قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / اوس وخت د غور په دریو رسنیو کې شپږ تنه خبریالانې کار کوي

اوس وخت د غور په دریو رسنیو کې شپږ تنه خبریالانې کار کوي

غور

د نوامبر ۱۳  مه /  د ۱۳۹۸د لړم ۲۲ مه

په داسې حال کې چې په وروستیو پنځو کلونو کې په رسنیو کې د ښځو ونډه رنګینه ښودل شوې او دلیل یې هم د پروموت په زده کړه ییزو پروګرامونو ( د ښځو ځواکمن کول ) او د دې ولایت بیلابیلو سیمه ییزو سیمو ته د زده کوونکو په توګه معرفي کیږي ، دوی خپل کار او فعالیت په بیلابیلو برخو په تیره بیا رسنیو کې په ښه توګه تر سره کوي.

په اوس وخت کې د غور په دریو رسنیو کې ۶ تنه ښځې په رسنیزو چارو بوختې دي. هغوی وایي، چې که څه هم د رسنیو مسوولانو لخوا ورته ډیر کم امتیاز ورکول کیږي، خو دوی په پوره لیوالتیا او مینه د رسنیو له طریقه ښځو ته خدمت کوي.

د دغه ښځینه خبریالانو په وینا ، سربیره پر کم معاش ، امنیتي ګواښونه ، د ټولنې ناوړه دودونه او د چارواکو لخوا جنسیتي توپیریز چلندونه هغه ستونزې دي چې د دوی د کار په وړاندې خنډ ګرځیدلې دي.

ملکه امیري، چې له ( صدای غور) غږیزې رسنۍ سره ،  نوې د خبریالې په توګه په دنده ګمارل شوې وایي ، چې که څه هم هغه امتیاز چې لاسته یې راوړي ډیر کم دی، خو علاقه لري چې د رسنیو له لارې افغان ښځو ته حق غوښتنه وکړي.

هغه زیاتوي، چې په غور کې ښځینه خبریالانو ته کافي اندازه معاش په پام کې نه نیول کیږي او په هغه اندازه ورته امتیاز نه ورکول کیږي چې د دوی د ژوندانه ستونزې پرې حل شي. خو بیا هم ښځینه خبریالانې غواړي د نارینه وو تر څنګ کار او فعالیت وکړي.

هغې زیاته کړه:” زموږ ټولنه اړتیا لري، چې د افغان ښځو د مظلومیت او محرومیت غږ تر نړیوالو ورسوو، نو ځکه خو زموږ رسنیز فعالیتونه د دې موخې د تر سره کولو لپاره ارزښتناک دي.”

میرمن ملکه امیري وایي، چې باید له ښځینه خبریالانو څخه د ملاتړ بنسټونه له دوی څخه په جدي توګه ملاتړ وکړي ، څو دوی د خبریالۍ په برخه کې لا زیات پرمختګونه ولري.

بلخوا بیا هغو ښځو ته چې نوې د خبریالۍ ډګر ته راغلې دي او زده کړو ته اړتیا لري او غواړي په مسلکي توګه خپلې چارې پر مخ یوسي ، د زده کړه ییزو پروګرامونه نشتون هم یوه ستونزه ده.

په غور کې د ملي راډیو ټلویزیون خبریاله لیلا ناطقي وایي ، چې په تیرو کلونو کې بیلابیلو بنسټونو د ښځینه خبریالانو لپاره زده کړه ییز پروګرامونه جوړول، خو اوس هیڅ پروګرام ورته په پام کې نه نیول کیږي.

میرمن ناطقي زیاته کړه:”هغه نجونو چې نوی یې د خبریالۍ کار پیل کړی او د خبریالۍ د نویو معیارونو او څیړنیزو راپورونو په هکله په څه نه پوهیږي ، چې اړتیا ده د ښځینه خبریالانو د ملاتړ بنسټونه په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي. ځکه په غور کې خبریالانې وړتیا لوړولو ته اړتیا لري.”   

همداشان په غور کې د خبریالانو ملاتړ بنسټونه تاییدوي ، چې د بودجې نشتون له کبله نشي کولی خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو ته د وړتیا لوړولو زده کړه ییز پروګرامونه جوړ کړي.

بلقیس صالح مدني فعاله وایي ، چې موږ مدني فعالې ښځې د رسنیو له ملاتړو بنسټونو هیله کوو چې د غور سیمه ییزو رسنیو ته بودجه په پام کې ونیسي، څو د دغه رسنیو فعالیتونه ونه دریږي او خبریالانې هم له رسنیزو کارونو لرې پاتې نشي.

د غور ولایتي دفتر کې د افغانستان د خبریالانو د مرکز مسوول معروف سعیدي وویل، چې اوس هیڅ نړیوال بنسټ، د ښځینه خبریالانو وړتیا لوړولو لپاره مالي ملاتړ په پام کې نلري. د همدې دلیل پر بنسټ د خبریالانو ملاتړ بنسټونه هم پوره بودجه نلري ، چې د زده کړې پروګرامونه تر سره کړي. هغه زیاته کړه:” اوسني وضعیت ته په کتو سره باید د ټولو خبریالانو او راپورجوړوونکو په تیره بیا ښځینه خبریالانو وړتیا لوړه شي ، ځکه په اوسنیو شرایطو کې د رسنیو کار او مسوولیت ډیر مهم دی او باید ټول رسنیز کار کوونکي په مسلکي توګه کار او فعالیت وکړي.”

ښاغلي سعیدي د دغه ښځینه خبریالانو پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه ، که د رسنیو ملاتړو بنسټونو او حکومت لخوا د ښځینه خبریالانو ملاتړ ونشي ، د ټولنې د سنتي لیدلوري ، امنیتي ګواښونو او هغوی ته د کمو حقوقو ورکړه به د ښځینه خبریالانو فعالیت او مثبته ونډه پیکه کړي.

هغه وویل:” که په غور کې د ښځینه خبریالانو ملاتړ ونشي ، ورو ، ورو به هغوی له رسنیزو فعالیتونو څخه لرې شي.”

د غور د اطلاعات او فرهنګ رییس فخرالدین آریاپور، په رسنیو کې د ښځو د کار کولو د نه لیوالتیا سبب په دې وروستیو کې د بودجې او تخنیکي امکاناتو نشتون په ګوته کړ او د رسنیو له ملاتړ بنسټونو یې وغوښتل چې دغه ستر خنډ ته رسیدنه وکړي ، پرته له دې به ښځینه خبریالانې هم له رسنیز کار څخه لاس په سر شي.

د اطلاعات او فرهنګ رییس د وینا پر بنسټ ، اوسمهال د رسنیو ډیری کارکوونکي په افتخاري توګه او پرته له معاش کار کوي او دا ستونزه د دې لامل شوې چې په رسنیو کې ښځې کم حضور پیدا کړي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي ، چې په دې وروستیو کې د غور په رسنیو کې د ښځو حضور لکه څنګه چې په ټولنه کې انتظار دی، داسې نه لیدل کیږي او دلیل یې هم ښځینه خبریالانو ته کم معاش ورکول دي.

اوس وخت د غور په رسنیو کې ۶ تنه ښځینه خبریالانې تر ۵ زره په کم معاش کار کوي او په دې ولایت کې یوه دولتي انځوریزه رسنۍ ، ۶ خصوصي راډیوګانې او ۱۸ چاپي رسنۍ د مالي امکاناتو د نشتون له کبله له خپریدو او چاپ پاتې دي.

گزارش: جمیله کریمي

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

معلوماتو ته نه لاسرسی د ښځینه خبریالانو لویه ستونزه

میدان وردک ۲۸ د نوامبر/ ۷ لينډي   ۱۳۹۸ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړۍ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *