قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / ښځې او خبریالانې له بیلابیلو هیلو سره د رایو صندقونو خوا ته لاړې

ښځې او خبریالانې له بیلابیلو هیلو سره د رایو صندقونو خوا ته لاړې

کابل

د اکتوبر ۱۳/  د ۱۳۹۸د تلې ۲۱ مه

د جمهوري ریاست څلورم دور ټاکنې او د رایو ورکولو بهیر، د سختو امنیتي تدابیرو په نیولو سره د ۱۳۹۸ د تلې په ۶ چې د ۲۰۱۹ د سپټمبر له ۲۸ نیټې سره برابره ده ، تر سره شوې.

دغه  ټاکنې ، که څه هم له امنیتي ستونزو او خنډونو سره مخ وې ، بیا یې هم وښوده چې خلک ( ښځې او نارینه) د صندقونو په لور لاړل او رایه یې ورکړه او اوس خلک هغه د شل کلونو مخکې خلک نه دي . دوی اوس په ټینګه اراده او قوت روان دي ، شاته نه ګرځي او دا هغه خلک دي چې د دموکراسۍ شل کلنه تجربه لري او په عمل کې یې پلې کړې ده او ویې غوښتل د خپل هیواد ملي مشر په خپله وټاکي.

د جمهوري ریاست دغه ټاکنو ته ۱۸ تنو ځانونه نوماند کړي وو ، چې ۴ تنه د دغو نوماندانو د یو نوماند په خاطر له خپلو نوماندیدو تیر شول او بل نوماند محمد حنیف اتمر هم خپله ټاکنیزه مبارزه ودروله چې په پایله کې ۱۴ تنو د جمهوري ریاست د چوکۍ تر لاسه کولو لپاره سیالي وکړه.

د میدان وردګو اوسیدونکې فهیمه چې سر بیره پر امنیتي ستونزو یې ځان د بهسود ولسوالۍ  لومړۍ برخې څخه د رایې ورکولو په خاطر مرکز ته رارسولی ، د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز خبریالې ته وویل:” که څه هم طالبانو ټولو ته اخطار ورکړی و، چې رایه ورنکړي ، خو ما له خپلې خور او د لیوره ښځې سره وکولی شو چې رایه ورکړم.”

همداشان د رایې ورکولو د ځینو مرکزونو تړلي پاتې کیدل او د نوملړونو نشتون د دې لامل شو چې یو شمیر خلک

( ښځې او نارینه) چې نومونه یې په دغه بهیر کې ثبت وو، له رایې ورکولو محروم شول.

رعنا عزیز چې د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د زرغونې لیسې د رایې ورکولو مرکز ته راغلې ، ادعا کوي چې همدې محل کې مې نوم ثبت کړی و، خو اوس په  نوملړ کې نشته او نشم کولی چې رایه ورکړم. هغې وویل:” زه سربیره پر امنیتي او کورنیو ستونزو راغلم چې رایه ورکړم ، خو نوم مې په نوملړ کې نشته، چې رایه ورکړم.”

د ټاکنو خپلواک کمسیون د چارواکو په وینا ، چې په دې دور ټاکنو کې له ټول هیواد څخه د رې نیم ملیونو په شاوخوا کې ښځو نومونه ثبت کړي ، خو هغه شمیر چې رایې یې ورکړې کم دی.

مدني فعاله انیسه اسلمي هم چې د کابل هوایي ډګر سرک د بي بي رقیه مدرسې د رایې ورکولو مرکز ته راغلې وایي:” که څه هم د ښځو ونډه کمه وه ، خو همدا کمه ونډه هم د دوی د ژوند په بدلون کې یو مثبت ګام ارزولی شو.”

د هغې په وینا، چې  د افغانستان په نارینه واکې ټولنه کې په ډیری کورنیو کې باید ښځې ته په کم نظر وکتل شي او کم داسې کسان دي چې ښځو ته د بیرون تللو او رایې ورکولو اجازه ورکړي ، نو په دغه بهیر کې حتا د ښځو ګډون هم یوه ستره لاسته راوړنه ده.

هغې زیاته کړه:” ښځې تمه لري د هغو رایو په مقابل کې چې خپل د خوښې نوماند ته یې ورکړې ، راتلونکی جمهور رییس هم باید د دوی د حقونو د اعادې لپاره جدي پاملرنه وکړي.”

سربیره پر دغو ستونزو، ښځینه خبریالانو هم د دغه بهیر د خبري پوښښ تر څنګ د خپلو رایو په استعمال ، له راتلونکي جمهور رییس څخه وغوښتل، چې د ټولنې د دغه اطلاع رسوونکي قشر یا برخې څخه هم ملاتړ وکړي او د دوی د علمي او مسلکي وړتیا لوړولو او د دوی په وړاندې د شته توپیریز چلند او په کاري او بیرون چاپیریال کې دې د تاوتریخوالي او ځورونو په مخنیوي کې جدي پاملرنه وکړي.

د میوند ټلویزیون خبریالې یلدا درویش وویل:” موږ له راتلونکي جمهور رییس څخه غواړو چې د رسنیو مالي ستونزو ته پاملرنه وکړي، تر څو خبریالان په تیره بیا ښځینه خبریالانې په ډاډه زړه کار وکړي او د خلکو غږ اړوند چارواکو ته ورسوي.”

همداشان د هشت صبح خبریاله سارا هم له راتلونکي جمهور رییس څخه غواړي چې د بریالیتوب په صورت کې دې د خبریالۍ له ټولنې په تیره بیا ښځینه خبریالانو ملاتړ نه هیروي.

هغې وویل:” راتلونکی جمهور رییس باید له ښځینه خبریالانو جدي ملاتړ وکړي ، څو ښځینه خبریالانې وکولی شي خپله ونډه د هيواد په ثبات او د ملت په آرامۍ کې په ښه توګه تر سره کړي.” د هغي په وینا ، سربیره پر شته ستونزو بیا هم یو شمیر ښځې په دې وتوانیدې چې رایه ورکړي.

د افغان ښځو شبکې مشره ماري اکرمي هم حتا د ښځو کم ګډون ته د درناوي په سترګه ګوري او  وایي ، چې ښځو په تیره بیا ښځینه خبریالانو دا جرئت وکړ، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي ، رایه ورکړي او هم دغه بهیر ته خبري پوښښ ورکړي ، چې دا د ویاړ ځای دی . هغې زیاته کړه:” دا چې سربيره پر شته ستونزو افغان ښځې د رایو صندقونو ته لاړې او رایه یې ورکړه او په دې وتوانیدلې چې خپل ملاتړ له یوه رښتیني او ډموکراټیک بهیر څخه څرګند کړي.”

دا په داسې حال کې ده ، چې پر ټاکنو د څار بنسټونه ، فني ستونزې چې د کمسیون په عملیاتي برخو کې یې شتون درلود، نا امنۍ او د ټاکنو د نوماندانو ،  کمرنګه او پیکه ټاکنیز کمپاینونه ، ټول هغه عوامل وبلل چې سبب شول څو په کم شمیر کې خلک د رایو صندقونو ته لاړ شي او رایه ورکړي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټیفا) مسوول محمد نعیم ایوب زاده وویل:” تخنیکي ستونزې ، د خلکو بې باوري او امنیتي ګواښونه هر یو په خپل وار د رایو صندقونو ته د خلکو د تللو او رایې ورکولو په وړاندې خنډ شول.” 

دا په داسې حال کې ده ، چې د ټاکنو کمسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وایي، چې د رایې ورکولو له ۵۳۷۳ مرکزونو څخه چې د هيواد په کچه رامنځ ته شوي وو، کم شمیر یې د امنیتي ستونزو له کبله تړلي پاتې شول.

د ټاکنو خپلواک کمسیون د چارواکو په وینا ، په پام کې وه چې ۹،۷ ملیونه د رایو ورکولو وړ کسان د رایو صندقونو ته لاړ شي ، چې د هیواد راتلونکی جمهور رییس وټاکي ، خو د امنیتي ګواښونو او د درغلیو شتون ، هغه خنډونو وو ، چې  له کبله یې ۲،۷ ملیونه کسانو په دې بهیر کې ګډون وکړ.

د ټاکنو کمسیون رییسې حوا علم نورستانۍ وویل ، چې په دغه ټاکنو کې ۹۸ په سلو کې د رایو ورکولو مرکزونه پرانستل شول او همدا شان ۹۲ په سلو کې د دغو مرکزونو کارکوونکي په وقت په سایتونو کې حاضر شوي وو او د رایو ورکولو بهیر په عادي ډول تر سره شو.

میرمن نورستانۍ په دغه بهیر کې د ښځو د ګډون په هکله وویل:” د تاریخ په اوږدو کې ښځو د منازعو په حل کې لوړ لاس درلودلی او تل د خپلې ټولنې د پرمختګ او جوړولو اصلي محرکې دي ، نو د همدې دلیل پر بنسټ د ټاکنو په بهیر کې هم د دوی ګډون چې په هره کچه وو، د ښځو د ښه موقف لپاره ګټور و.”

په ټوله کې باید ووایو، چې د ټولنې ټولو نارینه وو ته لازمه ده چې خپلې لوڼې او ښځې پریږدي په ټاکنو کې ګډون او په خپله خوښه رایه ورکړي.

د ښځو حقونو فعاله روبینا شینواري وایي:” اړتیا ده ، چې زده کړې او پوهې ښځې ، د ښځو د حقونو فعالې او ملاتړې ښځې ، په ملي مسایلو کې د ښځو د زیات ګډون په برخه کې هڅه وکړي ، څو افغان ښځې په ګوښه کې پاتې نشي او په ملي او پریکړه ییزو چارو کې ځای او ونډه ولري .”

دا په داسې حال کې دي، چې په تیرو ټاکنو کې شته خنډونه لکه امنیتي ستونزې او د ټولنې نارینه واکی لیدلوری ، په ټاکنو کې د ښځو د ګډون خنډ ګرځیدلي وو ، خو بیا هم د روان کال د جمهوري ریاست ټاکنو کې ښځې سربیره پر شته امنیتي ستونزو د رایو صندقونو ته لاړې او رایه یې ورکړه چې دغه ګډون د دوی په ژوند کې د یوه مثبت بدلون په توګه په ګوته کولی شو.

گزارش: محبوبه کریمي

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

د ډایکنډي په سیمه ییزو رسنیو کې درې تنه ښځینه خبریالانې فعالیت لري

ډایکنډي د اکټوبر ۱۷/  د ۱۳۹۸د تلې ۲۵ مه د هغه معلوماتو له مخې چې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *