قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د جوزجان د جمهوري ریاست ټاکنو ۵۰ سلنه ګډون کوونکې ښځې وې

د جوزجان د جمهوري ریاست ټاکنو ۵۰ سلنه ګډون کوونکې ښځې وې

جوزجان

۷ د اکتوبر / د ۱۳۹۸ د تلې ۱۵ مه

د ټاکنو خپلواک کمسیون د چارواکو په وینا، چې په جوزجان کې د ۱۳۹۸ کال د تلې ۶ مې نیټې د جمهوري ریاست د ټاکنو بهیر له ۳۷ زره تنو ګډون کوونکو څخه ۵۰ سلنه یې ښځې وې.

په افغانستان کې ټاکنې د ښځو لپاره یو ښه فرصت دی، چې د هېواد فعاله ښځې کولی شي د خپلو سیاسي غوښتنو او د ژوند عمومي وضعیت د بدلون او په لویو سیاسي پریکړه ییزو برخو کې ګټه پورته کړي. لکه چې ومولیدل دې ته په کتو چې په ټاکنو کې د ښځو ونډه د رایو ورکوونکو په توګه سږ کال د پام وړ وه ، ښځینه خبریالانې هم په دې وتوانیدلې چې په دغه تاریخي ورځ په زړورتیا اطلاع رسونه او صادقانه فعالیت وکړي.  

دې ته په پاملرنې چې د جوزجان نفوس د ۲۰۱۰ میلادي کال د سر شمیرنې پر بنسټ ۴۷۰ تنه ښودل شوی ، د ۱۳۹۸ د تلې ۶ مې په ټاکنو کې له جوزجان څخه ۳۷ زره تنو ګډون کړی و.

د شبرغان ښار اوسیدونکې رحیمه نورزاده چې په ټاکنو کې د ګډون په موخه د رایو ورکولو یو مرکز ته تللې وه وایي، چې د ټاکنو په دې بهیر کې زیات شمیر ښځې د رایو ورکولو مرکزونو ته راغلې وې، چې د دوی دغه پراخ ګډون د جوزجان ښځو د یوې روښانه راتلونکې زیری ورکوي.

هغې زیاته کړه:” موږ جوزاني ښځې په پوره لیوالتیا د رایو صندقونو ته راغلې یو او غواړو په خپل ټینګ هوډ خپل د خوښې نوماند ته رایه ورکړو.”

بلخوا هم مدني فعاله فریبا خمابي د امن په فضا کې د ټاکنو تر سره کیده او په هغو کې د ښځو پراخ ګډون ستایي او وایي:” په رایه ورکولو کې د ښځو پراخ ګډون او د اطلاع رسونې په برخه کې د نارینه و تر څنګ د دوی برخه اخستنې او رایې ورکونې ، په دې باوري کړم چې د افغانستان ننۍ ښځه هغه د اتلس کلونو مخکې ښځه نه ده. هغه اوس پوهه او متینه ده او غواړي چې د تیر ظلم او ستم له دوران څخه خپل ځان په ملي بهیرونو کې په ګډون راوباسي.”

سیمه ییزه خبریاله نادیه صادقیار هم په دغه ولسي بهیر کې د خبریالانو ګډون ستایي او وایي:” رسنیزو ښځو هم په ډیره لیوالتیا خپل د خبریالۍ فعالیتونه مخ ته یووړل.”

د جوزجان والي لطف الله عزیزي په وینا ، چې په پام کې وه د ولایت په کچه ۵۵ د رایې ورکولو مرکزونه پرانستل شي ، خو د امنیتي ستونزو او د مخالفانو او دولتي امنیتي ځواکونو تر منځ د نښتو له کبله یوازې یو مرکز د درزآب  او یو مرکز د قرقین په ولسوالۍ کې د رایه ورکوونکو په مخ تړلی پاتې شو، په پاتې نورو مرکزونو کې خلک په ډیره لیوالتیا راغلل او رایه یې ورکړه.

د جوزجان والي په وینا، چې د مردیان په ولسوالۍ کې وروسته له څو ساعتونو ځنډ ، مرکز د رایه ورکوونکو پر مخ پرانستل شو، چې زموږ زیات شمیر هیوادوالو د ښځو په ګډون هلته رایه ورکړه.

د والي په وینا، چې د ولایت په کچه په ټولییز ډول ټاکنې په ۴۹ د رایې ورکولو په مرکزونو کې تر سره شوې ، چې په هغو کې ۳۷ زره تنو ګډون کړی و ، چې له دې شمیر څخه ۵۰ سلنه یې ښځې وې. دا په داسې حال کې دي، چې د ۱۳۹۷ کال په پارلماني ټاکنو کې ۵۷ زره تنه ښځې او نارینه د رایو صندقونو ته لاړل او خپل استازي یې وټاکل.

گزارش: گیتا رستگار

تصحیح : په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

د ډایکنډي په سیمه ییزو رسنیو کې درې تنه ښځینه خبریالانې فعالیت لري

ډایکنډي د اکټوبر ۱۷/  د ۱۳۹۸د تلې ۲۵ مه د هغه معلوماتو له مخې چې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *