قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په کندز کې ۲۳ تنه ښځینه خبریالانې په رسنیزو چارو بوختې دي

په کندز کې ۲۳ تنه ښځینه خبریالانې په رسنیزو چارو بوختې دي

کندز

۱۹ نوامبر/۲۸ عقرب  

که څه هم د کندز په بیلابیلو برخو کې د پخوا په پرتله د ښځو فعالیتونه پیکه شوي ، خو ښځې په رسنیو او مدني برخو کې ډیرې فعالې دي.

په کندز کې له ۲۰۰۴ میلادي کال نه وروسته زیات شمیر رسنیو په فعالیت پیل وکړ، چې اوس ۳ خصوصي او یو دولتي ټلویزیون ، ۱۴ خصوصي راډیوګانې او ۴ چاپي رسنۍ فعالیت لري. په دې شمیر رسنیو کې ۲۳ تنه ښځې په بیلابیلو برخو کې په کار بوختې دي. خو ډیری د هغوی غیر مسلکي خبریالانې دي.  

په کندز کې سیمه ییزه خبریاله لیدا همدرد وایي، چې هغه له څو کلونو راپدیخوا په یوه رسنۍ کې کار کوي او له خپل مسلک سره ډیره مینه لري، خو د خپل رسنیز کار په هکله تل اندیښنه لري.

هغې وویل:” رسنۍ په کندز کې تل په خراب مالي وضعیت کې کار کوي ، ځکه د رسنیو مسوولان یوه اندازه پیسې چې پیدا کوي، پر مالیه، د اوسیدو د ځای پر کرایه او نورو اړتیاوو مصرفوي، نو ځکه خو کارکوونکو ته پوره اندازه او په وخت معاش نه ورکول کیږي.”

میرمن همدرد له دولت او د رسنیو له ملاتړ بنسټونو غواړي ، چې د رسنیو کارکوونکو ته جدي پاملرنه وکړي او هغه نجونو ته چې له رسنیزو کارونو سره مینه لري د زده کړې او عملي کار شرایط برابر کړي ، څو کندز ډیری ښځینه خبریالانې ولري.

بلخوا بیا سیمه ییزه خبریاله زمزم ، په کندز کې د امنیت، مالي امکاناتو نشتون او د ښځینه خبریالانو فعالیتونو ته د نه پاملرنې له کبله اندیښمنه ده.

د هغې په وینا، چې د ښځو د خبریالۍ کارونو تر سره کول هغه هم په اوسنیو شرایطو کې ډیر اړین دي. خو د امنیت نشتون، د مالي بودجې کمښت او خبریالانو ته په ټاکلي وخت د معاش نه ورکول، د ښځینه خبریالانو ونډه کمه کړې ده.

هغې زیاته کړه:” د رسنیو پر امنیتي او مالي ستونزو سر بیره ، د ښځینه خبریالانو د وړتیا ټیټوالی هم د دې لامل شوی چې په کندز کې د خبریالۍ بنسټونه موږ ته په کمه سترګه وګوري او حتا په هیڅ یوه غونډه کې هم موږ ونه غواړي.”

په دې ولایت کې سربیره پر ستونزو، یو شمیر ښځې په رسنیزو چارو او یو شمیر نورې بیا په مدني فعالیتونو بوختې دي.

حبیبه ګلستاني یوه له هغو ښځو ده، چې تر یوې لسیزې ډیر یې مدني فعالیتونه کړي، هغه وایي:” له بده مرغه دلته ښځې نه یوازې له امنیتي ستونزو، او د مخالفو ډلو شتون سره د یوه تخریب کوونکي عنصر په توګه مخامخ دي، بلکې د ملاتړ کوونکو بنسټونو له کمښت سره هم لاس او ګریوان دي.”

  میرمن ګلستاني زیاته کړه:” قومندان واکي، نارینه واکي او د غیر مسوولو وسلوالو ګروپونو شتون هم هغه خاصې ستونزې دي، چې د مدني فعالانو په تیره بیا ښځينه مدني فعالانو په وړاندې شتون لري.”

هغې له ښځینه خبریالانو او مدني فعالانو د ملاتړ په خاطر د نړیوالو او ملي بنسټونو لخوا د زده کړییزو پروګرامونو طرحه اړینه وبلله او زیاته یې کړه:” باید نړیوال او ملي بنسټونه د ښځینه خبریالانو او مدني فعالانو د زده کړې لپاره خاصه بودجه په پام کې ونیسي ، څو په ټولنه کې د فعالو ښځو د شتون لپاره پانګونه وشي.”

همداشان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول شهباز صابري هم په دې ولایت کې د امنیت نشتون تاییدوي او وایي:” په دې وروستیو کې په سیمه ییزو رسنیو کې د ښځو حضور کم شوی او دلیل یې هم د امنیت نشتون، د مالي بودجې کموالی، د مسلکي وړتیاوو نشتون او په ټولنه کې د بې ځایه دود ، دستور شتون دی.” 

صابري زیاتوي ، چې اوس وخت کې زیات شمیر رسنۍ په کندز کې فعالیت لري ، چې ډیری د دغه فعالیتونو نارینه دي او ښځې په رسنیو کې په کمه کچه فعالیت لري او د دوی فعالیت او د کار مسلکیتوب ته کمه پاملرنه کیږي.

هغه د دغه ستونزو د حل لاره داسې په ګوته کړه:” موږ په څو څو ځله رسنیزو بنسټیزو ته وړاندیز وکړ، چې د ښځو د وړتیا لوړولو او د رسنیو د مالي وضعیت ښه کیدو ته جدي پاملرنه وکړي ، چې وکولی شي زیات شمیر ښځې په رسنیو کې وګماري، خو تر دې دمه هیڅ ډول پاملرنه، نه ده ورته شوې.”

سربیره پر دې د کندز د خپلواکو رسنیو د اتحادیې مرستیال محسن احمدي وایي، چې د ښځینه خبریالانو او ښځینه مدني فعالانو فعالیتونه په کندز کې له ستونزو سره مخامخ دي. د خبري ګزارشونو د پوښښ په وخت کې د ښځینه خبریالانو لپاره د ساتنې وسایلو نشتون، اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ستونزه، له ښځینه خبریالانو سره سلیقه یي چلند، په ټولنه کې د ناوړه دودونو شتون او نا امني هغه موارد دي چې ښځې ورسره د خبریالۍ فعالیتونو په بهیر کې لاس او ګریوان دي.

هغه زیاته کړه :” د ښځینه خبریالانو او مدني فعالانو حق دی، چې د دولت او ښځینه ملاتړ کوونکو بنسټونو لخوا یې ملاتړ وشي، څو د ټولنې د نیمې برخې غږ چوپ پاتې نشي.”

د کندز د اطلاعات او فرهنګ رییس فدا محمد ارزښت بیا وویل ، چې که څه هم د کندز امنیتي وضعیت یو څه نا امن دی ، خو بیا هم  ښځینه خبریالانې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي. هغه د خپلو خبرو په دوام وویل:” همدا اوس ۲۳ تنه ښځې د کندز په خصوصي رسنیو کې فعالیت کوي.”

د ښاغلي ارزښت په وینا چې ښځینه خبریالانې د ځینو فرصت غوښتونکو او مغرضو کسانو لخوا ځورول کیږي، د همدې دلیل پر بنسټ د دوی کورنۍ ورته په رسنیو کې د کار او فعالیت اجازه نه ورکوي.

ارزښت د دغه شمیر ښځینه خبریالانو د نه مسلکیتوب په هکله وویل:” ډیری هغه خبریالان چې د کندز په رسنیو کې کار کوي، مسلکي نه دي. موږ له بیلابیلو بنسټونو سره ناستې درلودې چې وکولی شو د مسلکي زده کړو پروګرامونه ورته جوړ کړو.”

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي، چې د دې ولایت دولتي چارواکي ‎، د رسنیو رامنځ ته کیدل او په هغو کې د ښځینه خبریالانو او مدني فعالانو کار او فعالیت، د کندز ښځو لپاره ، د پام وړ پرمختګ ګڼي او خبرداری ورکوي ، چې که دا ټولې ستونزې حل نشي، اوولس کلنې لاسته راوړنې به ټولې په اوبو لاهو شي.

د اطلاعات او فرهنګ رییس فدامحمد ارزښت وایي، چې په کندز کې دې د ښځو ستونزو ته د پای ټکی کیښودل شي، پرته  له دې به شاید د ښځینه خبریالانو کار او فعالیت له سکوت سره مخامخ شي.

گزارش: صدیقه  شیرزی

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

معلوماتو ته نه لاسرسی د ښځینه خبریالانو لویه ستونزه

میدان وردک ۲۸ د نوامبر/ ۷ لينډي   ۱۳۹۸ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړۍ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *