قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په کندهار کې ۳۰ تنو ښځینه خبریالانو د ښځو ږغ اوچت ساتلی

په کندهار کې ۳۰ تنو ښځینه خبریالانو د ښځو ږغ اوچت ساتلی

کندهار

د دسمبر ۵ / ۱۴ لينډي   ۱۳۹۸

په دې وروستیو کې د کندهار رسنیو د پام وړ پرمختګ کړی دی. د کندهار د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) دفتر سیمه ییزمسوول سمیع غیرتمل وایې:” په دې ولایت کې ۲۲ رسنۍ فعالیت لري، چې ۱۴ سیمه ییزې راډيوګانې ، ۳ ټلویزیونونه ، ۴ اوونیزې، ورځپاڼې او يوه میاشتنۍ مجله ده.”

د غیرتمل په خبره په کندهار کې شاوخوا ۲۵۰ خبریالان له بیلابیلو رسنیو لکه راډیو، ټلويزیون، ورځپاڼو او مجلو سره کار کوي ، چې تقریبآ له ۲۵ څخه تر ۳۰ تنه ښځینه خبریالانې هم په کې په دنده بوختې دي.
په یاد ولایت کې د ښځینه خبریالانو په استازیتوب اغلې طاهره وایي:” ښځینه خبریالانې د کندهار په رسنیو کې په ډیرو کمو امکاناتو کار کوي او د ښځو ستونزو ته انعکاس ورکوي ، خو لا هم دوی ته خاصه پاملرنه نه ده شوې.”

په دې وروستیو کې د ښځو لیوالتیا له رسنیو سره ډیره شوې او غواړي چې په دې برخه کې مسلکي زده کړې وکړي. په دې اړه د ژورنالیزم پوهنځي محصله صالحه وايې:” د ښځینه خبریالانو لپاره ، تشویقي پروګرامونه او د مسلکي کیدو لپاره له کندهار څخه بهر د نورو ولایتونو او هیوادونو په ورکشاپونو کې برخه ورکول هم کم رنګه ښکاري.”

د ژورنالیزم پوهنځي او د روزنیزو ورکشاپونو په فعالیت سره په کندهار کې خبریالان مسلکي شوي او د لا ښه مسلکي کیدو لپاره یې هڅې روانې دي.
په دې اړه مو د کندهار د ژورنالیزم پوهنځي سرپرست رئیس جمیل ناصري سره خبرې کړې. ښاغلي ناصري په دې اړه وویل :” په کندهار پوهنتون کې ۸ ښځینه خبریالانې په مسلکي زده کړو بوختي دي ، چی دا شمير د قناعت وړ نه دي. يوشميرخبریالان لاهم مسلکي نه دي ، چې د هغو له جملې څخه ښځينه خبریالانې د يادولو وړدي، که څه هم ښځینه مسلکي خبریالانې هر کال د ژورنالیزم له پوهنځي څخه فارغې کيږي، خو د عملي کار د نه امکاناتو او کلتوري ستونزو له کبله په رسنیو کې فعالیت نه لري، چې دا مهال ورته د رسنیو ملاتړ بنسټونو، د ستونزو د حل په موخه عملي ټریننګونه په لاره اچولي دي.”

که څه هم په یاد ولایت کې د ښځينه خبریالانو او مدني فعالانو په وړاندې کلتوري او ګن شمير نورې ستونزې پرتې دي، خو بیا هم د مدني فعالانو او خبریالانو فعالیتونو یو څه پرمختګ کړی او د ودې په حال کې دي.
یاده خبره د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي حکمت افغان راته وکړه. د هغه په خبره چې اوسمهال د ښځینه خبریالانو او مدني فعالانو فعالیتونه ترسترګو کیږي او مثبت لوري ته روان دي:” په کندهار کې ښځینه خبریالانو او مدني فعالانو، د ښځو د ستونزو حلولو، د کاري زمینې برابرولو او د ښځو د تعلیم پرمختګ لپاره ډیرې هڅې کړې او دا هڅې يې د ستایلو وړ دي. د خبریالانو اومدني فعالانو کار په ټولنه مثبت اغیز لري.”
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ښځو ستونزې مخ په ډيریدو دي، خو د غږ پورته کولو لپاره یې شته خبریالانې کفایت نه کوي.

گزارش : رنگینه انوري

دوباره کوشش کنید

معلوماتو ته نه لاسرسی د ښځینه خبریالانو لویه ستونزه

میدان وردک ۲۸ د نوامبر/ ۷ لينډي   ۱۳۹۸ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړۍ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *