قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / عفیفه: د خپلو لوڼو د ښې راتلونکې لپاره رایه ورکوم

عفیفه: د خپلو لوڼو د ښې راتلونکې لپاره رایه ورکوم

پروان

د اکټوبر ۱۷ /  د ۱۳۹۸ د تلې ۲۵ مه

د سیاسي کچې او ډګر یو له مهمو برخو، په ټولټاکنو کې د یوې ټولنې د خلکو ګډون دی او سیاسي ګډون دا ټکی روښانه کوي ، چې په سیاست کې د ګډون او مداخلې پر بیلابیلو لارو سربیره ، ټاکنې ، ټاکنیزه ونډه او د خلکو حقوق په ټاکنو کې کولی شي د دغه ګډون بنسټ نندارې ته کیږدي. عفیفه ، هغه ۵۷ کلنه ښځه ، چې د پروان د بګرام ولسوالۍ اوسیدونکې ده او د ټاکنو په ورځ خپل د خوښې نوماند ته د رایې ورکولو په خاطر د دغه ولسوالۍ یوه مرکز ته راغلې:” رایه ورکوم تر څو زما د لوڼو او نورو ښځو راتلونکې ښه شي.”

د ۱۳۹۸ د تلې ۶ مه نیټه او ساعت د سهار ۷ بجې او دیرش دقیقې دی ، چې تر اوسه لا د لمر وړانګو د بګرام ولسوالي سمه نه ده روښانه کړې ، عفیفه په دمو، دمو د رایې ورکولو مرکز، د یورچي جومات خوا ته روانه ده ، له هغې مې پوښتنه وکړه:” میرمنې چیرته روانه یې؟ هغې په ستړي او ستومانه غږ ، چې ترینه ښکاریده په ساعتونو مزل یې کړی ، خو په مسکا راته وویل:” مګر نه پوهیږې چې نن د رایې ورکولو ورځ ده. ”

همداسې مې ورسره په خبرو کولو پیل وکړ او ترینه مې پوښتنه وکړه:” ترور جانې! زه یوه خبریاله یم، کیدای شي درسره یوه مرکه وکړم؟”

هغې په مسکا وویل، چې څه به درته ووایم ، خو بیا یې هم جرئت وکړ او راته یې وویل:” هو ولې نه ، څه ووایم درته؟”

پوښتنه مې ترینه وکړه:” کیدای شي د ځان په هکله راته یو څه ووایې او همداشان دا راته ووایې چې نن دلته د څه په خاطر راغلې یې؟”

هغې وروسته له یوې شیبې چوپتیا وویل:” نوم مې عفیفه دی ۵۶ یا ۵۷ کلنه یم ، ۸ بچیان لرم، ۵ لوڼې او درې زامن ، د ماشومانو پلار په جګړو کې شهید شو او زامن مې کار کوي، نن دلته راغلم چې د خپلو لوڼو او نورو ښځو د ښې راتلونکې لپاره رایه ورکړم. ”

د خوښۍ په څرګندولو مې ترینه پوښتنه وکړه:” غواړې څه ډول کس رییس جمهور شي؟”

عفیفې وویل:” داسې کس وي، چې نور هیڅ ښځه کونډه او هیڅ ماشوم یتیم نشي او دا جګړه ختمه شي او موږ وکولی شو آرام ژوند وکړو، زموږ نجونې ښوونځي ته لاړې شي او ستاسو په شان لوست وکړي.”

همداشان زهرا چې د کور میرمن ده او په ټاکنو کې د ګډون په خاطر راغلې، له امنیتي ځواکونو څخه غوښتنه لري، چې نه یوازې په ټاکنو کې بلکې د تل لپاره دې د خلکو امنیت وساتي. د هغې په وینا:” که امنیت ښه وي او هیڅ انتخار او انفجار ونشي ، ټول کولی شي به ټاکنو کې ګډون وکړي او په ډاډه زړه خپل ژوند ته ادامه ورکړي.”

بلخوا بیا بنفشه علیزاده چې د بګرام ولسوالۍ د باریکاب د کډوالو ښارګوټي د رایې ورکولو مرکز کارکوونکې ده ، د رایې ورکولو په سایت کې یې د ښځو د ګډون څخه د هیله مندۍ په څرګندولو وویل، چې د ښځو حضور په دې ټاکنو کې تر تیرو هغو رنګین دی. هغې زیاته کړه:” سایت نوی خلاص شوی، خو مخکې د کار له پیل څخه زیات شمیر ښځې په لیکو کې ولاړې وې، چې خپل د خوښې نوماند ته رایه ورکړي.”

په افغانستان غوندې ټولنه کې چې جنسیتي نابرابري او نارینه واکي تر اوسه هم حاکمه ده او د ښځو د ټولنیزو فعالیتونو په وړاندې ټولنیز، فرهنګې او کورني خنډونه شتون لري، ټاکنې ښه فرصت دی چې افغان ښځې وکولی خپلې سیاسي او حقوقي غوښتنې په کې څرګندې کړي.

همداشان د پروان د ښځو چارو رییسه شاه جهان یزدان پرست وایي، چې په ټاکنو کې د ښځو او نارینه و ګډون د دیني ارزښتونو په پام کې نیولو سره د رایه ورکوونکي په صفت او د خوښې نوماند ټاکل ، د هیواد اساسي قانون او اسلامي ارزښتونو د تائید وړ چاره ده.

هغې د پروان له ښځو وغوښتل ، چې خپل دیني او ملي مسوولیت ادا او په هیواد کې د سولې په راوستو کې اړتیا ده چې ټولې د ټاکنو په بهیر کې برخه واخلي او رایه ورکړي.

د پروان د ټاکنو خپلواک کمسیون ساحوي دفتر چارواکي وایي، چې د ټاکنو په وخت کې دلته ۱۸ د رایې ورکولو مرکزونه تړلي او ۱۰ نور یې تر لوړو امنیتي ګواښونو لاندې دي ، خو د دغه مرکزونو تړلي پاتې کیدو، ونشو کولی د رایې ورکولو بهیر په وړاندې خنډ جوړ شي.

د پروان د ټاکنو خپلواک کمسیون د ساحوي دفتر مسوول عبدالقادر وهاب صافي وویل:” دا مرکزونه د پروان په لرې پرتو ولسوالیو کې موقعیت لري.”

بلخوا د پروان امنیه قومندان مل پاسوال محمد محفوظ ولي زاده هم د رایې ورکولو په مرکزونو کې د امنیتي ځواکونو لخوا د پروان خلکو ته د پوره امنیتي  تیاریو ډاډ ورکوي، وايي:” زموږ قدرمن پرواني هیوادوال دې په پوره ډاډ د رایې مرکزونو خوا ته لاړ شي.”

د ټاکنو خپلواک کمسیون د ساحوي دفتر د مسوولانو په وینا ، چې په دې ولایت کې ۱۵۴  د رایې ورکولو مرکزونو د ۴۷۲۰ تنو موقتو کارکوونکو په مرسته د ټاکنو تر سره کیدو په خاطر فعالیت درلود.

دا په داسې حال کې دي ، چې ټاکنې د دموکراسۍ بهیر له یوې برخې څخه دي او د جمهوري ریاست دوهم دور ټاکنې، د ټولو خلکو په تیره بیا ښځو په ګډون سر بیره پر دې چې ستونزو او خنډونو شتون درلود ، د پروان په شمول په ټولو ولایتونو کې د ټولو قانوني اصولو په پام کې نیولو سره تر سره شوې. 

بلخوا بیا د ټاکنو خپلواک کمسیون رییس هم په ټاکنو کې د ښځو له ګډون څخه په خوښۍ څرګندولو وویل ، چې که څه هم د ښځو ګډون څه نا څه کمرنګه و ، خو ښځو وکولی شو په دغه بهیر کې په ګډون، له خپل حق څخه ګټه پورته کړي.

د پوهنتون استادې او د مدني ټولنې فعالې سوسن حمیدي وویل، همدا چې ښځو وغوښتل رایه ورکړي او په دغه ملي بهیر کې ګډون وکړي، د خپلو حقونو د اعادې لپاره یې لار پرانستله او د یوه ښه ژوند لپاره یې یو بل ګام اوچت کړ.

ګزارش: نبیله شریفی

عکس: کاپی

دوباره کوشش کنید

معلوماتو ته نه لاسرسی د ښځینه خبریالانو لویه ستونزه

میدان وردک ۲۸ د نوامبر/ ۷ لينډي   ۱۳۹۸ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړۍ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *