قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / ښځینه خبریالانې سره له ستونزو، بیا هم د بیان آزادۍ ساتلو ته ژمنې دي

ښځینه خبریالانې سره له ستونزو، بیا هم د بیان آزادۍ ساتلو ته ژمنې دي

میدان وردګ

د نوامبر ۶ / د ۱۳۹۸ د لړم ۱۵ نیټه

د نړۍ په کچه د ځاني امنیت نشتون ، یو له هغو ستونزو څخه شمیرل کیږي ، چې د ډیری هیوادونو د خبریالانو فعالیتونه یې محدود کړي دي. له دې ډلې یو هم افغانستان دی ، چې د خبریالانو د کار پر وړاندې لا هم ګڼ شمیرستونزې په کې شتون لري.

زموږ په هېواد کې له ښارونو پرته په ولسوالیو او کلیوالو سیمو کې د خبریالانو فعالیت ډير کم او حتی په ځينو برخو کې په نشت حساب دی.

 میدان وردګ یو له هغه ولایتونو څخه  دی ، چې د امنیتي ستونزو له کبله د خبریالانو او رسنیو شمیر لږ دی او کم شمیر ښځینه او نارینه خبریالان په کې فعالیت لري.

د دې ولایت یو شمیر ښځینه خبریالانې وايي ، چې له ستونزو سره ، سره به خپلو ژورنالستیکو فعالیتونو ته دوام ورکړي او په دې توګه به په هېواد کې د بیان آزادۍ له پياوړتیا سره ډيره مرسته وکړي.  

آسیه وردګ ، د افغانستان د ښځینه خبریالانو ملاتړ مرکز ولایتي استازې وايي:” نا امني ، کلتوري محدودیتونه او د نارینه سالارۍ فرهنګ شتون ، له هغو خنډونو څخه دي ، چې ښځینه خبریالانې یې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان کړې دي.

نوموړې پر دغه ستونزو سربیره هم د ښځینه خبریالانو زیاتوالي ته خوشبینه ده او وايي ، چې په دغه ولایت کې د ښځینه خبریالانو فعالیتونه ورځ تر بلې زیاتیږي او د خپل کار په وړاندې د یوشمیر ستونزو د حل په موخه یې جدي مبارزه پیل کړې ده. 

آغلې وردګ زیاتوي ، چې له ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز سره د دوی اړیکې او د خبریالانو تر منځ همغږي ، د دې لامل شوې، چې ستونزې په ګوته او له اړوندو بنسټونو سره یې د حل په موخه شریکې کړي.

د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د ۲۰۱۷ میلادي کال د مارچ په میاشت کې رامنځ ته شو او دا مهال د هیواد په شپاړلس ولایتونو کې فعالیت لري. دا مرکز د ښځینه خبریالانو د امنیت خوندیتوب او ظرفیت لوړونې په برخه کې کار کوي. 

په ورته وخت کی مو د میدان وردګو ولایت د ښځو چارو ریاست سرپرستې آغلی معصومه طاهري نظر هم واخیستلو. آغلی طاهري وویل:” رسنۍ د ولس او حکومت ترمنځ پل دی او په واسطه یې ولسونه کولی شی خپل غږ تر مسوولو چارواکو ورسوي. رسنۍ په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې د لرې پرتو سیمو د ښځو آواز په ښه توګه اوچتولی شي او د ولس او حکومت ترمنځ د واټن په له منځه وړلو کې اغیزمن رول لري.” 

آغلی طاهري یادونه وکړه ، چې د ښځو چارو ریاست په پام کې لري ترڅو د خبریالو خویندو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې او له سیمه ییزو رسنیو سره د ښځینه خبریالانو د امتیازاتو په لوړولو کې مرسته وکړي. هغې وویل، چې د دې ترڅنګ په پام کې لرو تر څو د میدان وردګو ولایت د خبریالو خویندو په ستایلو، د هغوی له کړنو قدرداني وکړو او دا بهیر پراخ کړو.  

آغلې طاهري د رسنیز ډګر له لیواله خویندو څخه غوښتنه وکړه ترڅو په دې برخه کې کار وکړي او د خپلو خویندو آواز په خپله اوچت او غوښتنې یې د حکومت تر مسئولو چارواکو ورسوي. 

په ورته وخت کې یوه بله خبریاله آغلې شیلا هم له ورته ستونزو یادونه کوي او زیاتوي ، چې میدان وردګو کې له ښځینه خبریالانو سره د خلکو په ځانګړي ډول د عامو خلکو  رویه  ښه نه ده او له دې امله ښځې نشي کولی چې په داسې موضوعاتو ګزارشونه جوړ کړي چې محتوا یې پر عامو او کلیوالو وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو د ستونزو په اړه وي.

دا وايي په دې ولایت کې د ښځو ژوند ډیر محدود دی او ډيرې کمې ښځې حاضریږي چې له رسنیو سره خبرې وکړي او د ټلویزیون پر پرده راڅرګندې شي.

دا خبریالانې وایي، چې موږ غواړو په دې ولایت کې د څيړنیز ژورنالیزم په برخه کې کار وکړو، خو نا امنۍ ، کلتوري محدودیتونه او د نارینه سالارۍ فرهنګ زموږ د کار په وړاندې لوی خنډونه دي.

آزاده خبریاله خالصه جلیلزۍ وايي ، چې موږ د څیړنیز ژورنالیزم برخه کې اوس هم ډير کار کړی ، موږ په غیر مستقیم ډول له ښځو سره غږیږو، په انفرادي ډول مو د دوی ستونزې اوریدلې او ریکارډ کړې دي ، د ټلیفون او خصوصي مجالسو له لارې مو له ښځو سره اړیکې نیولې تر څو ستونزې یې واورو او د ګزارشونو او مقالو له لارې یې تر مسئولو چارواکو ورسوو.

دا په داسې حال کې ده ، چې اوسمهال په میدان وردګو ولایت کې څو غږیزې رسنۍ هم فعالیت لري او ښځینه خبریالانې هم په کې ځینې خپرونې پرمخ وړي.

سیمه ییز چارواکي هم دا مني چې ځینو سیمو کې به د وسله والو فعالیتونه وي ، خو زیاتوي چې دوی د خبریالانو فعالیت ستايي ، خبریالان په ځانګړې توګه خبریالې خویندې یې اتلانې یادې کړلې او په هره برخه کې یې ورسره د همکارۍ چمتوالی وښود. د دوی په خبره د میدان وردګو ولایت سیمه ییزې ادارې ، د بیان آزادۍ ته ژمنې دي او د رسنیو د فعالیت او د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته به هر وخت لومړیتوب ورکړي.

گزارش: آسیه وردګ

دوباره کوشش کنید

معلوماتو ته نه لاسرسی د ښځینه خبریالانو لویه ستونزه

میدان وردک ۲۸ د نوامبر/ ۷ لينډي   ۱۳۹۸ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړۍ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *