قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / د ښځینه خبریالانو پېژندنه / ذکیه کهزاد:افغان ښځې باید د آزادۍ او آزادګۍ غږ تر پخوا غښتلی پورته کړي

ذکیه کهزاد:افغان ښځې باید د آزادۍ او آزادګۍ غږ تر پخوا غښتلی پورته کړي

کابل

۱۴ اکتوبر/۲۲ میزان ۱۳۹۸

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز ټولنیزې پاڼې درنو لوستونکو!

د مخکښو ښځو په پاڼه کې مو د افغانستان راډیوټلویزیون پخوانۍ تکړه ویاندې ذکیې کهزاد ، چې اوس له هیواد څخه بهر د مسافرۍ ژوند کوي، مرکه چې د انټرنټ له لارې خپره شوې تاسو ته چمتو کړې ، چې هیله من یو لوستل یې تاسو ته په زړه پورې وي.

ذکیه کهزاد ، د هیواد تکړه او خوږ ژبې ویانده چې د اوږدو کلونو په ترڅ کې  کله چې ( دیرش کاله پخوا په هیواد کې یوازې د ټلویزیون یوې دستګاه فعالیت درلود)  مسلک او خلکو ته یې په ډیره مینه د پام وړ فعالیتونه د افغانستان په ټلویزیون کې د ویندویۍ دندې له لارې تر سره کړي . 

ذکیه کهزاد په افغانستان ټلویزیون کې  د هماغه وخت څخه خلکو ته د منلو وړ وګرځیده او د ټولو په زړونو کې یې ځای وموند. دا هم زموږ د پوښتنو په ځواب کې د میرمن کهزاد ځوابونه :

مرکز: میرمن کهزاد ! د افغانستان په ټلویزیون کې مو له خپل کار او فعالیت څخه لنډ یو څه ووایاست.

کهزاد: په پیل کې خپل سلامونه او نیکې هیلې خپلو د آواز مینه والو ته وړاندې کوم  او د الله ج څخه  د هیوادوالو د نیکمرغۍ او په هیواد کې د تل پاتې سولې غوښتونکې یم .

په پیل کې ما د راډیو او ټلویزیون او سینماتوګرافۍ د بهرنیو اړیکو غړې او وروسته بیا د اف ام خپرونو د عمومي مدیرې او وروسته د وروڼو ملیتونو موج د کمیټې مدیرې په توګه د افغانستان په راډیو او ټلویزیون کې دنده تر سره کړې.

په ۱۳۷۰ لمریز کال د هنر او ادبیاتو برخې غړې او د ټلویزیون د موسیقۍ برخې مشاوره مقرره شوم او د دې ټولو مسوولیتونو تر څنګ ، د خبر او بیلابیلو ټلویزیوني خپرونو  ویانده وم.

مرکز: ویاندي مو څه وخت پیل کړه ؟

کهزاد: د ښوونځي په ډیری کنفرانسونو کې مې د ویاندۍ دنده درلوده. په ۱۳۶۰ لمریز کې مې د راډیو افغانستان ویاندۍ ته مخه کړه ، چې وروسته د نطاقانو په اداره کې خلکو ته د ویاندۍ په خدمت بوخته شوم.

مرکز: هغه وخت د ویاندۍ برخه کې ستاسو ملاتړ څوک و؟

کهزاد: ما په پنځلس کلنۍ کې واده کړی او مطبوعاتي او ژورنالیستي چارو کې  زما هڅوونکی او ملاتړ، تکړه نقاش ، ډرامه لیکونکی او تکړه  استاد ، یوسف کهزاد، زما خاوند و . هغه زموږ د ګډ ژوند له لومړیو شیبو د ژوند په ټولو چارو کې  زما ښه لارښود او مشوره راکوونکی و.

مرکز: ذکیه جانې! تاسو چې د مطلب په حفظ او یادولو کې ښه وړتیا لرئ ، دا صفت ستا په وجود کې فطري دی ، که مو د مشق او تمرین له لارې تر لاسه کړی؟

کهزاد: دا چې زه قوي حافظه لرم ، د الله مهرباني ده . بلخوا بیا خلکو او دندې ته مینې او علاقې دې ته اړ کړم چې خپلې حافظې ته قوت ورکړم . زما له ماشومتوبه په خاصه لیوالتیا مطالعه کوله ، نو په همدې لحاظ د خپلو شخصي مطالعاتو له کبله کولی شم د یوې موضوع په هکله په ساعتونو خبرې وکړم.

مرکز: آیا سره له دومره وړتیا او استعداد کوم وخت ستایل شوې هم یاست؟

کهزاد: زه د خپل رسنیز کار او فعالیت په وخت کې په ترفیعاتو، قدمونو ، جایزو او د ژورنالیزم په لومړۍ درجه مدال د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت د جمهور رییس خدای بښلي ډاکټر نجیب الله لخوا وویاړل شوم. د اسلامي دولت په وخت کې پنځه میاشتې د افغانستان راډیو ټلویزیون سره همکاره پاتې شوې او بیا وروسته ، د کورنیو جګړو او نا امنیو له کبله مجبوره شوم هیواد پریږدم او اوس له خپلو اولادونو سره د امریکې په متحده ایالاتو کې ژوند کوم.

مرکز: له هیواد څخه په لریتوب کې څه احساس لرئ؟

کهزاد: زه هر ځای چې اوسم یوه مسافره ، مهاجره بې وطنه او یوه آواره یم . زما قدر او عزت زما وطن او هیوادوال مې دي. دلته راته هر څه پردي دي، حتا د دې ځای طبیعت ، دعا کوم هر هغه چا چې موږ بې وطنه او بې کوره کړي یو، خدای دې زموږ د حق پوښتنه ترینه وکړي .

مرکز: آیا بچیانو مو هم ستاسو لاره غوره کړې؟

کهزاد: زه چې څلور بچیان لرم، یو زوی او درې لوڼې ، زما مشرې لور زما لار غوره کړې او یوه بریالۍ ویانده ده ، خو زما وړوکې لور شعر وایي او ښکلی غږ هم لري.

مرکز: اوس له کومې رسنۍ سره همکاري لرئ؟

کهزاد: هو، دولس کاله کیږي، چې په امریکا کې د افغانستان له آریانا ټلویزيون سره په اوونۍ کې یو ځل یوه یو ساعته خپرونه چلوم او همدا شان د امریکا په کلفورنیا کې د انجمن ادبي سخن غړې هم یم.

مرکز: نورو افغان ښځو ته څه ویل لرئ؟

کهزاد: زه د خپلو خویندو په وجود په دې سختو شرایطو کې ویاړم . هغه ښځې چې په ټولو برخو کې یې له ځانه زړورتیا ښودلې ، په تیره بیا نن سبا زموږ زړورې او له ویاړه ډکې خبریالې خویندې ، چې سربیره پر شته ستونزو ، له ظلم څخه د ښځو د خلاصون او د زیانمنو ښځو د آواز اوچتولو په خاطر مبارزه کوي او په زړورتیا سره رپوټونه چمتو کوي ، د تصویري رسنیو پر څپو راڅرګندیږي او خپل رسالت او دنده په ښه توګه تر سره کوي.

مرکز: د افغان ښځو په هکله څه ویل لرئ؟

کهزاد: نن سبا زما د هیواد خپلواکو ښځو د ځینو نارینه وو هغه ناقصه ادعا ، چې ګواکې ښځې ناقص العقله دي رد کړه او نړیوالو ته یې وښوده چې افغان  ښځې نه ناقص العقله دي او نه هم ضعیفې او ناتوانه ، بلکې غښتلې ، پوهې او د درک درلودونکې دي.

مرکز: له افغان ښځو څه هیله لرئ؟

کهزاد: زه چې یوه ټولنیزه او فرهنګي خپرونه مخ ته وړم تل مې د ښځو له حقونو او مبارزو په کلکه ملاتړ کړی او له دوی سره په دې لار کې ملتیا هم کوم . یوازنۍ هیله مې له خپلو همنوعانو دا ده ، چې سره یوځای شي او په هر ځای او مکان کې چې دي ، یو موټی په پوره خپلواکۍ ، د اسارت او تاوتریخوالي ځنځیرونه دې د خپلو همجنسانو له لاسو او پښو خلاص کړي او د خپلواکۍ غږ دې تر پخوا ډیر قوي او غښتلی اوچت کړي.

مرکز: ستاسو پیغام د هیواد ښځینه خبریالانو ته څه دی؟

کهزاد: زه د خپلو غښتلو خبریالانو په وجود ، چې په اوسنیو نا امنو او سختو شرایطو کې هم د مظلوموخلکو غږ چارواکو او حتا نړیوالو ته رسوي ویاړم . په دې پیچومې او له خطر څخه ډکه لار کې ورته د لا بریاوو هیله لرم.

مصاحبه: محبوبه کریمی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *