قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / آیا ښځې د ټاکنو اتلانې دي؟

آیا ښځې د ټاکنو اتلانې دي؟

کابل

د اکتوبر ۷ /  د ۱۳۹۸د تلې ۱۵ مه

داسې ټاکنو ته د رسیدو په موخه چې په هغو کې د خلکو استازي د ملت په اراده وټاکل شي ، د ټاکنو قانون جوړ شو. د ټاکنو د قانون پر بنسټ هر وګړی (ښځه او نارینه) چې د هېواد تبعه وي او په قانون کې ټاکل شوي سن ته رسیدلی وي ، د دې حق لري چې رایه ورکړي او یا ټاکنو ته ځان نوماند کړي.

افغان ښځې د تاریخ په اوږدو کې له خپلو قانوني حقونو ، چې هغه د فکر او پریکړې ، ژوند ، کار او زده کړې آزادي ده، محرومې وې. همداشان د سنتي ټولنې شتون ، د سواد کچې ټیټوالی ، فقر او د اسلام له نظره د ښځو له ځای ځایګي څخه  د ټولنې د ډیری نارینه وو بې خبري د دې لامل شوې، چې ټولنه د نارینه لیدلوري په شتون کې د ښځو ډیری طبیعي آزادۍ  ترینه واخلي. په داسې حال کې چې ، په سیاسي ، ټولنیزو ، ملي او طبیعي پدیدو کې د نظر څرګندول د ټولنې د هر وګړي ښځې او نارینه قانوني حق دی.

د ۱۳۹۸ د تلې د جمهوري ریاست ټاکنې ، چې د ښځو د ګډون په وړاندې له خنډونو ، لکه امنیتي ګواښونه ، د ښځو د تصویر اخستل ، د ښځو نه پوهاوی او نورو ستونزو سره یو ځای وې ، خو بیا هم په ټول هېواد کې تر سره شوې.

له ټاکنو څخه د څارونکو بنسټونو په وینا ، چې د ټاکنو د خپلواک کمسیون د پریکړې پر بنسټ د بایو مټریک دستګاه په وسیله د ښځو تصویر اخستو جبري کیدل ، په ټاکنو کې د هغوی د نه ګډون لامل شول.

همداشان په ټاکنو کې د ښځو د پیکه ګډون یو بل لامل د طالبانو لخوا د امنیتي ګواښونو شتون و ، چې ښځو فکر کولو په دې بهیر کې په ګډون به دوی ته زیان ورسیږي . بلخوا بیا یو شمیر نور کسان هم شتون لري چې په مدني فعالیتونو کې د ښځو ګډون غندي چې دا چاره هم ښځو ته په ټاکنو کې د ګډون زیان رسولو یوه لار وه.

ځینو ښځو په تیرو ټاکنو کې د ځینو پیښو له کبله په زړه بوږنوونکې توګه د ښځو وژل کیدل ، د ویرې لامل وبلل او ځینو بیا د کورنیو د نارینه وو د نظرونو تحمیلول د دوی په وړاندې د خنډونو په توګه په ګوته کړل .

د ټایمني اوسیدونکې سعیده چې د څلورو ماشومانو مور ده ، د ټاکنو په ورځ یې میړه ورته ویلي ، چې باید د ده د خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي او که دا کار نه کوي ، نو ورته په ټاکنو کې د رایې ورکولو اجازه نه ورکوي.

د میرمن سعیدې په وینا، هغه پوهیده چې رایه سري یا پټه ده ، نو ځکه خو یې د میړه خبره ومنله ، خو کله چې مرکز ته لاړه ، نو خپل د خوښې نوماند ته یې رایه ورکړه.

هغې زیاته کړه:” خپل میړه ته مې وویل چې اجازه راکړي تر څو لاړه شم او د هغه د خوښې نوماند ته رایه ورکړم ، خو کله چې مرکز ته لاړم ، نو خپل د خوښې نوماند ته چې له ډیرو خپلوانو او ښځو نه مې د هغه په اړه یو څه اوریدلي وو، رایه ورکړه.”

سعیدې وویل:” زموږ خویندې باید د خپل هر ډول حق څخه با خبرې وي ، په تیره بیا په ټاکنو کې د ګډون  او د رایو حق چې باید ترینه ملاتړ وکړي.”

د طب د غاښونو برخې محصله تهمینه وایي ، چې دې د ټاکنو په هکله هیڅ ډول پوهاوی نه درلود ، نو ځکه خو یې د ټاکنو په بهیر کې ګډون ونشو کړای.

یو شمیر ښځو بیا خپل نظرونه داسې څرګند کړل ، چې تیرو تجربو راته روښانه کړې چې نوماندان وعده خلاف دي ، نو موږ هم سربیره په لیوالتیا او پوهاوي چې د ټاکنو په هکله مو درلودل ، خو ومو نه غوښتل وعده خلافو نوماندانو ته رایه ورکړو.

د کابل د یو ښوونځي ښوونکې زرمینه وطندوست وایي:” زه چې ښوونکې یم او د ټاکنو په هکله پوهاوی او معلومات هم لرم ، خو د ځینو نوماندانو د وعده خلافۍ او زما د نه باورۍ له کبله مې ونه غوښتل په ټاکنو کې برخه واخلم او کوم نوماند ته رایه ورکړم.”

خپلواکه خبریاله مریم حبیبي بیا وایي ، چې د رایو ورکولو په مرکزونو کې د ښځینه خبریالانو حضور رنګین او ډیر و .

هغوی په ډیره لیوالتیا له درغلیو او خنډونو او همداشان د ټاکنو له منظم بهیر څخه هم راپور ورکونه کوله.

مریم زیاته کړه:” شخصا زه خپله د مازدیګر تر ۵ بجو د رایو ورکولو بیلابیلو مرکزونو ته لاړم او له هغو ښځو سره مې چې د رایو ورکولو په خاطر راغلې وې مرکې وکړې او همداشان مې له هغو غږیزو او تصویري رسنیو سره چې اړیکي درلودې د نورو ښځینه خبریالانو تر څنګ رپوټونه او خبرونه ورکړل.”

همداشان د کابل نوي ښار د ښځو د محل رییسه انیسې رازق وویل:” د ښځو او د ښځینه خبریالانو ګډون په دغه ملي بهیر کې پراخ دی او په هغه لست کې چې زموږ د محل له غړو سره شتون لري ، زیات شمیر ښځې د رایو ورکولو ته حاضرې شوې دي او په ټولییزه توګه یې په دغه بهیر کې خپله ونډه تر سره کړې ده.”

د ټاکنو بهیر د ګډون کوونکو په وینا ، هغوی د ښاروندۍ د برابر حق تر لاسه کولو په خاطر چمتو دي ، چې په څو څو واره په دغه ملي بهیر کې ګډون وکړي او د دموکراسۍ په روان بهیر کې د اتلو ښځو څیرې نندارې ته کیږدي.

گزارش: نازیلا بیکزاد

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

د ډایکنډي په سیمه ییزو رسنیو کې درې تنه ښځینه خبریالانې فعالیت لري

ډایکنډي د اکټوبر ۱۷/  د ۱۳۹۸د تلې ۲۵ مه د هغه معلوماتو له مخې چې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *