قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د مالي سرچینو نشتون د رسنیو د بندیدو لامل شوي

د مالي سرچینو نشتون د رسنیو د بندیدو لامل شوي

بغلان

د اکټوبر ۲۲ / ۱۳۹۸ د تلې ۳۰ مه

د تیر یوه کال راپدیخوا، نا امنۍ ، اقتصادي ناوړه وضعیت  او د حکومت لخوا ، له رسنیو سره په وخت د اطلاعاتو نه شریکول ، هغه عوامل ګڼل شوي چې د خبریالانو د رسنیزو فعالیتونو په وړاندې خنډ ګرځیدلي دي.

د بغلان یوه خبریاله شکوفه شینوارې وایي، چې د خبریالانو په وړاندې له ستونزو چې د دوی د رسنیزو کارونو خنډ ګرځي ، اطلاعاتو ته نه لاسرسی دی ، چې حکومت په خپل وخت او زمان خبریالانو ته اطلاعات نه ورکوي او دا کار، د وخت په تیریدو د خبریالانو د لیوالتیا د کمیدو او خلکو ته د رسنیو لخوا د اطلاعاتو نه ورکړې سبب کیږي.

بلخوا بیا یو شمیر خبریالان ، د ځینو نا مسوولو وسلوالو کسانو لخوا ، امنیتي ګواښونه په بغلان کې د رسنیو د بندیدو لامل ګڼي.

مدني فعاله او خبریاله مژګان احمدي هم له حکومت څخه غواړي چې له خبریالانو سره د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې مرسته وکړي او همداشان دې د رپوټ چمتو کولو په وخت کې د دوی امنیت خوندي کړي.

هغې وویل:” په ټولو ولایتونو په تیره بیا بغلان کې د مرکې  یا راپور چمتو کولو لپاره ساحې ته د ښځینه خبریالانو وتل ، ستونزمن دي، اړتیا ده چې حکومت له خبریالانو جدي ملاتړ وکړي، څو د رسنیو کار او فعالیت د خبریالانو په کار او فعالیت سره دوام پیدا کړي.”

همداشان په رسنیو کې د ښځو شبکې مرستیاله مرضیه اکبري، په رسنیو کې د مالي ستونزو له شتون څخه د اندیښنې په څرګندولو چې د ډیری رسنیو د بندیدو سبب شوې ، وایي چې په دې وروستیو کې د رسنیو عایداتي ستونزې ډیرې شوې. هغې زیاته کړه:” خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو ته په وخت د معاش نه ورکړه ، له دندې څخه د دوی د ګوښه کیدو او هم د رسنیو د فعالیت دریدو لامل کیږي.”

مرضیې اکبري وویل ، چې په رسنیو کې د دغه مالي بحران په ډیریدو ممکن د ښځو اتلس کلن پرمختګ او لاسته راوړنې له منځه لاړې شي .

سربیره پر دې په بغلان کې یو شمیر رسنیزو فعالانو ، فرهنګیانو ، ښځینه خبریالانو او د پوهنتون استادانو، د مطبوعاتو څه کم دوه لسیزې کار او فعالیت یو له سترو لاسته راوړنو وګڼلو او زیاته یې کړه چې مطبوعات د دولت او ملت تر منځ ارتباطي پل دی.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو رییس همایون رستمي په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز استازې ته وویل ، چې رسنۍ او مطبوعات خلکو ته د اطلاع رسونې او عامه پوهاوي سرچینو په توګه دي.

هغه زیاته کړه:” سربیره پر دې چې دې ولایت کې زیات شمیر رسنۍ لکه ، لس راډیویي شبکې، څلور ټلویزیوني دستګاوې او اووه چاپي رسنۍ فعالیت لري ، خو د اندیښنې خبر دا ده چې له یوه کال راپدیخوا په رسنیو کې د عایداتي سرچینو نشتون له کبله د اف ام څپو ځینې غږیزې رسنۍ ، له هغو څخه ( تراجمیر) راډیو چې په ۲۰۰۳ کې یې خپل فعالیت په بغلان کې پیل کړی و، اووه میاشتې مخکې وتړل شوه او همداشان درې نورې چاپي رسنۍ هم د اقتصادي ستونزو له کبله له فعالیت څخه پاتې شوې دي.”

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي، چې د بغلان د ژورنالیزم پوهنځۍ سرپرست ملک خالد صدیقي ، پر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست باندې د نیوکې تر څنګ وایي ، چې کار اهل د کار ته نه سپارل کیږي، نو پر ځای د دې چې د اطلاعات او فرهنګ ریاست د رسنیو پر کړنو څار ولري ، بر عکس یې د ټولو کړنو پر وړاندې چوپتیا غوره کوي.   

همداشان ملک خالد صدیقي د اطلاعات او فرهنګ په ریاست کې د غیر مسلکي کسانو له شتون څخه هم ګیله من دی او وایي:” اړینه ده چې د اطلاعات او فرهنګ ریاست په دغه ریاست کې د مسلکي کسانو پر اغیزمن شتون ټینګار او پاملرنه وکړي.”

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي، چې په هیواد کې د څو وروستیو کلونو بدلونونو،  سربیره چې هغو کې د رسنیو فعالیتونو پراخوالی هم په ګوته کولی شو، لا هم ښځینه خبریالانې له ډیرو ستونزو او خنډونو سره مخامخ دي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د چارواکو په وینا چې افغانستان د پراخ رسنیز ډګر د فعالیتونو درلودونکی دی، چې په کې ۳۱۰۰ تصویري ، غږیزې ، چاپي او الکترونیکي رسنۍ شاملې دي، چې یو شمیر له دغو رسنیو په وروستیو کلونو کې بندې او یا له فعالیت څخه دریدلې دي ، چې اصلي دلیل یې هم تر ډیره ناامني نه ، بلکې د مالي امکاناتو نشتون او د نړیوالو مرستو بندیدل په ګوته شوي.

په بغلان کې د ډیری خبریالانو په وینا، چې د رسنیو د چارواکو لخوا کارکوونکو ته د معاش نه ورکړه ، د نا مسوولو وسلوالو لخوا د خبریالانو سپکاوی او ګواښل هم په دغه ولایت کې د ستونزو په توګه یادولی شو.

خبریالې روزیه وقار وویل:” کله چې معاش نه وي ، نو د خبریالۍ د کار دوام ته هم کوم دلیل شتون نلري.”

آمنه وردگ

دوباره کوشش کنید

معلوماتو ته نه لاسرسی د ښځینه خبریالانو لویه ستونزه

میدان وردک ۲۸ د نوامبر/ ۷ لينډي   ۱۳۹۸ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړۍ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *