ولایتونو څخه د ۱۰۰ تنو خبریالانو او د بیلابیلو دولتي او غیر دولتي بنسټونو میلمنو په ګډون د چهارشنبې (د ۲۰۲۰ د جنورۍ په ۱۵ او ۱۶ نیټه ) په کابل کې جوړ شو.

د دغه کنفرانس په لومړۍ ورځ په راډیو او ټلویزیون کې د ښځو د ټولنې مشرې میرمن نجیبې ایوبي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل ، چې په رسنیو کې د ښځو  زیات حضور، د افغانستان خبریالانو فدراسیون او د خبریالانو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو ملاتړو بنسټونو د هڅو پایله ده.

میرمن ایوبي زیاته کړه:” د بیان او رسنیو آزادۍ لپاره د ښځینه خبریالانو هڅه د دې څرګندویي کوي ، چې موږ نور شاته نه ګرځو.”

همداشان په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې میرمن فریدې نیکزاد، د خبریالانو ملاتړ بنسټونو څخه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وویل، چې د لومړي ځل لپاره د ښځینه خبریالانو ملاتړ بنسټونه: (په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو ملاتړ مرکز، د افغانستان ښځینه خبریالانو ټولنه او په راډیو او ټلویزیون کې د ښځو ټولنه) د لومړي ځل لپاره په دې وتوانیدل چې د انټرنیوز په مالي مرسته د ښځينه خبریالانې فرصتونه او ننګونې په نوم دوه ورځنی کنفرانس له مرکز او ولایتونو څخه د ۱۰۰ تنه ښځینه خبریالانو په ګډون جوړ کړي.

میرمن نیکزاد زیاته کړه ، چې دا کنفرانس باید هر کال د ښځینه خبریالانو د ستونزو او ننګونو د شریکولو په خاطر جوړ شي ، څو خبریالانې د رسنیو د فعالیت په ډګر کې رنګین حضور پیدا کړي او ښه راپور ورکونه وکړي.

بلخوا بیا د جمهور رییس دوهم مرستیال سرور دانش چې په دې دوه ورځني کنفرانس کې یې ګډون کړی و، وویل:” موږ په دې وروستیو کې په رسنیو کې د ښځو د ښه پرمختګ شاهد یو ، خو د ښځینه خبریالانو په وړاندې د ستونزو او خنډونو څخه هم انکار نشو کولی.”

هغه همداشان زیاته کړه ، چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۹ کاله ۱۰۲ تنه خبریالان وژل شوي ، چې له هغو څخه ۱۱ تنه یې ښځې دي.

همداشان د اطلاعات او فرهنګ سر پرست وزیرې میرمن حسینه صافۍ هم وویل ، چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت ، د ښځینه خبریالانو همکارۍ ته اړتیا لري ، څو له دغه خبریالانو سره ډیرې نژدې او منسجمې اړیکې جوړې شي.

بلخوا بیا د افغانستان د خبریالانو اتحادیې مسوول او د افغانستان د خبریالانو فدراسیون د سکرتریت غړي فهیم دشتي هم وویل ، چې نن سبا د ښځینه خبریالانو په وړاندې ستونزې او ننګونې شتون لري . هغه همداشان زیاته کړه:” دا خبریالانې باید د ستونزو په وړاندې په پوره ځواک ودریږي او خپل حق تر لاسه کړي.”

په رسنیو کې د ښځو د دوه ورځني کنفرانس په دوام ، لومړنی پنل اطلاعاتو ته د نه لاسرسي د ستونزې په هکله و، چې په بغلان کې د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز استازې آمنه وردګ په مشرۍ ، د اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د کمسیون رییس عین الدین بهادري ، د جمهور رییس د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري ، په بدخشان کې د صدای بانوان راډیو مسوولې لینا شیرزاد ، د میدان وردګ څخه خبریالې آسیه وردګ او د امریکا غږ خبریالې صمصامه سیرت په ګډون جوړ شو. د پنل غړو هر یوه د خبریالانو په وړاندې د خپلو ولایتونو ستونزې او خنډونه په ګوته او ورسره یې وړاندیزونه هم وړاندې کړل.

دوهم پنل د شغلي خوندیتوب او د مناسب کاري چاپیریال په هکله و، چې د پنل ګډون کوونکي هر یو د اطلاعات او فرهنګ وزارت معینه مژګان مصطفوي، د طلوع ټلویزیون رییس لطف الله نجفي زاده ، له کابل څخه رسنیزه کارکوونکې ویدا ساغري او له هرات څخه خبریاله سمیه ولیزاده په اړونده موضوع خبرې وکړې او وړاندیزونه یې هم وړاندې کړل.

همداشان دریېم پنل په رسنیو کې د جنسیتي برابرۍ په هکله ، د ښځو ټولنې غړې او خبریالې بهشته محمدي په مشرۍ د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د ښځینه خبریالانو کمیټې مشرې وحیده فیضي ، له پروان څخه خبریالې وحیده شهکار ، د باختر آژانس مسوول نجیب الله شینواري او د خبریالۍ بنسټونو او خبریالانو فدراسیون غړي عزیز احمد تسل په ګډون ، د ښځینه خبریالانو د ستونزو په هکله بحثونه وشول او د پنل غړو، د کنفرانس ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل.

د کنفرانس په پای کې، خبریالانو د ښځینه خبریالانو د کار په وړاندې د ستونزو او ننګونو په ګوتو کولو په خاطر ګروپي بحثونه وکړل او هغوی دا ننګونې، د ښځینه خبریالانو ملاتړ دریو بنسټونو او خبریالانو سره شریکې کړلې.

د یادولو ده چې د کنفرانس په پای کې د دغه بنسټونو او په کنفرانس کې د ګډونوالو خبریالانو لخوا یو پریکړه لیک هم له رسنیو سره شریک شو.

راپور: بهشته ایوبي

تصحیح : په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

د ۱۷۴۱ تنو په شاوخواکې ښځې په رسنیو کې فعالیت لري چې ۱۱۴۰ تنه یې خبریالانې دي

کابل د مارچ ۸ / ۱۳۹۸ د کب ۱۸ مه په افغانستان کې د ښځینه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *