قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / غزني کې رسنیزو فعالیتونو ته د ښځو لیوالتیا کمه شوې

غزني کې رسنیزو فعالیتونو ته د ښځو لیوالتیا کمه شوې

غزنی

د دسمبر ۳ / ۱۲ لينډي   ۱۳۹۸

په غزني کې دمګړۍ (۸) غږیزې، (۲) تصویري او (۲) چاپي رسنۍ فعالیت کوي ، چې د شمیر له اړخه د رسنیزو فعالیتونو زیاتوالی ښیي ، خو د تیر په پرتله اوسمهال رسنیزو فعالیتونو ته د ښځینه خبریالانو لیوالتیا کمه شوې ده.

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ بنسټونه ناامني، په کاري چاپیریال کې د خوندیتوب نشتوالی، اقتصادي کمزورتیا او د کارکوونکو حقوقو ته د رسنیو د ادارو نه ژمنتیا د دې لامل شوې ، چې ورځ تربلې د ښځینه خبریالانو شمیر راټیټ شي.

زهرا نوري چې له اتو کلونو راهیسې یې په سیمه ییزو رسنیو کې کار کړی ، اوسمهال د نورو دندو په لټه کې ده. هغه وایي ، چې  د اړوند رسنۍ لخوا ورته پر وخت حق الزحمه نه ورکول کیږي او حتا د څو میاشتو معاشونه یې هم ندي ورکړل شوي.

هغه وایې:”کورنۍ مې هم نیوکه کوي ، چې له ګڼو ټولنیزو او امنیتي ستونزو سره سره له کوره بهر کار ته ځم ، خو په میاشتو میاشتو مې حق الزحمه نه راکول کیږي. بالاخره مجبوره یم چې رسنیزه دنده پریږدم او نورو برخو کې کار وکړم.”

د یوې سیمه ییزې رسنۍ کارکوونکې خدیجه محمدي چې شاوخوا پنځه کاله یې رسنیز فعالیتونه کول ، اوس یې د امتیازاتو د نه ورکولو له کبله د خبریالۍ دنده پرې ایښې او په یوه ښوونځي کې د ښوونکې په توګه کار کوي.

د هغې په خبره ، کاري دفتر یې حتا د ترانسپورټ مصارف هم نشوای ورکولای او ترڅنګ یې له تبعیضي چلند سره هم مخ وه ، چې له کبله یې دا له ټولې کاري لیوالتیا سره سره اړه شوه ، څو د خپلې خوښې وړ دنده چې خبریالي وه پریږدي.

د دغو ښځینه خبریالانو په څیر لسګونه نورې ښځینه خبریالانې هم شته چې له تیرو کلونو راهیسې یې په غزني کې د یادو ستونزو له کبله له رسنیزو فعالیتونو سره مخه ښه کړې.

د شمله راډیو د نشراتو مدیر رحمت الله مرجانخیل وایي ، چې دوی سره دمګړۍ دوه ښځینه کارکوونکې کار کوي ، چې په خبره یې په رسنیز ډګر کې د تجربې د نلرلو له کبله باید تر دریو میاشتو له امتیازاتو پرته کار وکړي او وروسته ورته له دریو تر پنځه زره افغانیو پورې معاش ورکول کیږي.

د اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمره مزاري محجوب وایي ، چې په غزني کې ډیری خبریالانې له رسنیو سره له رسمي تړون پرته فعالیت کوي ، چې ډیری مهال تر امتحاني دورې وروسته ورته د رسنیو د مدیرانو لخوا امتیازات نه ورکول کیږي.

د هغې په وینا له همدې کبله غزني کې داسې ښځینه خبریالانې نشته چې په منظمه توګه دې له رسنیو سره کار ته ادامه ورکړي.

هغي وویل:” د قرار داد نشتوالی د دې لامل شوی چې د رسنیو مدیران هر وخت وغواړي خپل کارکوونکي ګوښه او یا له امتیازاتو پرته پرې په میاشتو میاشتو کار وکړي.”

د هغې په خبره ، د یادو ستونزو له کبله په غزني کې د ښځینه خبریالانو او رسنیزو فعالانو شمیر کم دی او ډیری ښځینه خبریالانې په رسنیو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

د یادونې  ده ، چې دمګړۍ په غزني کې دوه تنه ښځینه خبریالانې او اته تنه ښځینه رسنیزې کارکوونکې فعالیت کوي.

گزارش: خدیجه اشرفی

ایدیت: غزني کې رسنیزو فعالیتونو ته د ښځو لیوالتیا کمه شوې

دوباره کوشش کنید

د خبریالانو رواني نارامتیا د رسنیو د فعالیتونو کیفیت راټیټوي

میدان وردک اول مارچ/ ۱۱ حوت ۱۳۹۸ فکري او ذهني آرامتیا د بشر د ژوند …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *