قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / معلوماتو ته نه لاسرسی د ښځینه خبریالانو لویه ستونزه

معلوماتو ته نه لاسرسی د ښځینه خبریالانو لویه ستونزه

میدان وردک

۲۸ د نوامبر/ ۷ لينډي   ۱۳۹۸

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړۍ کې د رسنیز ډګر او د قوانینو له ډلې څخه یو غوره او جامع قانون دی ، چې په مرسته یې خبریالان کولی شي له مختلفو سرچینو معلومات ترلاسه او له نړیوالو سره یې شریک کړي . 

 په لومړي ځل په افغانستان کې دغه قانون په ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسي جرګې له لوري تصویب او بیا د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري توشیح شو. دا قانون شپږ فصلونه او ټولې ۳۲ مادې لري.

په داسې حال کې چې دغه قانون له توشیح څخه څه موده وروسته ، د نړۍ له غوره قوانینو وشمیرل شو، خو په افغانستان کې یې د تطبیق پر وړاندې لا هم ګڼ شمیر ستونزې موجودې دي.

  اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د بیان آزادۍ د پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې یو اساسي عنصر بلل کیږي ، خو له دغه فرصت سره سره ، افغانستان کې خبریالان اوس هم معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې ګڼې ستونزې لري او کله کله له خپلو اړینو معلوماتو څخه محروم پاتې کیږي.

میدان وردګ یو له هغه ولایتونو څخه دی ، چې د اطلاعاتو د لاس رسي قانون د تطبیق یا پلي کولو په برخه کې کمزوری معلومیږي. په دغه ولایت کې ښځينه خبریالانې معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې له ستونزو سر ټکوي او وايي چې دې کار یې کارونه ځنډمن کړي دي.

په دې اړه چې اوس مهال په دغه ولایت کې د خبریالانو لاس رسی اطلاعاتو ته څنګه دی؟ د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس بشیر محمدي د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل:” په میدان وردګو کې هم د افغانستان د نورو ولایتونو په شان معلوماتو ته د لاس رسي په برخو کې ستونزې شته.”

دا قانون چې څه موده وړاندې نافذ شوی او د افغانستان د دولت له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کیږي ، ‌‌‌‌‌‌ډیر ژر به په دغه ولایت کې په ټولو یو شان تطبیق شي.

موږ هڅه کوو چې ژر تر ژره په دغه ولایت کې معلوماتو ته د لاسرسي د مرکزي کمسیون ولایتي برخه هم پرانیزو تر څو معلوماتو ته د لاسرسي د قانون د تطبیق په برخو کې لازمې برنامې او عامه پوهاوی ترسره کړي.

معلوماتو ته لاسرسی د ټولو حق دی او موږ ژمن یو چې په دې برخه کې د ولایت مقام په مرسته د پام وړ بدلونونه راولو.

آزاده خبریاله شریفه هوتک وایي:” دولتي بنسټونه له یاد قانون څخه هیڅ راز معلومات نلري او په واضح ډول د قوانینو له تطبیق خبر ندي ، داسې دولتي بنسټونه هم شته چې لا د داسې قانون له شتون خبر ندي او  کومې ادارې چې خبرې هم دي د فردي منافعو د ساتلو لپاره خبریالانو ته معلومات نه ورکوی. ” 

په ورته وخت کې مو وغوښتل چې د میدان وردګو د ښځو چارو ریاست د سرپرست رئیسې نظر هم واخلو خو د پرله پسې اړیکو سربیره هم بریالي نشو ترڅو معلومات ترلاسه کړو، چې همدا موضوع د معلوماتو د نه شریکولو یو ژوندی مثال هم بللی شو. 

د ژورنالیزم پوهنځۍ زده کړیاله پلوشه وردګ وايي ، چې د بیلابیلو علتونو له کبله د غیر دولتي بنسټونو ترڅنګ د میدان وردګو ولایت دولتي بنسټونه هم خبریالانو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو ته د معلوماتو په ورکړه کې ستونزه لري او د رسنیزو ګزارشونو د بشپړولو او ولس ته د معلوماتو ورکولو  لپاره همکار ندي. 

آغلې وردګ زیاته کړه :”جنسیتي توپیر یا تبعیض یو له هغو ستونزو دی چې معلوماتو ته د ښځینه خبریالانو لاسرسی یې کم یا صفر کړی او د ګڼ شمیر بنسټونو  له خوا له ښځینه خبریالانو سره جنسیتي توپیري چلند کیږي” .

 په ورته وخت کې مو د محلي رسنیو پخوانۍ خبریالې ، کریمه مرادي نظر هم واخیست ، آغلې مرادي وویل:” څو میاشتې وړاندې مې د یو شمیر ستونزو له کبله دنده پریښودله چې یوه له هغو ستونزو معلوماتو ته نه لاسرسی و.”

آغلې مرادي وویل ، چې افغاني ټولنه یوه نارینه واکه ټولنه ده او په ګن شمیر دولتي ادارو کې هم اکثریت نارینه په دندو ګمارل کیږي او حکومتي چارواکي هم په ځانګړې توګه  د ښځینه خبریالانو په وړتیاوو بې باوره دي.

آغلې مرادي له حکومت او رسنیو غواړي ، چې د اطلاعاتو د لاسرسي  قانون باید ملي کړي ترڅو خبریالان په راتلونکې کې له ورته ستونزو سره مخ نشي. 

د میدان وردګو خبریالان وايي ، چې  معلوماتو ته په وخت د نه لاس رسي له امله یې تل کارونه ټکني او ځنډیږي او ډیری وخت یې خبري راپورونه نیمګړي پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې سیمه ییزو چارواکو تل د دغې ستونزې د حل ژمنې کړې مګر د عملي اقداماتو په اړه یې لازمې پریکړې لا هم نه دي نیول شوي.

د میدان وردګو خبریالان په ورته وخت کې اطلاعاتو ته د لاس رسي کمسیون څخه هیله کوي، چې د دغه ولایت له چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي او همدارنګه اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د پوهاوي په موخه د دغه ادارې مطبوعاتي بنسټونو ته عامه پوهاوی ورکړي.

راپور : آسیه وردک

دوباره کوشش کنید

د ۱۷۴۱ تنو په شاوخواکې ښځې په رسنیو کې فعالیت لري چې ۱۱۴۰ تنه یې خبریالانې دي

کابل د مارچ ۸ / ۱۳۹۸ د کب ۱۸ مه په افغانستان کې د ښځینه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *