قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د ډایکنډي په سیمه ییزو رسنیو کې درې تنه ښځینه خبریالانې فعالیت لري

د ډایکنډي په سیمه ییزو رسنیو کې درې تنه ښځینه خبریالانې فعالیت لري

ډایکنډي

د اکټوبر ۱۷/  د ۱۳۹۸د تلې ۲۵ مه

د هغه معلوماتو له مخې چې د ډایکنډي د اطلاعات او فرهنګ ریاست وړاندې کړي ، اوس وخت په ډایکنډي کې ۵ خصوصي راډیوګانې او ټلویزیونونه او یوه دولتي رسنۍ فعالیت لري، چې په  دوو وروستیو کلونو کې د ښځو حضور تر هر بل وخت نه په کې کم دی. اوس وخت یوازې درې تنه ښځینه خبریالانې په دغو رسنیو کې فعالیت لري.

د ډایکنډي محلي رسنیو له رامنځ ته کیدو ۱۵ کاله تیریږي ، په لومړۍ لسیزه کې یې  په رسنیزو فعالیتونو کې د ښځو حضور زیات و ، خو د وروستیو دریو کلونو په ترڅ کې د مناسبو امکاناتو نشتون ، د معاش کموالی او په وخت نه ورکول ، په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د حضور په وړاندې د ټولنې ناوړه چلند او د شغلي یا کاري او ځاني امنیت نشتون ، ټول هغه عوامل دي، چې د ډایکنډي په رسنیو کې یې د ښځو حضور کم کړی دی.

معصومه سیرت چې پنځه کاله کیږي په ډایکنډي راډیو کې د خبریالې په توګه دنده تر سره کوي وایي:” په دغه رسنیو کې د ښځینه خبریالانو کم حضور، د رسنیو د ادارو لخوا ، د نقلیه وسایطو نشتون ، د معاش کموالی او په وخت نه ورکول او په ادارو کې د مسوول مدیرانو لخوا د ښځینه او نارینه خبریالانو تر منځ  دوه ګونی چلند دی.”

هغه وایي ، چې د ځاني او کاري خوندیتوب نشتون هم هغه لامل دی چې د ښځینه خبریالانو حضور یې د ډایکنډي په رسنیو کې راکم کړی دی.

فاطمه وطندوست بله خبریاله ده چې له دریو میاشتو راپدیخوا یې په یوه سیمه ییزه رسنۍ کې دنده تر سره کړې ، خو د معاش نشتون له کبله یې رسنیز کار پریښی او وایي :” د ډایکنډي نجونې د خبریالالۍ له کار سره ډیره مینه او لیوالتیا لري ، خو له ښځینه خبریالانو څخه د حکومت نه ملاتړ د دې لامل شوی ، چې نجونې له رسنیو سره همکاري ونکړي.”

بلخوا بیا بله خبریاله میرمن نیکبخت نیکزاد هم د رسنیو پرمشرانو او حکومت نیوکه کوي او وایي:” حکومت تل د بیان او رسنیو له آزادۍ خبرې کوي ، خو په عمل کې ښځينه خبریالانو ته هیڅ پاملرنه ، نه کوي.”

میرمن نیکزاد زیاته کړه ، چې په ډایکنډي کې ښځینه خبریالانې په ډیر کم معاش او پرته له یوه مشخص وخت یا ټایم کار کوي  او د رسنیو مسوولانو لخوا هیڅ امتیاز ورته په نظر کې نه نیول کیږي.

هغې زیاته کړه ، د هغې مینې له کبله چې له خبریالۍ سره مې درلوده ما د ژورنالیزم پوهنځۍ  ولوستله ، خو اوس ګورم چې دلته ښځینه خبریالانو ته هیڅ ډول امکانات او امتیازات په نظر کې نه نیول کیږي:” ما څلور میاشتې په یوه رسنۍ کې دنده تر سره کړه ، ځکه پرته له قرارداد مې دنده پیل کړه او هیڅ امتیاز مې هم نه درلود ، نو ځکه مې وروسته له څو میاشتو استعفا ورکړه.” 

همداشان رسنیز فعال محمد رجا هم په ډایکنډي کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې عمده ستونزې ، اطلاعاتو ته په وخت نه لاسرسی ، د رسنیو لخوا  د کاري خوندیتوب نشتون ، د خبریالانو پر ضد د تاوتریخوالو د قضیو نه څیړنه او په ټوله کې د ټولییزو رسنیو او رسنیزو بنسټونو لخوا د خبریالانو د حقونو او امتیازاتو نه تامین ، چې د ټولییزو رسنیو د رامنځ ته کیدو د څرنګوالي په مقرره کې درج شوي او تر اوسه یې هیڅ تطبیقي او عملي بڼه نه ده غوره کړې یادې کړې او زیاته یې کړه:” د ډایکنډي ډیری خبریالان کاري قراردادونه نلري ، چې ښځینه خبریالانې بیا له دې وضعیت څخه ډیرې ځوریږي.”

د راډیو صدای قریه مدیر مسوول محمد انور شهاب وایي، چې رسنۍ په ډایکنډي کې د بودیجې له کمښت سره مخ دي او په سختۍ فعالیت کوي ، ځکه خو خبریالانو ته د امتیاز د ورکړې توان نلري.

د ډایکنډي د اطلاعات او فرهنګ ریاست د شمیرو له مخې ، په وروستیو لسو کلونو کې ۱۵ تنو ښځو په رسنیز ډګر کې د کار کولو په خاطر ګام کیښود ، خو وروسته له څو میاشتو رسنیزو کارونو یې ، دندې خوشې کړې.

د ډایکنډي د اطلاعات او فرهنګ رییس محمد حسین سیرت وایي:” اوس وخت کې یوازې درې تنه ښځې په رسنیزو چارو بوختې دي ، چې له خبریالانو څخه ملاتړو بنسټونو په تیره بیا له ښځینه خبریالانو څخه د ملاتړ بنسټونو له هغوی څخه ملاتړ کړی او دوی ته یې د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې ده.”

د یادولو ده ، لس کاله کیږي ، چې په ډایکنډي کې ۵ غږیزې رسنۍ د ملي راډیو ټلویزیون په ګډون فعالیت لري ، خو د هغه تر څنګ څو ورځپاڼو او اوونیزو هم فعالیت درلود ، چې د بودیجې نشتون او د مشخصو بنسټونو د نه ملاتړ له کبله یې خپل فعالیتونه درولي . 

گزارش: رحیمه خاوري

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

ښځې او خبریالانې له بیلابیلو هیلو سره د رایو صندقونو خوا ته لاړې

کابل د اکتوبر ۱۳/  د ۱۳۹۸د تلې ۲۱ مه د جمهوري ریاست څلورم دور ټاکنې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *